شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهلايق او د څاڅکو بلور/ اکبر کرګر 

لايق او د څاڅکو بلور/ اکبر کرګر 

د زندان د اوږده دهليز په بر سر کې يو څنگځنی بل کوچنی دهليز وو. کوچني دهليز ته په ننوتو سره مې پر هغه سترگې ولگيدې. د تل په څير مې د يوه معزز مشر  په توگه ورته درناوی وکړ. د تيرې شپې د پيښو په باب يې اسوېلی وکيښ وې وېل: گوره چې د خپلو سترگو په وړاندې د تاريخ عجيبه لوبه گورو. موږ او زموږ نسل هم، د تاريخ ډېر سرگردانه او لالهانده  شاهد دي. بيگا دې واورېدل، چې د يوه هيواد مشر کورنۍ چی دوه ورځې د مخه ورته سجده کيدله،  د نوې مشر د عسکرو له خوا ورته گواښونه وشول او بدې ردې يې ورته وويلې . د هغه په همدې خبرو سره د تيرې شپې پيښې چې ما هم او رېدلې، او زه يې هم شاهد ووم، نور يې هم په فکر کې واچولم. د اوس (دهغه مهال ) په مقطع کې يې تير ته بوتلم، او بيايې په بله ټالۍ کې په راتلونکي زمان کې وغورځولم.

(۱)

پورته جملو کې زما او د لايق صيب د ژوندانه يوه گډه خاطره وه، چې د زندان په اوږده دهليز کې اوس په هماغه پرون کې پاتې ده. خو يو شی چې هره شيبه په هره کليمه کې د پرون پېښې او توپانونه مجسموي، هغه د لايق شعر دی. هغه روان شعر چې، د هېواد د دښتو او غرونو، درو او ناوونو په سينه ښوٌيېږي. د ځنگلونو او جلگو په سينو او بيخونو کې د روانو اوبو او سيندونو په څېر روان دی. دا بهير لا بهيږي، روان دی، تمېدنگ يې نشته.  دلته په دې ليکنه کې د لايق شعرونو ته تم کېږو. لايق په دې او نورو شعرونو کې په تاريخ بدليږي. کله چې تاريخ نور چوپ کيږي، بيا شعر پيل کوي. تاريخ غلی کيږي، خو شعر را پاڅيږي. شعر خبرې کوي. شعر په کلماتو کې محشر جوړوي. په اوازونو او کلماتو کې د تاريخ سندره وايي. د اولسونو په ژوند کې د خوالو او ناخوالو کیسې وايي.

وايي چې ستر شاعران د خپل دوران ډېر ستر تاريخ ليکوونکي دي. هلته چې تاريخ ليکوونکي دريږي او تم کيږي، شاعر پيل کوي. تاريخ په طبعيت کې دننه د انسان روايت دی. خو شعر د تاريخ هغه سير و سلوک دی، چې د انسان په تن او روان کې لاره باسي. د شعر او تاريخ ديالکتيک همداسې دی، چې له دوه متقابلو نقطو څخه پيل کوي او د انسان په تن او وجود کې يو له بله سره ملاقات کوي.

هیگل د شعرې هنر په اړوند ليکي: په دې ډول د شعري هنري خلاقيت مناسب عنصر هماغه شعري تخيل او پخپله د روح توصيف دی، او له هغه ځايه چې دا عنصر د ټولو هنري شکلونو له پاره گډ دی، نو شعر په هغو ټولو کې اغيزه ښندي، خپل ځان ته په خپلواک ډول بشپړتيا وربښي. شعر هماغه د روح عام هنر دی، چې په باالقوه توگه رامنځ ته شوی او د خپل تحقق لپاره بيروني حسي مصالحو پورې مقيد نه دی. خو په عوض کې يوازې د عقايدو او احساساتو په دروني زمان او فضا کې ډوبيږي)).

د لايق صيب د شعرونو په دې جونگ کې چې موږ پرې خبرې کوو، تر زياتي اندازي بوللې راټولې شوي دي. ( دپاڅون فصل ,چوپ شه چاته مه وايه (نظم )کندهار, د وينو واټ دجونگړې ځواب, راځه سارا ته ووځو, د شاعر غروب, نوميالي ته د نوي کال مباركي, ښاغلی او ناښاغلی, دجکړ لارويان  او نور  ). خو يو شمېر ازاد شعرونه هم  په کې راغلي دي. که په مشخصه توگه په هر شعر خبرې کوو، نو هر ه قصيده  او هر بيت او هر بند يې خبرې لري. خو دلته موږ په مجموع کې دځينو مسايلو يادونه کوو.

په دې بوللو اوشعرونو کې، دوه موجوده يو له بله سره په موازاتو کې حرکت کوي. يو د وطن بې مثاله  ښکلی طبعيت او د هغه ښکلي انځور دی،  چې دا پخپله له دې ټاټوبي سره د شاعر د زړه له کومي اشتياق جوتوي. که لايق ته په دې مقطع کې د هيواد د طبعيت بهزاد ووايو، زياتې به مو نه وي کړی، بلکې لا کمي دي. له چونغره رانيولي، د يادونو او درمندونو د موسم نه وروسته، او د کيږديو د کلي په مخ کې په تيريدو سره، او داسې په نورو نمونو کې لايق ناست دی، او د غني په دود : د دې وطن طبعيت ته کله سترگې توروي، کله يې شونډي سري کوي,کله د نرگس گلونه، د هغه په اوربل کې ږدي. خو له بلې لورې د دې انځورگرۍ په خوا کې ياغي شپون، بې پروا او بې ترهې بزگر هم ولاړ ښی. سترگې يې په افق گنډي او د بوډې په تناره کې پرې د خپل بخت پخلي کوي. يا يې د تل لپاره د لمر خاته په لور ويني چې لمر په خپل تن او وجود کې ننباسي، د زړه په مورچلو کې ورته ځاې ورکوي، او د لمر په ټنډه کې دخپل بخت فال نيسي. لايق هم دا جادو  کوي. د وطن طبعيت او د وطن انسان يو له بله سره جوخت، د خپل ذهن په سياليت کې گوري، او هغو ته حرکت ورکوي. لايق همدا کار کوي. کله د هغو په ژبه او کله د دواړو د ژبي ترجمان شي. د هغو انځور او متانت د هغو عظمت او شوکت، د سمندر په څېر پراخه احساس ته وردننه کړي. هلته ترې شعر جوړ کړي، او د وطن د انسان غميزه او د هغه تير مهال په اړوند حسرت او درد په کې بيان کړي.

د لايق دا ډول شعر يوازې يو ساده راوي او د تاريخ په يوه څنډه کې هسې ملنگ او درويش نه دی، بلکې يو داسې روحي او معنوي ځواک دی چې کله پرې خلک پوهيږي، نو جذبوي يې، په دننه او خپل تن او روان کې ځای ورکوي، اوپه فزيکي ځواک بدليږي. د تاريخ په بدلون او پېښو ته په استقامت ورکولو کې ترې د وسيلې په توگه کار اخيستل کيږي. دا ډول شعر هم د تاريخ ډير وفادار ويندوی دی، داسې چې هم د ځان ويجاړوونکی او هم د تاريخ په جوړښت کې ونډه اخلي. او هم په دويم ځلي هستونه کې برخه اخلي. دا شعر د ځمکي پر مخ انسان څخه نه جلا کېدونکي او نه ورکېدونکي سيوری، جوړښتونه او رنځونه دي. کيدای شي د هغه استحقاق ملاک هم وي. په پښتو کې د دې ډول شعرپيلامه خوشال وکړه  خوشال د يوه پښتانه خان په توگه د خاني له موسسې نه په گټه اخيستني او زړورتيا وکړه، غني ورته غنا ورکړه،  عمق او ژوروالي يې وروباخښه،  مستي او رندي يې وروبښله او په لايق کې د دواړو سنتيز گورو.

هیگل شلينگ ته په يو ليک کې ليکي :

((د افکارو په دې ډول خپرول چې هر څه بايد څه ډول وي،  د هغو کسانو په وړاندې چې هر شی په خپل حال غواړي, دهغو هر ډول لټي او تنبلي يې له منځه وړي ۔ ))

که لايق په خپلو خلکو مين نه وای          دا په وينو سره شعرونه به ليکل چا

دځوانۍ د هوسو تاوده کلونه                    هنگامي د ازادۍ ته وقفول چا

دلاتينې  امريکې د شاعر او ليکوال اوکتا ويو پاز وينا ده چې وايي : (( شعر د انسان د وجود د نيمه روښنايي او نيمه تورتم ترمنځ دمقابلې اوملگرتيا  ثمر ه ده ۔))

لايق په دې شعرونو کې د يو شاعر په توگه ځای پر ځای د اوسني ستيج  او لوړې غونډۍ له سره  د ماضي او تيرمهال په لور سترگې گنډي. د تيرمهال غميزه او د دې غميزې هغه نستالژيا چې له ځورېدلو يې خوند اخلي گوري، په ليدو او کتو سره قدم په قدم دخپل ليد افق پراخوي. د يو دروني ژوند نښه او د هغې پر سپېڅلتيا او تقدس باندې سترگې گنډي.  که له يوې خوا په عين حال کې د خلاقيت او د ژوندي پاتې کېدو، او د ابديت او هسکېدلو جواز ښایي، په عين حال کې چې د ځان او جهان د کوڅي او مالت، غره او سارا سره د تړاو او اړيکو دليل د ی، د زياترو ځوانيمرگو شاعرانو اويارانو دغميزې او د هغو دقريحې او سقوط حالت  ته ساه ورکوي.

(۲)

هغه مهال چې زما د ادبي او څېړنيزو مطالعاتو تجربې، د نن په څېر لا په هېڅ حساب نه وې. يوه ورځ له لايق سره په قدم وهلو کې ملگرې ووم. هغه راته کړه : هغه لاره چې ما غوره کړې ده،  د سياست په مقايسه په هغه کې ابديت پروت دی. وگوره فردوسي دسلطان محمود د عصر شاعر وو، خو نن، نه خو سلطان محمود څوک يادوي او نه د هغه وزيران, خو فردوسي د هر فرهنگي د ژبې ورد دی، اوپه اصطلاح دهر مجلس نقل دی. (( کلمات زما دي )). هغه مهال ما تعجب وکړ. زمان اوس دا عبارت نه يوازې دا چې روښانه کړی، بلکې راويي ښودله، چې لايق د ابديت په لور نور هم گامونه اخلي. لايق اوس د داسې نسل له سرلښکرو نه دی، چې نور سرغندوی يو هم يا ډېر لږ له خپلو خلکو سره او ټاټوبي سره پاتې نه دی. خو لايق لا اوس هم دهماغه وطن او د هماغه خلکو سره سترگه په سترگه دی، نيغ او برندې ورته گوري. په لوړ اوهسکو سترگو ورته گوري. اوس هم دپليدو او غلو ، او اولس دوښمنه، او وطن دوښمنه عناصرو بربنډولو ته ولاړ دی. د هغه بربنډول د شعر په ژبه دي،  چې په تاريخ کې به کلونه کلونه انگازي ولري.

ای پر غونډۍ باندې يوازې ونې !

کومو بادونو اوخوني بړبکو

دگڼ ځنگله له شنه پالنگ څخه را بېله کړلې

او د وخت د لوبو په چپا وکې يې

پر وچه غونډۍ

د ېوه باران د تصادف خيرات ته کينولې ؟

يا داچې :

د شاعر د ژوند داستان

ای په غونډۍ باندې يوازې ونې

ايا خبره شولې

پسرلی راغی ويدې ونې يې راويښې کړلې

خو که د داسې شېبو نه تېر شو، نو لايق په خلکو ناز هم کوي او خلک يې ناز هم وړي. هغه د خپل دوران د ټولو پېغورونو او سپورو سپکو با وجود، تېره او غوڅوونکي ژبه لري.  خپل پياوړی منطق هم لري. هغه اوس هم دپرون په څېر په زغرده اوبې باکه توگه د هيواد او خلکو سره په خيانت ککړو څېرو په بربنډولو، او رسوا کولو اسره نه کوي، او نه يې له چا سترگه سوځي.

لايق وايي :

که لمبه د درخو نه وای په ادم کې         مړه تارونه د رباب به غږول چا

چا به څڼې د يار زمولې په منگولو           ځنځيرونه دجادو به ماتول چا

چا بې شونډو کې کرلې سرې مچکې       بل اورونه به په گل کې نيالول چا

که د شعر جرس مړ وای په وطن کې       قربان شوی د ميړانو به وياړل چا

(۳)

که لايق له يوې خوا د پښتو د کلاسيک او معاصر او ډېر ځوان شعر د وصل پُل دی،  پاتې دې نه وي چې په نړيواله سطحه کې د پابلو نرودا ، سدار سنگور، امه سزر ٬ گارسيالورکا٬ محمود درويش  ٬فيض احمد فيض ٬ اجمل خټک، خان عبدالغني خان او د نړۍ د لسگونو انقلابي او ازادي غوښتونکو غورځنگونو د شاعرانو په ناپايه روح کې، پياوړی  اوسركښه لامبوزن هم دی.

بورخس د شعر په اړوند د رابرت لوې استيونسون خبره رانقلوي او د شعر دوه گونی طبعيت په باب وايي:

په يوه مانا شعر يو معمولي انسان ته ورته دی، يعني دکوڅي او بازار سړي ته ورته دی. دا ځکه چې عامې خبرې د شعر مواد او کلمات دي، او دا کلمات د نوموړي په باور هماغه د ژوند ژبه ده. کلمات د ورځني عادي مقاصدو له پاره کارول کيږي. خو د شاعر مواد او مصالح دي. هماغه ډول چې غږونه د موسيقي له پاره مواد اومصالح دي، کلمات د شعر  له پاره. هغه په دې باب تعجب کوي چې څرنگه شاعر ددغه وچو کلماتو او مصالحو نه په ورځني ژوند کې کار اخلي .هغه ديوې طرحې په توگه  اوبي(اوبدي ) يا نغاړي او له هغي شبکه جوړوي ۔

په دې اړه بې ځايه نه ده چې يوه مساله را ياده کړو: يو مهال په پښتو کې د شعر او شعار مساله را پورته شوه. له هرې زاويي د شعاري شعر په پيکر گوزارونه پيل شول، خو زما په نظر دغه کسانو چې کومې نمونې راوړلې او هغه يې شعار ډوله  شعرونه بلل، هغه شعرونه نه بلکې اوتې بوتې وې. خو که د لايق په شعر کې د پلويت او دريځ نيولو کلماتو او هم د دې مسالې سره مخامخ کيږو،  مانا يې شعاريت نه بلکې  لايق په شعر کې غندنه او رټنه کوي. کله نا کله د خلکو د خبرو اترو  کليمات راخلي، او له هغو نه مرغلري جوړوي. په يوه ښکلي وريښمين تار کې يې پيي. يا په بل عبارت له همدغه کليماتو نه مرمۍ جوړوې،  لښکر جوړوي، سپاهيان ترې جوړوي، او د خاينو٬ غلو او رياکارو زاهدانو او د مرتدو کسانو په سنگر يرغل وروړي. طبيعي خبره ده چې ځوان او د بدلون ليوال نسل، له هغه شعار جوړوي. همدا شعار د هغو د ژبې ورد هم گرزي، د کومو په بورجل چې ډزې کيږي. ايا څو نسلونو زموږ په هيواد کې د لايق دا، او داسې نور شعرونه  چې وايي :

نه پوهيږم زمانی څه دې تدبير دی       چې وباسې له رمې نه ليوان ورور ورو ٬

نه دی زمزمه کړی. يو نسل د همدې ډول شعرونو په اتموسفير کې را پورته شوي دي.

په دې ټولگه کې د لايق د قصيدې فورم په نورو هغو زياتی کوي. د قصيدې شعري فورم د عربي ادب مال دی،  د فارسي هم نه دی. په پښتو کې خوشال قصيدې لري، خو لايق ورته نوی مسيحايي روح ور پوه کړی دی. هغه د کندهار په نوم په ښکلي او اوږده قصيده کې  چې د څرخي پله په زندان کې يې هسته کړې، يا د وينو واټ په بولله کې څو وارې موضوع بدلوي. په يو لوستونکي کې دلوستنې اشتياق کمال ته رسوي.

کندهار

سور غروب دپراخو دښتو مې ياديږي       وطن ټول راته ښکاريږي کندهار

په هر تاک يې دمستۍ وږمه خوره ده     دخيام له سره اچوه دستار

بيا

هسې ساز چې ريا کار ملا بربنډ کړي                  په کې ورقصوي کونه او دستار

ټول عالم ته يې بربنډ کړي چې دی څوک دی      په مستۍ کې ور ترغاړه کړي زنار

يا

دسړو شپو د غمونو زنداني يم        ساقي توی کړه پيالې ته سور انگار

او چې زړه يې نور هم درد کوي, د احساساتو په اوج کې اولسونو ته په پښتني دود پېغور ورکوي او خپلې ماضي ته يې ځير کوي .

چې اسمان ته مخامخ ورته په غېږه      اوس يې ټول غيرت په سپي دی يا کفتار

چې پرون يې د تقوی لاپې وهلې             اوس وهي په جوماتو نو کې قمار

په کرک باندې يو بل په چړو وژني       هلک ونيو ځای د تورې او تلوار

په دې قصیده کې واقعا چې د شاعر له تحت الشعوره، د هغه قهر او غضب جوتيږي . اودويده اولس ته په نوی روح ورکولو کې له کلماتو محشر جوړوي .

يا د وينو واټ په نوم قصيده کې

دکابل له سوځېدو نه وروسته غنې خان په نوم يوه قصيده وايي :

پروني ملا ته گوره چې ټوک خور وو سقاط خور وو

اوس چې خصم د افغان شو په سرو زرو کې لوبيږي

لويه خيټه غټه کونه ٬نرۍ پښې ببره ږيره

ويته خوله بې شرمه سترگې لکه مچ هر څه کې لويږي.

جگې جگې ساقې راشه   پس له عمره را پخلا شه

په چوپتيا کې مې غوغا شه  چې مجلس را نه سړيږي

دځوانۍ نوبت مې تېر شو ٬کوم چې تېر شو هغه هېر شو

اوس را ونيسه دا پاتې چې قطار رانه تېريږي.

باري جهاني ته

وطن سر ترپايه سور دی موږ يې ناست يو په ايرو کې

د ټوپکو نلۍ کاندي په هر ناوکې غځونې

د شپيليو په بدل کې د راکټ سندرې پلنې

په عوض کې د ژوند ورکو ميندو نور زامن روزلي

(۴)

مشهور يوناني شاعر يانيس ريتسوس د خپلو اشعارو د محتوی په هکله وايي :

که داسې وجود وي چې په شعر کې د هغه په اړوند خبري نه کوم، د دې مانا داده چې يا نه پوهېږم، يا نه شم کولی، يا نه غواړم، د هغه په باب خبرې وکړم. په نتيجه کې ډېرې اساسي پېښې، نه يوازې زما د ژوند پيښې، بلکې د ټولنې او زما د تاريخ پيښې دي، او ځان ته جراءيت ورکوم، ووايم چې هم دټولې نړۍ پېښې، لږو زياتې زما په شعر کي راغلي دي. دا ځکه چې زما له پاره شعر يو ډېر محدود قلمرو نه دی چې ځينې شيان مني اوځينې ردوی. په شعر کې ممنوعيت نشته (نه) په کې نشته. شعر ټول ژوند احتوا کوي. د ټولو تضادونو او تناقضاتو سره،  خو په عين حال کې د ټولو انساني هڅې، او د دې ټولو تضادونو ترکيب کولو سره.

له دې امله شعر هم له تير نه اخلي  او هم يې له مشخص تاريخي حالت او هم په عين حال کې ويلي شو چې له راتلونکي نه يې اخلي داسې هماغه ډول چې کله په راتلونکي کې له مخه ژوند کوو ۔ اوبيا يې ياد ته راوړو يعني دهغو خاطره ذهن کې راوړو اوياد ته يې سپارو.

لايق هم دسيستمونو ايدياليوجيکو جالونو او متحجرو فکرونو زنداني نه دی. هغه د خپل وجدان او تحت الشعور خبره په زغرده او زړورتيا کوي. په واقعبينانه توگه دپرون ورځې په ترخو حقايوقو سترگې نه پټوي او نه ترې تيريږي، بلکې خوشالخاني اعتراف کوي، او د سمبول په ژبه د لور په شعر کې خپل مقصد بيانوي:

زاړه باغوان د ټولو بوټو اوگلانو پر ځای

په غرو رغو کی

په باغونو کې

په شنو پټو کې

تش کافر گلي کرل

نور لا په ځای

هغه ټول سره گلونه

چې د اور وينه لري

او د عشق له ذاته دي

په دې تقصير چې سجده نه لگوي

دلور به تيغ سزا ته ورسول

اوپه پای کې :

خو دلاله گلونو

په ازادۍ کې زيږېدلو دبيديا گلونو

او د تخمونو په نطفه کې د سبا گلونو

د راختونکي لمر استازي ٬سپين سبا ته ووې

موږه دلور سزا منو خو سجده نه لگوو!

لايق زموږ د زمان د سترې او نه هيرېدونکي اسطوري او د تاريخ او زمان پر ټنډه د ځلانده ستوري ډاکټر نجيب الله دحماسي ځای ځای يادونه کوي . همدارنگه د حافظ او په پښتو کې د غني خان په څېر لايق ته هم ملا او زاهد دبديو او اهريمني ځانگړنو سمبول دی .

ما خو وی چې خرابات به هدېره شي

اوساقي به له ملا سره دېره شي

هسې کفر چا ليدلی وو عالمه

چې دعشق کعبه په وينو تکه سره شي

په همدې قصيده کې:

چا ويل چې بيا به نوی منصور پاڅي

د وطن د عشق په تور به غرغره شي

چا وېل د پنجابي د کسات هوډ به

د نجيب په قرباني باندې پوره شي

دهغه ناره به غبرگه شي له داره

ټول ځنگل به د اورونو شراره شي

لا خو لوبه د زمان په رغولي ځغلي

څو څو ځله به بدله ننداره شي

لايق دکډوالۍ اوغربت په شرايطو کې له نستالژيک احساس او درد سره مخامخ دی

 چې د هغه شعرونه حکايه کوي. او د اوس له ستيژه دځوانی او زلميتوب او تېرو توپاني

دورانونو د حسرت پيټی  هم له ځانه سره گرځوي.

دلومړۍ مينې شعر يو ډېر ښکلی انځور

زه لا تر اوسه هم شرمېږم

چې لومړي ليدو کې

بې له سلا مې ستا له شونډو مچه واخيستله

او تا ونه رټلم

د اور سکروټې دې را خوشې کړې چې ومې سوځي

خو ستا پړونی په کاواکو اوږو وښويېده

ما دې په ځغلنده نظر دتور کميس دخلاصې گروې  لاندې

د دوه مرمرو دغونډيو دره ولېدله

او ناڅاپي مې له خولې

د زړه له تل نه ياغي شوې لمبه ووتله

اوستا په غېږ کې مې نارې کړې:

زه دې وويشتمه !

اوتا په خپله سينه ټينگ کړم وې دې:

شور مه کوه!

څوک چې د اور لوبه کوي هغه نارې نه وهي. الفرات  ۱۹۹۹-۱۰-۲۰

په پورتني شعر کې يو ه ليريکه ايډيه پرته ده. هغه ټول تصوير عاشقانه مفهوم لري، خو د اور لوبه بيا بل هغه ده چې ددې ازاد شعر دملا تېر جوړوي. همدارنگه په دې بل شعر کې زمان يا وخت او د شاعر نستالژيک احساس منعکس کيږي.

تېر يادونه

څه تنکۍ پيغلې زړې شوې زما په هېله

څه غوښتونې مچې وچې شوی پر شونډو

څه پر تږيو شونډو وچ شو سره گلونه

څه تودې غيږي سړې شوې په بسترکې

اوپه پای کې :

لږ مې خلاص کړه دزاړه عقل له کوډو

چې پټۍ کړم په مستۍ قضاوتونه

څو ساړه رغلي ته نوې لمبه ورکړو

په سړه خاوره کې وکرو اورونه

څو د لمر په راختلو باوري شو

د سبا سپېدو ته وباسو واټونه

او د نور د دريابونو په څپو کې

د لايق شعر ته ورکړو الهامونه

***

له کومه ځايه چې جوته ده شعر د کلماتو يو داسې ترکيب دی چې د تجربو نه ډک ژوندی او له خيالونو او احساس نه مالامال دی. په لنډو او غوره شويو کليماتو سره چې د اوازونو وس او ښکلا لري، مانا القا کولي شي. د ادبي تکنيکونو لکه وزن، طبيعي اهنگ، قافيي او استعاري په ملتيا  حرکت کوي.

 شعر د مصرعو، بيتونو او په خاصه توگه، دهغه اهنگين ترکيب، او کله هم قافيه وي. ترکيب چې واقعيتونه، ايډياگاني او احساسات،  او په ځانگړي توگه تخيل ولري، او له عادي وينا وو ډېرقوي وي. ځينې يې  وزن لري اوځيني ازاد وي.

خو په مشخصه توگه دپښتو معاصر شعر ته، د لايق ډير ښه سوغات دادی، چې ځوان نسل کې يې دهغو فرديت پياوړی کړ. ځوان شاعر له دې منع کوي چې  تقليد وکړي،  په دوگماتيک ډول تکرار شوي کليمات وژووي، او پر هغو شخوند ووهي، بلکې هغوی ته  د نوښت اوخلاقيت درس ورکوي. د خپل کار په بنياد وروستني نوښت ته رابولي. هغو ته پراخه ډگر ورښۍ چې د نورو د کليشو او تکراري مفاهيمو پر ځای په خپل تن او روان کې هستونه وروزي.

د لايق  دشعر يوه عمده ځانگړنه، د هغه روښانفکري اصالت دی. هغه لوستونکي، اوريدونکي تعبد او بنده گۍ ته نه رابولي، بلکي د مسايلو ايجاد او د خپل چاپيريال ښو او بدو ته يې پام اړوي. دغه روښانفکري اصالت د افغانستان د معاصر تاريخ له ټولو غورځو پرزو سره تړاو لري، او له هغو اوبه څښي.

لايق د دې ټولگي په قصيدو لکه دوينو واټ ٬ کندهار ٬نوميالي او باري جهاني ته ٬ د وطن پرتم او د خلکو غم او نورو شعرونو کې، شعر په ژوند او جگړه بدلوي. تاريخ  په کې، د حال په زمان کې حضور پيدا کوي. ژوند په کي د مرگ په اوږو پښه ږدي. مرگ په تن او پوست کې په گلونو اوغنچو بدليږي. بری په ماتي ډډه وهي او ماتي برياليتوب کلابندوي. افسانه په حقيقت تعبيريږي. او حقيقت دا فساني تر انتها پورې وده کوي. زمان له مکانه تښتي او مکان زمان په خپله غيږ کې نيسي.

کرگر  لندن – داکتوبر ۱۴ کال ۱۴

1 COMMENT

  1. اکبرجان کرګر?
    ما ستاليکنه ولوسته ستا خبروکی شک نشته ټول يو واقيعت دی مګر دانسان پيژندله ډيره مشکله ده چه ايا دا انسان په خپل نفس حاکم او يا حاکميت لری,اي واقعا داد خلکو خد متګار او خلکوته ئ په واقيعی توګه خدمت کړی ايا خپلی ګټي دنورو دګټو څخه قربان کړی او ېائ هغی ته اوليت ورکړي ايادخپل ځان دبقا دپاره ئ په واقيعتو سترګي پټی کړی اوکه نه او هغه ئ دخپل ځان او دخپل قدرت قر باني کړي اوکه نه ايا دخپل بقا په خاطرئ انسانان قربانې کړی او که نه.
    زه بی مسوليته خبری نه کوم دادده دتاريخ پاڼه ده چه ما په لفآفه کی وليکل ايمان لرل او اعتماد کول زياته څيړنه غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب