زاهد الله (محمدي)
سوېلي آسیا پوهنتون، د اقتصاد په برخه کې د دوکتورا محصل
په پخوانيو پيړیو کې د شیانو د پېر او پلور لپاره د سرو او سپین زرو د سکو څخه استفاده کیده، عموما به دغه سکې د یوخاص امپراتور له خوا چاپ کیدلی یعني کوم امپراتور به چي واک درلوده نو په خپله امپراتورۍ کې به يې ځانګړي سکې چي د امپراتور نوم، ځانګړی نښان یا عکس چاپ شوی وو د شیانو د اخیستلو او یا د کار په مقابل کې د مزد په حیث استفاده کیدله، د دي ترڅنګ د د بارټر (Barter) سیستم څخه هم ګټه اخستل کیده یعني د پیسو پرځای توکې او خدمات یو دبل سره تبادله کيده د بارټر سیستم اوس هم په وروسته پاتي هیوادونو او په کلیوالې سیمو کې شتون لري، په بارټر سیستم کې د اجناسو د حقیقی قیمت پرتله کول سخت وو بله دا چي د داسی خلکو پیداکول چي یو د بل اجناسو ته اړتیا ولري ستونزمن وو.په ۲۰۱۹ کال د اسلامي هیوادونو په یوه غونډه کې د ماليزیا لومړي وزیر محمد مهاتر وویل ددي لپاره چي اسلامي هیوادونه د امریکا متحده آیالاتو د اقتصادي بندیزونو تر اغيز لاندي رانشي باید یو بل سره د بارټر سیستم له لاري سوداګري وکړي.
د سرو زرو معیار یا The Gold Standard
ددغه سیستم له لارې د یو هیواد د پولي واحد ارزښت د سرو زرو له لاري معلوميده ، یعني یو هیواد به د سروزرو نرخ ټاکه او په هماغه ټاکلي نرخ به يې سره زر اخستل چي ددي لاري به د هماغه هیواد د پیسو ارزښت معلومیده ، مثلا که افغانستان د یو ګرام سره زرو بیه ۴۰ افغانۍ وټاکې نو د افغانيو ارزښت به د یو ګرام سره زرو ۱/۴۰ مه برخه وي یعنی که د همدغه یو ګرام سره زرو قیمت یو امریکایې ډالر وو، نو یو ډالر مساوي د ۴۰ افغانيو سره کیدلي، دغه سیستم اوس له منځه تللی دی.
د دویمي نړیوالي جګړي څخه وروسته د هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکو تغیر ومونده، او نړیوالې اړیکې په داسي ډول ترتیب شوي چي دغه ډول غمیزې د بیا رامنځ ته کیدلو مخنیوی وکړای شي ، د نړیوالي جګړي څخه د مخه سرمایه دارانه نظامونو د ۱۹۳۰ م کلونو د لوي اقتصادي بحران څخه سخته ضربه لیدلي وه د Bretton wood agreement په اساس نړیوال بانک ، ملګري ملتونه او د روپو نړیوال صندوق رامنځ ته شو، په پیل کې د نړیوال بانک د رامنځ ته کیدلو هدف داو چي جګړه ځپلو هیوادونو سره په بیارغوونه کې مرسته وکړي او د روپو نړیوال صندوق یا IMF څخه هدف داو چي د اقتصادي بحرانونو د رامنځ کیدلو مخنیوی وکړي. په ۱۹۴۴ میلادي کال د Bretton Wood Monetary Conference کې امریکا متحده آیالاتو د نړۍ هیوادونه وهڅول ترڅو د سروزرو پرځاي د امریکايې ډالرو پواسطه د خپلو هیوادونو اسعارو ساتنه وکړي، په هغه وخت امریکا پریکړه وکړه چي یو اونس سره زر به په ۳۵ امریکايې ډالرو وپېري او ددې ترڅنګ امریکا د نړۍ ۸۰ ٪ سره زر درلودل ، دغه سره زر امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې په خپلو متحدینو باندي د وسلې د پلور په مقابل کې ترلاسه کړي وو نو د نړۍ هیوادونو ورسره موافقه وکړه . په ۱۹۷۱ ميلادي کال د امریکا جمهور ريچارد نکسن د سروزرو پوري تړلی سیستم لغوه او پر ځای یی د تبادلې ازاد سیستم اعلان کړ.
د بهرنيو اسعارو دتبادلې مارکيټ
باید په یاد ولرو چي پیسي په خپل ذات کې کوم ارزښت یا INTRINSIC VALUE نلري بلکه د روپو ارزښت د روپو په استعمال پوري اړه لري یعني په دي معنی چي څومره د روپو استعمال او تقاضا زیاته وي هغومره د هغه کرنسي ارزښت او قیمت لوړ وي ، د روپو تقاضا د اسعارو د مارکيټ څخه معلومیږي، دا عبارت د هغه مارکيټ څخه دی چیري چي د مختلفو هیوادونو پولې واحدونه تبادله کیږي،دا تبادله د مختلفو عواملو له امله کیږي مثلا سوداګرۍ لپاره، که بهرنی سوداګر وغواړي په افغانستان کې توليد شوي توکې وپلوري او افغان سوداګران یواځي افغانۍ په بدل کې اخلي نو بهرني سوداګر مجبور دي د خپل هیواد پولي واحدونه افغانيو ته تبدیل او بیا افغاني توکې وپلوري، او یا که بهرنيان وغواړي افغانستان ته راشي نو مجبور دي دلته لومړی افغانۍ واخلي، بعضي وخت خلک د نورو هیوادونو روپۍ د خطر څخه د بچ کیدلو لپاره هم اخلي او په ځانګړي ډول ډالر زیات اخستل کیږي یعني د خپل هیواد پولې واحد په ډالر بدلوي او د ځان سره يې ساتي ځکه ډالر نسبت نورو پولي واحدونو ته زیات ثابت قیمت لري، او کله سره زر هم اخستل کیږي. په کوم نرخ چي ډالر په افغانیو بدلیږي هغې ته د تبادلي نرخ وایې، مثلا که یو ډالر ۷۵ افغانۍ کیږي، نو ۷۵ د تبادلي نرخ دی . پوښتنه داده چي ولي د بعضي هیوادونو د پیسو نرخ لوړ او بعضو نورو ټيټ دی ، ددي مختلف عوامل دي ، کله یو هیواد په قصدي ډول غواړي د خپلو روپو ارزښت ټيټ وساتي، چین هیواد پدي باندي تورنیږي چي دغه عمل ترسره کوي دیته په اقتصادي اصطلاح کې Devaluation وایې د دې طریقه داده چي هیواد خپله کرنسي بازار ته وړاندي کوي او په مقابل کې يې ډالر اخلي ، دا کار له دي امله کوي چي غواړي خپل توکې په نورو هیوادونو په ارزانه بیه وپلوري . بعضي وخت هیوادونه او په ځانګړي ډول د یو هیواد مرکزي بانک چي د روپو د چاپ کولو واک او اختیار لري د خپلي کرنسي لپاره نرخ د ازاد بازار پواسطه د اسعارو په مارکيټ کې د تقاضا او عرضي له لاري معلوموي ، همدي امله د افغانیو په نرخ کې زیاتوالی او کموالی راځي ددي لامل دادی چي د افغانیو د تبادلي نرخ په ازاد بازار کې ټاکل کیږي د افغانۍ قیمت ځکه غورزیږي چي دهیواد امنیتي وضعه خرابه ده او خلک نه غواړي افغانۍ وساتي یا سرمایه ګزاري وکړي ، د امنیت د خرابیدو په وخت کې خلک باوري کرنسي رانیسي لکه ډالر او یا هم سره زر، چي دواړه یا ساتل کیږي او یا بهر وړل کیږي ، کله چي ډالر د افغانیو په مقابل کې اخستل کیږي نو د افغانیو تقاضا کمیږي خو د ډالرو تقاضا زیاتیږي نو ځکه د افغانیو قیمت غورزیږي، نور علتونه یې په افغانیو نه راکړه ورکړه، دا ددې لامل کیږي چی افغانۍ نه استعمالیږي او قیمت یې غورزیږي د افغانیو د قوت لپاره باید افغانستان په یو داسی هیواد بدل شي چي د تادیاتو بیلانس یې مثبت وي یعنی د وارداتو څخه يې صادرات زیات وي، بل امکان دادی که سوله راشي نو بیرته افغانۍ خپل ارزښت ترلاسه کولی شي ځکه دلته بیا سرمایه ګزاري زیاتیږي، په افغانیو باور زیاتیږي او ورسره بهرني سیلانیان ډالر راوړي چي دلته يې په افغانیو تبادله کوي.
په لنډ ډول لاندي مهم عوامل د پیسو د ارزښت د زیاتوالی او کموالی سبب ګرځي:
- د پیسو عرضه او تقاضا
- د هیواد سیاسی او او اقتصادي حالات
- د راتلوونکې په اړه باندي د خلکو اټکل
- د لویو سوداګرو له خوا د پیسو اخستل او احتکار کول
دا چي نړیوال تجارت په ډالرو ترسره کیږي او په ځانګړي ډول د تیلو خرڅلاو. دې ډول تجارت اسیايې هیوادونه د زیان سره مخامخ کړي خصوصا هغه هیوادونه چي د تیلو لګښت یې زیات دی په نړۍ کې د پنځه هیوادونو څخه چي د تیلو زیات لګښت لري څلور يې په اسیا کې دي چي عبارت دي له چين، هند، جاپان او سویلې کوریا، امریکا چي مخکې د تیلو خالص پیریدونکی هیواد وو اوس په خالص پلورونکی هیواد بدل شوی دی. په ډالرو سوداګري امریکا ته هم ددي ځواک ورکړی ترڅو په نورو هیوادونو اقتصادي بنديزونه ولګوي، ددي ترڅنګ د امریکا حکومت او خلک په اسانۍ سره کولای شي پور ترلاسه کړي.
ولي مرکزي بانکونه خپلي پیسې په زیاته پیمانه نه چاپ کوي ؟
کله چي د یو هیواد په داخل کې یوه کرنسي د پلور او پېر لپاره کارول کیږي او د یو هیواد مرکزي بانک کولی شی پیسي چاپ او بازار ته وړاندي کړي نو ولي دا کار نه کوي تر څو وکولای شي خپل دولتي پورونه ورکړي او عامو خلکو سره زیاتې پیسي پیداشي ؟ ددي پوښتني ځواب دادی چي دا کار به د ددې هیواد د پیسو ارزښت کم کړي او انفلاسیون یا د پیسو پړسوب به رامنځ ته شي ، کله چي شیان اوخدمات د پیسو په پرتله کم وي د زیاتو پیسو د شتون له امله د خلکو غوښتنې ډیریږي نو ورسره د شیانو په نرخونو کې زیاتوالی راځي چي په نتیجه کې پیسي په تدریجي ډول خپل ارزښت دلاسه ورکوي. زیمبابوي هیواد کې د پیسو د زیات چاپ کیدلو له امله ددغه هیواد کرنسي ارزښت د لاسه ورکړ او د انفلاسیون کچه پکې آن ۸۰ میلیارده سلنه لوړه شوه ، اوس په دغه هیواد کې امریکايي ډالر کارول کیږي. دېته ورته پېښې په یوګوسلاویا، هنګري او وینزويلا کې هم ترسره شوي دي.
ولي ډالر د نړۍ غښتلې کرنسي ده ؟
د ډالرو د چاپ او عرضه کولو اختیار د امریکا د مرکزي بانک Federal Reserve سره دی .دغه بانک وخت او حالاتو ته په کتلو سره ډالر عرضه کوي . د سوداګرۍ ترڅنګ ډالر د اکثره هیوادونو لپاره Reserve Currency ده یعنی مرکزي بانکونه ډالر د ځان سره ساتې ترڅو د خپلو پیسو د تبادلي نرخ پري ثابت وساتي. ډالر له دي امله زیاته غښتلي کرنسي ده چي د امریکا اقتصاد دنړۍ غښتلی او ځواکمن اقتصاد دی ، بله دا ده چي خلک هم په ډالر زیات باور لري، عموما د اقتصادي کړکيچونو پر مهال خلک غواړي خپله سرمایه په خوندي مواردوsafe haven کې بنده کړي نو ځکه د ډالر او سرورزو قیمت د بحران پر وخت لوړیږي.
د افغانیو تاریخ او د تبادلې نرخ
افغانۍ په رسمي ډول د غازي امان الله خان د حکومت په وخت چاپ شوي، د ظاهر شاه د حکومت په وخت نور بانک نوټونه چاپ شول، هر نظام نوي بانک نوټونه وړاندي کړي، د روس د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال افغانیو خپل ارزښت په ښورا ډول د لاسه ورکړ، په ۱۹۷۳ کال د تبادلي نرخ ۶۷ وو خو د جګړو په وخت د ۷۰۰۰۰-۸۰۰۰۰ پوري لوړ شو. په ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي اوسني بانک نوټونه چي جرمني کې چاپ شوي وو اعلان کړل هغه وخت د تبادلي نرخ ۴۹ افغانۍ وو ، ددې ترڅنګ ۱۰۰۰ پخوانۍ افغانۍ د یوې افغانۍ سره معادل وټاکل شوي، ۲۷ ميلیارده افغانۍ چاپ شوي ترڅو ۱۵ ټریلیون پخوانۍ کرنسي پرځای کار وکړي، دوه ماشتي وخت خلکو ته ورکړل شوی وو ترڅو پخوانۍ افغانۍ په نوي باندي تبدیلي کړي ، نوي افغانۍ په تدریجي ډول بازار ته عرضه شوي، خو د وخت په تیریدلو او حالاتو ته په کتلو سره اوس مهال د ۷۷ په شاوخوا کې د تبادلي نرخ دی ، دغه نرخ په ازاد بازار کې ټاکل کیږي.
ډيره مفيده ليکنه ده مننه محمدي رور