Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت د المار ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل

د ملي دفاع وزارت د المار ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۱) د فاریاب د ولايتي شورا رئیس طاهر رحماني رسنیو ته ویلي، طالبانو له سهاره په المار ولسوالۍ جګړه شروع کړې او غرمه مهال د ولسوالۍ پر مرکز وروختل.

نوموړي زیاته کړې چې هلته شاوخوا ۶۰ سرتېري کلابند وو چې نن سهار د قومي مشرانو په منځګړتوب له ولسوالۍ وتلي او دغه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

په ورته مهال د فاریاب والي نقیب الله فایق هم ویلي چې د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي په موخه افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی او یاده ولسوالۍ یې پرېښې ده.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان پر خپل ټویټر لیکلي چې د المار ولسوالۍ په هکله خپاره شوي راپورونه ناسم دي او په وینا یې چې افغان ځواکونو مقابل لوري ته درانه تلفات اړولي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې ځايي چارواکو ویلي وو چې د دغه ولایت پر المار ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره د دې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان یادې ډلې ته تسلیم شوی دی.

د ځايي چارواکو په وینا، د المار سرپرست امنیه قومندان محمد امین پتنګ له خپلې وسلې سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی.

نوموړی شاوخوا درې میاشتې وړاندې د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست په توګه ګومارل شوی و.

د المار ولسوالۍ د فاریاب د مرکز په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د دغه ولایت یو له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...