شنبه, جنوري 4, 2025
Homeمقالېدا ګز او دا ميدان| علي خان

دا ګز او دا ميدان| علي خان

په یوټیوب چاینل کې په يوه ويديويي کليپ کې مې د ايمل خټک (د ارواښاد اجمل خټک زوی) يو ټويټ ولید چې لیکلي و چې پاکستان غواړي واخان د زور له لاري نيول ونیسي.

ايمل خټک ته ممکن پاکستاني ايجنسيو دا خبره رسولې وي،  ځکه چې دا اوازه په وروستیو ورځو کې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې سرچینو په خواله رسنیو کې بیا بیا خپره کړې ده. ايمل خټک ښايي په انټرنيشنل Demarcation لاء نه پوھېږي! د ھيوادونو د پولو مخه نيول د يو ھيواد له خوا د بل ھيواد په خلاف Hostility او جنګ ته ورته دئ, زه يې داسې انګيرم چې پاکستاني استخبارات ای اس ای د داسي اوازو په خپرولو سره د افغانستان له واکمنانو سره سایکالوژیکي جنګ کوي او ډاروي یې چې د پاکستان په اړه نرمي ښکاره کړي.

زه يې داسي ارزوم:
لومړی: دا څه اسانه کار نه دئ. د دفاع وزير محمد يعقوب د واخان سوال ته په ځواب کي ويلي ؤ: تر څو چې په موږ پوري سرونه وي واخان څوک نه شي نیولی.

دوھم: د واخان په نيولو سره له افغانستان سره د چین پوله قطع کېږي ھيڅ ھيواد نه غواړي چې دريم ھيواد د زور له لاري د دوو ھيوادونو تر منځ حائل شي په خپل سر د نوي ډيمارکيشن خط کش کړي؟! که څه هم ټرمپ د خپل تېر حکومت د منډيت تر ختمېدو څه موده وروسته په يوه غونډه کي ويلي ؤ: په افغانستان کي د تریلینونو ډالرو کانونه شته چې بايد له دوی سره يې شريک کړي, د پاکستان دا ډول ګام اخیستل به په اصل کي چين ته د امريکا له خوا لمسونه او ګواښ تعبير شي, سپېني ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ په ننوتو سره به د سپېني ماڼۍ او بيجينګ تر منځ د تجارتي جنګ پيلامه وي، چين به کله ھم دې ته حاضر نه شي چې د افغانستان ګټل شوې معدنې زيرمې امريکا ته پرېږدي، چين د افغانستان زيرمو، مکانونو او نورو وسايلو ته ډېره تلوسه لري غواړي د ملیاردونو ډالرو پانګونه وکړي څه قرادادونه يې امضاء شوي، او پر ځينو زيرمو کار روان دئ.

دريم: چين ته د افغانستان لاره د تجارت د پراختيا او نورو ستراتیژیکو اھدافو لپاره ډېره د اھميت وړ ده، په دې حساب د افغانستان پوله او ھمسايه توب چين ته سره کرښه ده، د پاکستان غوندي يو کمزوری ملک به څنګه د چين غوندي ستر قدرت د مفاداتو مخه ونيسي, چې پاکستان يې دسخت پوروړي دئ، آيا پاکستان کولائ شي د چين په وړاندي دومره ګستاخي ته ملا وتړي؟ د چين پوله له افغانستان څخه غوڅه کړي، دا څه د کبډي لوبه نه ده!

څلورم: ھر څوک که دا ډول کار ته ملا وتړي بايد مخکي د چين موافقه تر لاسه کړي چې دا کار شونی نه دئ! دا چې واخان به پاکستان ونیسي له يوې بې بنسټي فرضي ادعا پرته بل څه نه دي!.

پر واخان حمله به افغانستان ته تمان عیار جنګ All out war وګڼل شي, پاکستان به د يو داسي قيامت صغري اور, په مړ کولو کله ھم ونه توانېږي, او نه به يې حاضر فزيکي شکل روغ رمټ پاتي شي.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب