جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهسرحدي ځواکونو پر ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښه د پاکستاني ملېشو جوړ شوي تاسیسات...

سرحدي ځواکونو پر ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښه د پاکستاني ملېشو جوړ شوي تاسیسات وېجاړ کړل

تاند (پنجشبه د حوت ۲۱) سرحدي ځواکونو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښه د پاکستاني ملېشو جوړ شوي تاسیسات وېجاړ کړل.

تر دې مخکې پاکستاني ملېشو په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم د غزولو په موخه نوي تاسیسات جوړ کړي وو او پر دغه کرښه یې د خپلو ملېشو شمېر زیات کړی، چې یاد تاسیسات یې سرحدي ځواکونو وېجاړ کړي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونه د تېرو دوو اوونیو راهیسې د لقمان او اشېزو کلیو ته نژدې ټانګونه او وسلې ځای پر ځای کړي او په سیمه کې لاهم د اغزن تار غځولو کوښښ کوي.

سرچینې وايي، افغان سرحدي ځواکونه له نن سهار راهیسې د تیارسۍ په حال کې دي او پاکستاني ځواکونه د تخریب شویو تاسیساتو بیا جوړولو ته نه پرېږدي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کندهار لوړپوړو امنیتي مسؤلینو هم سرحدي ځواکونو ته امر کړی، چي د کار د بیا پیل پر مهال د جګړې حق لري.

د معلوماتو پر اساس افغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځیانو ته ګوته څنډلې ده چې که يې تار ته لاس ور ووړ، ژوندي يې نه پرېږدي.

ویل کېږي نن په سيمه کې پاکستانيانو هڅه کړې چې کشاله د خبرو له لارې حل کړي، خو په همدې ليدنه کې هم د طيب په نامه د افغان سرحدي ځواک يوه قوماندان يو پاکستاني جنرال سره فزیکي شخړه کړې او ورڅخه راولاړ شوی دی.

3 COMMENTS

  1. د دوهېوادونو ترمنځ پولې او سرحدې نقطې ، پوځي تاسیسات او نور هر ډول فعالیتونه د دواړو هېوادونو په خوښه اورضایت سره جوړیږي . کله چې د دواړو غاړو رسمي هیئتونه منطقه سروي کړي ، تر توافق وروسته هلته لومړی سرحدې نقطي په نښه کیږي او بیا هر لوری حق لري خپل امنیتي تدابیر ونیسي ، اغزي لرونکي سیمونه ، سرکونه ، ګمرکي او سرحدي پوستې جوړې کړي .
    د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي پوله زمونږ د دولت او ولس له خوا په رسمیت نده پېژندل شوې . د سیمې دواړه غاړې ولسونه د یو بل دریم استعماري قدرت پواسطه د یوې فرضي کرښې چې یوازې د کاغذ پرمخ راغلي ، سره بېل شویدي . بنا افغان دولت او پښتون ولس ته د پاکستان له خوا پوځي تاسیسات د منلو ندي.
    پاکستان وارخطا دی که د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ سوله وشي ، یو قوي ، مدرن او متحد افغانستان حتما جوړیږي . بنا دوی مخکې له سولې هڅې کوي چې زمونږ خاوره په نظامي اقداماتو سره غصب او افغانان سره ووېشي .

  2. سلامونه،
    ژوندې دې وي افغان سرحدي اتلان او افغان ملي قوتونه،
    دا کار باید له هماهاغه ابتداء څخه چې تورلینګیو پنجابیانو او ګوډاګیانو ملیشو ېې د افغان یک وجب! خاوره، غر ،ځنګل ا.د.ن. لاندې کړي ول ، سوی وای؛ افسوس څې په دې مینځ کښې په لسهآوو زره پښتانه افغان ځوانان په هېڅ ! ووژل شول چې بې-غیرته او خرڅ سوي پوچمغزو سیاستچیانو او خودکش ې بیګانه پرستانو د کلدارو مردارو او شرق و غرب و شمال و جنوب مزدورانو یا خولې پټې او کونې وویستلې!! او یا ېې ملي خیانتونه کړي . لاکن ، همدا افغان ځوانان لکه سید قاسم ، ډګروال نجیب الله ، او همدا د سپین بولدک توریالیانو په شان نوې ایپي فقیران ، ملا پوونده ګان ، خان شهیدان ، ارمان لوڼیان ، عارف وزير افغان او په کروړونو پښتنو د ژغورنې غورځنګ خېل او قام به خپل آزاد وطن جوړوي او د تورلینګیانو کرغېړنې پښې به په اغځن تار تړي او د طالیپانو خندقونو ته به ېې د هغوی ځينو کړیو سره ورغورځوي . و من الله التوفیق.

  3. د پاکستان ملېشه کې د جنرالي رتبه نشته تر ټولو لوړه رتبه یې مېجر او کرنل ده کوم چې پولو کې نشته وي او د ټولې ملېشې یو مشر وي او هغه د پوځ برېګیډیر وي کوم، له برېګیډیر وروسته جنرال کیږي خو چې که چېرې له تقاوت مخکې جنرال شي په بل کوم پوست پوځ کې کار کوي او نور د ملېشې مشري نه کوي. پاکستانۍ ملېشه کې په پولو کې ډېری وخت صوبه دار رتبه لرونکی کوم چې افغانستان کې له ضابط سره برابره رتبه ده موجود وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب