زرمینې په سپینې تختې د ترانې څو کرښې ولیکلې او زده کوونکو ته یې وویل:
ـ تاسې دا لومړۍ کرښې له یادې کړئ! زه زر راځم
له کوچنۍ خوني ووته، اوږد اسویلی یې وکېښ او څو ګامه وړاندې د دهلیز د کړکۍ څنګ ته ودرېده. کړکۍ یې لږ چوله کړه، سترګې یې پټې کړې، ژوره سا یې اخیسته چې ماشومو نجونو په پسته ژبه د ترانې زمزمه پیل کړه:
« لښکر یو د پوهنې موږ تیارې رڼا کوو،
وطن رڼا کوو، وطن رڼا کوو…»
د ترانې په اورېدو موسکه شوه، د کړکۍ پله یې خلاصه کړه، سر یې له کړکۍ لږ وړاندې وایسته، یوې او بلې خواته یې واړوه، لکه څه چې ترې ورک وي. د حویلۍ په ونو یې سترګې خښې کړې، سره له دې چې د مني بادونو څانګې لغړې کړې وې خو وړو مرغیو ټوپونه پرې واهه او په مهین غږ یې نورو مرغیو ته نارې وهلې.
زرمینې سر شاته په څټ تیکه کړ، شونډې یې ورپېدې او خپل فریاد یې اسمان ته واوروه:
ـ اخ د تېر کال دا ورځ!
له دستکول څخه یې وړه کتابچه راویسته او بیا یې د دې جملې کرښې پسې اوږدې کړې:
« هغه ورځ هم لکه نن داسې زړه تنګې ورځ وه، د تش کور دېوالونو د بې کسۍ ویر کاوه. سلیم له قصده کور جلا کړی ځکه هغه نه غوښتل زه خواخوږي ولرم، له خسرګنۍ مې سره مې په ګډ کور کې سات تېر و، د ورځې به د کور په کارو اخته وم، له اندېښنو او چورتونو به خلاصه وم خو شپې مې ټولې په ویر وې.»
له ما څخه په خپل کور کې سکون ورک و او تل به په چورتونو کې غرقه وم. له ځان سره به غږېدم، کله کله په دې هم نه پوهېدم چې د سهار او غرمې تر منځ وخت څرنګه تېر شو. هغه ورځ له خوبه ناوخته پاڅېدم، اهسته مې د سلیم د خوب د خونې ور خلاص کړ، سلیم موبایل ته کاته، سترګې یې له موبایله راوړولې، یو لحظه دواړه چوپ و خو ما چوپتیا ماته کړه:
ـ غرمې ته چیشی پاخه کړم؟
سلیم غږ ونکړ او په بې تفاوتي یې ځان په موبایل مصروف کړ.
ـ ما تاته وویل، چیشی پاخه کړم؟
ـ نن جمعه ده، زه له ملګرو سره د چکر پلان لرم او په تا کار نه لرم هر څه چې خورې، پاخه یې کړه
سلیم ته مې هېڅ ځواب ورنکړ، له خونې وتم چې غږ یې راپسې وکړ:
ـ ډېر وخت کېږي، جنګونه نه کوې، دعوې نه وهي، ولې، اور بند دې اعلان کړی او که ماتې دې ومنله؟
زه بېرته ورګرځېدم، ورته موسکه شوم خو چوپتیا مې غوره وګڼله، ځکه هغه غوښتل بیا د بې کسه کور دېوالونه زما په تماشه وژړوي. بې ځوابه د کړکۍ څنګ ته په کوچ کېناستم، زړه مې و چوپتیا ماته کړم خو پوهېدم هر څه چې ووایم نه قانع کېږي او بیا مې خپلې خبرې خپل ډک زړه ته ورواچولې:
« نه مې ماته خوړلې او نه مې اوربند کړی خو ستړې یم، ټوټه، ټوته یم، د دعوو او جنګونو ټول توان مې تاته دربښلی. زړه مې ډک دی، غواړم په زوره زوره چیغې وکړم ،خو پوهېږم د خوابدون او ترحم دروازې هم ترلې شوي دي ګټه نه کوي.»
د خوني له کړکۍ مې دباندې وکتل، د سړک څنګ ته د جګې ونې تشې څانګې تېز شمال ښورولې، په څانګې ناستې وړې مرغۍ خپلې منګولې په څانګې پورې ټینګې نیولې وي او له تېز شمال سره یې زور ازمایه. سترګې مې له ونې را واړولې، سر مې په کوچ تکیه کړ. سلیم زما له چوپتیا خوښ نه و، یو اوږد اففففففف یې وکړ او په تخت وغځېده، یوه لحظه چوپ و، بیا یې په تیټ غږ وویل:
ـ افرین اوس ښه ښځه شوې یې، همدا چوپتیا دې پرده ده، کنه پښتۍ دې ماتېدې
سلیم لکه مار تاو شو، زړه یې شر ته لاره جوړوله، غوښتل یې د کور خاموشي زما په ژړا ماته کړي، په شر انداز غږ یې وویل:
ـ چې زما خبرې دې منلې وای نن به دا حال نه و، ما تاته ویلي و، زما له اجازې پرته به چېرته هم نه ځې او هېچا سره به نه ځې خو ته زما له ورونو سره روغتون ولاړې او زما بچی مو را مړ کړ.
د دې خبرو په اورېدو ما نه غوښتل ځواب ورکړم خو و نه شو او بیا مې د خپل ځان دفاع وکړه:
ـ ته ولې ماته د وژلو پیغورراکوې؟ هغه زما بچی هم و، زه هغه ورځ ولوېدم، بې هوښه وم او ستا کورنۍ روغتون ته یوړم. زه د ماشوم د ضایع کېدو درد تېروم او ته د وژلو پیغور راکوي!
ـــ زرمینې ته چې هر څه څومره عذر ووایې، زه یې نه منم او نه خوا درته بده وم خو رحم درباندې کوم. وګوره، تر اوسه مې په کور کې ساتلې یې! که د خدای ډار نه وای تر لاس مې نیولې او له دې کړکۍ مې ښکته اچولې
ـ ته به ولې په ما خوا بدوې! زه خپله یم چې ځانته خوا بده کړم، زه هر ورځ ځانته ژاړم او په ځان خوا بده وم. کاشکې ما له کړکۍ کښته واچوې، د کړکۍ وزرې به خپلې کړم او د ازادۍ پرواز به وکړم
په سلیم زما خبرې ښې و نه لګېدې، په رډو سترګو خو په تمسخر یې وویل:
ـ د آزادۍ خوبونه مه وینه… چې ازاده دې کړم چېرته به ځې؟ ته کله څوک لرې، زړه دې دی چې هغې بد خویې ورېندارې ته دې ورشې ها…!
سلیم لکه تل د نافرمانۍ او بې کسۍ پیغورونه راکاوه او دا پیغورونه ما په یوه کال کې بیا او بیا واورېده. هر پیغور یې زما د زړه ولۍ پرې کولې. ستونی مې غریو نیولی و، لاس مې په زړه کېښود، خپل ځانته مې تسلي ورکوله، لکه تل ځان سره په پټه خوله غږېدم:
« زه پوهېږم ستا خوا نه راباندې بدیږي، زه پوهېږم ته ما نه آزاده وې خو زه باید په ځان خوا بده کړم!»
ما خپلې اوښکې د کړکۍ په ننداره کې پټولې، ښار هم چوپ و، دودجنې هوا ښایسته ښار بدرنګه کړی و، داسې بدرنګه لکه د سلیم د نافرمانۍ پیغور. سترګې مې بیا په ونې ولګېدې، مرغۍ لا هم منګولې په څانګې پورې ټینګې نیولې وې خو وزرونه یې بیا بیا الوت ته خلاصول. د مرغۍ منګولو او وزرونو داسې احساس راکاوه لکه له ماسره چې غږېږي.
اوچته پاڅېدم، د خوب له خوني ووتم، د پښو ترپا مې د سالون خاموشي ماته کړه. له المارۍ څخه مې د تحصلي اسناد دوسیه راوخیسته، ټول اسناد مې تر سترګو تېر کړل، خپل دیپلوم مې ښکل کړ او له څو جوړه کالو سره مې په بکس کې کېښوده.
د دروازې د خلاصېدو غږ سلیم له ځایه راپاڅوه، ناڅاپه یې غږ وکړ:
ـ چېرته ځې؟
مخ مې ورواړه خو ځواب مې ور نه کړ او په څو چټکو ګامونو سړک ته ورسېدم. سلیم ته مې لیکلی مسیج ورلېږل:
« جانه! د اخري ځل لپاره جان درته وایم چې د مینه ناک ژوند یوه شېبه دریاده کړم. تا ګیله وکړه ولې جنګونه نه کوم، ما یو کال جنګونه وکړل، چیغې او ګیلې مې وکړې ځکه نه مې غوښتل تا وبایلم. پوهان وایي: «ښځې چې جنګېږي مینه کوي خو له جنګه چې ستړې شي، چوپې شي، ځکه مینه یې د کرکې اخري حد ته رسېدلي وي.»
تا راته وویل: ما نه ازاده وې او نه هم خوا راباندې بده وې خو زه نن په ځان خوا بده وم او ځان آزادوم. هو؛ نن مې په ځان ډېر زړه وسوځېده، زه نن ستا خبره نه منم، نافرمانه شوم او ولاړم.
د مسیج له لېږلو وروسته مې موبایل بند کړ، د تکسي ښېښه مې لږ کښته کړه، ونې ته مې وکتل، د ونې پر څانګې ناستې مرغۍ خپل وزرونه ورپول او د شنه اسمان پراخې غېږې ته والوته.