شنبه, جنوري 4, 2025
Homeخبرونهد کابل په شکردره کې د شاه و عروس بند بشپړ او...

د کابل په شکردره کې د شاه و عروس بند بشپړ او پرانستل شو

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۱ مه) د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې نن (د مرغومي ۱۱مه) د شاه او عروس بند د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له‌خوا رسماً پرانستل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د طالبانو ګڼ جګپوړي چارواکي راغلي وو. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه بند بشپړېدا د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم او ګټور ګام دی. هغه زیاته کړه چې څو لسیزې جګړې د اوبو په برخه کې د بنسټیزو کارونو د ترسره کېدو مخه نیولې وه.

ملا برادر په خپلو خبرو کې وویل چې د شاه او عروس بند چارې، چې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوې وې، اوس په مسلکي ډول پای ته رسېدلې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې طالبان د اوبو د مدیریت لپاره ځانګړې پروژې په پام کې لري. هغه وویل چې د بندونو جوړول د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ په کنټرول کې اغېزناک دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وویل چې شاه او عروس بند به د کابل د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي. د هغه په وینا، پر دغه بند له ۲۵۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت شوی او دا به د کابل ۲۰ زرو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي او شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

په غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید وویل چې د دې بند پرانیستل د کابلیانو د اوږدمهاله هيلو پوره کېدل دي. هغه دغه پروژه د افغانستان لپاره د طالبانو یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

له بلې خوا، د شنونکو په وینا د شاه او عروس بند چارې د تېر حکومت پر مهال بشپړېدو ته نژدې شوې وې، خو د جمهوریت تر سقوط وروسته یې پاتې چارې طالبانو بشپړې کړې.

2 COMMENTS

  1. هغه ورځ به د خوشحالي ورځ او زيري وي چي مکتبونه او ټواي د کار اداري د ښځو پر مخ پرانستلي شي.

  2. د دغه بند کار لس کاله مخکی ګړندی په مخ روان و. د کمالخان د بند دپرانیستو سره سم یی کار بشپړ و. خو د کمالخان بندباندی بیړه وشوه. له دی برعلاوه د سروبی ددوهم بند کار هم همدا وخت پیل کید چی متاسفانه هغه پاتی شو او په کانتنیرو کی یی وسایل او ټوله تکنالوژي چې همالته ایښودل شوی وه ، له نن دوه کاله مخکی د نامعلومو کسانو له خوا چیر ی یووړل شوه. په هر صورت دا چې دا بند چا او په څومره زحمت او دناامنی شرایطو کی جوړ کړ، ټولو ته معلوم دی. دا دملت شتمنی ده کار او لاسته راوړنه یی موږ ټولو پورې اړه لری. آب ابروی ماست. دوام ورکوواو د کونړ یسند باندی هم بندجوړوو او ګمبیری او لغمان ورباندی آبادوو. زه منحیث اینجنیر او یو مشرقیوال اول ورته تیار یم چی د کنړ په سیند بند چوړولوکی شپه ورځ کار وکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب