شنبه, اپریل 20, 2024
Home+تسليت ۱۹ برخه | اکبر کرګر 

تسليت ۱۹ برخه | اکبر کرګر 

کېداى شي تاسو پوښتنه وکړئ، چې ولې د تسليت لړۍ همداسې زېږي او رامنځته کېږي. واقعيت داسې دی چې د تسليت کلمه د افسوس د لږولو او يو چا ته د ډاډ ورکولو لپاره کارول کېږي؛ نو که موږ او تاسو خپل حالت ته پام وکړو، په واقعيت کې موږ په بله دونيا کي يو. موږ د ژوندو له قلمروه کوچ راکړی دی، په داسې جغرافيه کې يو چې ماضي او مستقبل خو نه لري خو د غميزې د پاى نقطه لا هم نه ده رارسېدلې؛ نو چې داسې ده د هغې په لور روان يو.  په داسې حالت کې به ارومرو يو بل ته تسليت وايو.

خو دا تسليت د ځمکي پر سر نه دى او د ژونديو د کلي د وستل تسليت هم نه دى بلکې د ارواحو په ښار کې تسليت دی، چې ژوند خو نشته، خو د مرگ هم څه پته نه لگي. يوازې ارواح چې بنگار کوي او دې خوا او هغې خوا ته الوزي. نو زه به درته د دې ورځو خبره وکړم:

پرون چې د برزخ د هغه لوړ غره وروستې څوکې ته زما روح ساه وتېږه وروخوت، نفس يې قيد او بيا يې ساه واخيسته. لاندې هوارې او ناپايه دښتې ته يې وکتل، گوري چې يو مست اوښ تر سترگو کېږي. روح ته تلوسه پيدا شوه، چې په دې پراخه جغرافيه کې چې لمر په کې له مغربه راخېژي او په مشرق کې غوپه کېږي. اسمان ځمکې ته راځي او ځمکه اسمان ته پورته کېږي. ستوري له وېرې او ډېرې ترهې پړکا نه کوي، سپوږمۍ هم لکه شرمندوکې پيغله پټ پټوني کوي او د وريځو پلو مخې ته نيسي؛ نو حيران شو زما روح ،چې دا اوښ څه کا؟ 

ورو ورو مې گامونه واخيستل، لاندې هوارې ته راکوز شوم؛ خو يو څه وخت يې واخيست. د غره له لوړې څوکې نه هوارې ته مزل مې ۱۲ کاله ونيول، خو چې کله هوارې ته راکوز شوم، د لمر سترگه له اسمانه راکوزه شوې وه او په هواره رغړېده. کتل مې چې اوښ رانږدې شو خو دا وار يې کوپان لږ هوار برېښېده، ترې ومي پوښتل چې دا ولي؟ څنگه دې کوپان نشته؟ هغه راته کړه:

کوپان مې لږ اره کړه دا ځکه چې بادار مي راته ويلي وو چې کله چې د خره په نقش کې کار کوي نو بيا اړتيا نشته چې کوپان ولري، نو ما هم کله چې بغداد کې د يزيديانو زيارت ته ولاړم د زړه له اخلاصه مې دوعا وکړه او چې کورته راتللم نو بيا کوپان نه و، نو اوس زه په ارامۍ سره کولي شم چې د خره په نقش کې هم کله ناکله ظاهر شم.

اوښ مې مخې ته ودريد، خوله يې له زوزانو ډکه وه. سپين ځگونه يې هم له خولې وتل، بادېدل او پورته کېدل. د هغه د خولې ځگونو به د دښتي له پاسه د وريځو ځاى نيوه. 

اوښ ښه رانږدي شو. ډېر په ناز او نزاکت راروان وو، اخوا او دې خوا اوښت. کوږ ووږ روان وو، ارواح مې غوښتل چې ویې پوښتي چې دلته څنگه راغلې؛ دلته خو برزخ دى؟ 

دلته خو پوره او نيمه گناهکاران راځي، بيا انتظار باسي چې کله يې وخت پوره شي نو بيا يا دوزخ ته بېرته ستانه شي يا ايمان تېر کړي.

خو اوښ لکه د پنج پير مولوي صيب چې د ډېرې حلوا د خوراک په وجه يې اوږود ارگمی وکړ، نو راته په وينا شو وايي:

زه هسې دې خوا راچکر شوم، مالک مې پر ما غاښونه وچيچل چې ولې سوړ سوړ تاوېږي. ما خپل وار (پيټې) راووړ، خپل بار مې هلته وړاندې کښته کړ، نو ځکه اوس په دې دښته کې گرځم چې هم قدم ووهم او هم شنه ځوځان پيدا کړم. 

روح مي بيا په تلوسه شو، حيران ودردېد، د هغه څېرې ته يې کتل، اوږود مخ او په ځوځانو شخوند ته يې کتل چې کله به يې سر هواري ته کښته کړ او بيا به يې اوږده غړۍ پورته ونيوله، سترگې به يې پورته ونيولې، بيا ترې پوښتي:

نو ستا دنده دا ده چې دلته بارونه راوړې، د څه شي بارونه؟ 

هغه بيا واښکي کږوي، لنډي او بوڅ غوږونه خوځوي، ځوځان يې له خولې تويېږي، ځان په ناگارو کې اچوي، وايي ته خو زما له دندې خبر يې چې زه څه کوم ولې ځان په ناخبرو کې اچوې؟ 

روح بيا ټينگار کوي: ستا ټول گناهونه دې زما شي که به ستا له کارونو خبر يم لږ راښه شه. راته ووايه نو خوشاله به شم.

اوښ يو وار بيا خپله اوږده غاړه پورته کړي، خپلې شونډې کښته پورته کړي، غاښونه يې چې په واښو او ځوځانو شنه دي او بړېږي بيا په خبرو راځي:

زما له ازله دا دنده ده. گوره چې دا څلور سوه زره کلونه کېږي، چې زه د يو هېواد ارواح برزخ ته رالېږدوم، هلته يې بارونه تړم. جسمونه يې هلته په خاورو کې پاتې کېږي چې ارواح وې ډېرې راټولې شي؛ نو بيا مې بار راواخلم او دې لور ته يې راوړم. زما دا څلور سوه زره کلونه کېږي چې د يو ملت په قتل او د روح په اخيستلو بوخت يم. 

ما ته امر شوى دى چې دې ناشکره (!) ولس ته سزا ورکړم، يو ولس ته عذاب واستوم او له هغه ځايه د هغو د مليونونو ارواحو نه بار وتړم او دې خوا ته يې راوړم. دا ارواحگانې د جنت جوگه نه دي، د دوزخ د ساتلو هم نه دي چې د اوسېدو جغرافيه مې ورته په دوزخ بدله کړې ده. څلور سوه زره کلونه کېزي چې په دوزخ بدله ده، دوی په ځان نه پوهېږي خبر هم نه دي. دوی له عذابه سره اوس روږدي دي. عذاب د دوى روزمره اوعادت دى.

اوښ يو وار بيا خوله هوارې دښتې ته ورښکته کړه، هلته د غنو يا ځوځانو بوټي په خوله کې رانيسي، مخ ښې خوا ته او کله يې هم کيڼې خوا ته واړوي، خپله لنډه لکۍ هم وخوځوي او بيا هم خپل داستان ته دوام ورکوي، وايي:

دا خلک په هېڅ نه پوهېږي، په هسې خوشې وچ فېشن کې بوخت دي، په واده، په جنازو، په جوماتونو، په وستلونو، په کورونو او کليو لنډه دا چي په هر ځاى کې چې به راټول شول، د باروتو په اور کې به مې وسوځول؛ خو دوی پوه نه شول او سرونه يې هم خلاص نه شول، دا ځکه چې د دوى سترگې د محشر د ورځي د گنهگارانو په څېر تل د اسمان په لور وې، لاندې نه گوري، اخير ونه شوه. د سپو گلې ته مې امر وکړ چى د دوى په مړو ميتيازې وکړي، هغوى لاړل ښې ډېري ميتيازې يې د هغو په مړو او جسدونو وکړې. دا کار هم وشو خو باور وکړه چې سر يې پرې خلاص نه شو. دا ځکه چې د دوی په سرونو کې غوښه راشنه شوې ده او ماغزه هډو نشته. 

اوښ له لږې دمې نه وروسته او له لږ شخوند نه پس بيا خبرو ته دوام ورکړ:

 زما روح هم ورته ښه غوږ نيولی وو، ویې ويل: اخير مې بله لاره ونيوله او هغه دا چي ومې پتېيله چې دوي دا د کبلو بوټو په شان دي چې ځيلۍ يې اوږدېږي او په هېڅ شان نه ورکېږي، ځان مې دوکاندار کړ، د اوښ څرمن مې يعنې خپله څرمن مې لېري کړه، اوږدې تسبيح مې پيدا کړې، د دوکان په دخل کې کښېناستم، اوږده اوراد مې پيل کړل. د اوښ څرمن مې په سپينو کاليو بدله کړې وه. اعلان مې وکړ او د دوکان په سر مې هم لوحه جوړه کړه چې «د جغرافيه او تاريخ د پلورلو هټۍ».

خلک او مشتريان د لوحې په لوستلو راټول شول، ټولو لوحې ته پام کړ. د هر يو شونډې رپېدلې. هېڅ چا زړه نه ښه کاوه، جغرافيه يې خوښېده خو چې کله به يې تاريخ ته پام کړ، نو وبه بوگنېدل. ليرې به شول، اخير يو مشتري پيدا شو، تور لينگي يې نيولي وو، خوله يې له پان نه ډکه وه. ځان ته يې څو نومونه ورکړي ول، خانداني دعوه يې کوله خو زه اړ وم چې ډي ان اې يې وگورم، په پايله کې مالومه شوه، چې مور يې د هندوستان يو رنډي وه، يوه انگريز پرې د سهار له خوا ختلي وو او دی ترې پيدا شوی وو خو ده ځانته ډېر کلک بسولمان وایه، حال دا چې دی له ما هم ښه دوکاندار وو. دا ځکه چې حرامي و، حراميان په هر کار کې ډېر قابليت لري، ما ته نه گورې، يو مثال يې زه يم. هغه ډېرې شش کليمې هم زده وې، د اوداسه لپاره يې لوټه هم گرځوله خو د سورين سور يې ښه زيات وو. هغه چمتو شو چې دا جغرافيه واخلي. د جغرافيې واکمنان مې ناخبره واچول، ځينې که پوهېدل هغه هم د دې رنډۍ له زوې سره د پان او کبابو په دوکان کې مزدوري کړې وه، لا پرې خوشاله ول. سودا مې پخه کړه چې نن دی که سبا دی، دا مال د زرغون شاه دی.

خو څه به دې سر خوږوم، ونه شوه، يوه بل شيطان  چې  د دونيا علوم ورسره وو اودسړي عليه سلام دزيږيدو په مهال يې اوم اسمان کې مقربو ته درس ورکاوه زما نسل و نسب ورته له ما ښه مالوم و، زما پلان يې په اخير کې شنډ کړ. نو دا دی د نورو ارواحو يو لوی بار او پېټې مې راورسولو. هلته مې خطا کړ، هغوی خپرې ورې شوې او ما خپله د اوښ څرمن بيرته واغوسته، نو دا دی تاسې مخې ته راغلئ، خو زما خبرې نورو ارواحو ته مه کوئ، «راز مردها را نگهداريد.ء

مارچ ۷، ۲۰۲۱

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب