شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د کالم لیکنې اصول | ژباړن: فضل الحق نوری وردګ

د کالم لیکنې اصول | ژباړن: فضل الحق نوری وردګ

د کالم لیکنې اصول – ژباړن: فضل الحق نوری وردګد کالم لیکنې اصول: لاندې هغه مراحل تشریح کوو چې یو کالم لیکونکی ورسره مخ کیږي, ګوندي دا مراحل د ښه کالم په لیکلو کې ورسره مرسته وکړي.  

۱- د موضوع ټاکنه: د موضوع ټاکنه اګر چې آسانه کار دی, خو په کالم لیکلو کې زیاته سخته ده. د موضوع د ټاکنې لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي.

الف- ډير کالم لیکونکي خپله موضوع له خبرونو څخه ټاکي, کالم لیکونکی هغه خبر د خپل کالم موضوع ټاکلی شي, چې په هغه کې د لیکلو تحرک پيدا کړي, دا مهمه نه ده, چې خبر لوی دی که کوچنی.

ب- ځينې نور بیا د خپل کالم لپاره د خيل ورځيني ژوند څخه د موضوع ټاکي.

۲- د موادو راټولول: کله چې د یوه کالم لیکوال موضوع انتخاب کړه, اوس نو دې اړتیا لري, چې د خپلې موضوع په هکله معلومات راټول کړي. لیکوال مجبور دی, چې د خپلې موضوع په هکله مواد را ټول او د موضوع په هکله مطالعه وکړي. د کالم لیکنې ځينې سرچینې عبارت دي له:

الفورځينۍ مشاهدې: موږ په ورځيني ژوند کې له ډيرو داسې موضوعاتو سره مخ کیږو, چې کالم پرې ولیکو. هغه کالم لیکوال چې د ورځيني ژوند مسایل خپله موضوع ګرځوي, هغوی باید د کالم د موادو له پاره خپل ځانګړی تخلیقي استعداد په کار واچوي او داسې خبرو ته اشاره وکړي, چې عام خلک ورته متوجه نه وي.

ب- تحربه: که چېرې یو کالم لیکوال د ډيرې تجربې خاوند وي او هغه د ژوند د ډيرو سړو او تودو مشاهده کړې وي, نو هغه کولای شي, چې د خپل تیر ژوند تجربې د یوې نوې پيښې سره تړاو د کالم په بڼه ولیکي.

ج- د کالم لیکوال لپاره مطالعه لازمي ده, مطالعه د انسان ذهني پراختیا لوړ وي. ځينې کالم لیکونکي له خپلې پراخې مطالعې څخه ګټه پورته کوي. له خپلې مطالعې څخه د کالم لپاره موضوع انتخابوي.

د- مرکې: ځينې کالم لیکونکي د خپل کالم مواد له مرکو څخه ترلاسه کوي. د کالم لیکنې دغه تخنیک عموماً د سیاسي او ادبي شخصیتونو سره پر ځينو مسایلو مرکې کوي, نو په دې مرکو کې دا خبرې هم رامنځ ته کیږي, چې عام لوستونکي یې له لیکلو سره دلچسپي لري. مرکې ځينې وختونه په کالم لیکلو کې د نوي کالم د لیکلو تحریک پيدا کړي.

۳- کالم لیکنه: د موضوع تر انتخاب او موادو د راټولولو وروسته د کالم لیکنې نوبت راځي. که کالم لیکونکی دغه پړاو په بریالیتوب سره طی کړي, سټيفن لي کاک د کالم په اړه ویلي: ” لیکنه د فکر کولو معنا لري. یا په بله وینا فکر کول په دې باره کې تر هر څه زیات ارزښت لري. ټول خلک فکر کوي, یا په بله وینا دوی داسې خیال کوي, چې دوی فکر کوي, خو ډير لږ خلک دا ویلای شي, چې دوی څه فکر کوي. البته دغه کسان بیا هم دې ته اړتیا, چې پر خپله ژبه دومره برلاسی وي, چې د اړتیا سره سم خپل افکار تر نورو پورې ورسوي…”. اوس له موږ سره دا پوښتنه پيدا کیږي, چې څنګه کولای شو, چې زموږ د کالم ژبه له پورتني ارزښت نه برخمن شي, موږ په دې اړه لاندې ټکي یادوو.

الفسبک: ښه کالم لیکونکی هغه دی, چې ځانته د کالم لیکلو یو ځانګړی سبک ولري, رابرټ ویرن او کلینت بروک د کالم د سبک په اړه داسې وایي: ” د کالم په سبک کې د الفاظو کارونه تر ټولو ډير ارزښت لري. که یو لیکوال د الفاظو په ټاکنه کې تیروتنه وکړي, نو د هغه دې لیکنې ښکلا له منځه ځي او هغه خبره چې د ده په زړه کې ده, تر لوستونکي نه شي رسولای”. 

بظرافت: ظرافت د طنزيه کالم یوه ډيره مهمه برخه ده, ظرافت ته د لیکوال د توري په سترګه کتل کیږي. شورش کاشمیري په دې اړه داسې ویلي دي: “ظرافت سپکاوي او ریشخند وهلو ته نه وایي. ظرافت داسې یو څه دی, چې له هغه څخه باید هغه شخص یا ډله هم ورڅخه خوند واخلي, چې ستاسې تر نظر لاندې دی.” ظرافت په کالم لیکلو کې ډير ستونزمن کار دی.

جلنډون: په کالم کې لنډون ډير مهم دی, ځکه چې کالم لیکوال باید خپله موضوع په ۱۰۰۰ الفاظو کې تشریح کړي, په همدې خاطر که چېرته کالم تر دې اوږد شي نو څانته بیا د مقالې چوکاټ اختیاروي.

دنادر والی: کالم باید ندرت ولري. دا ښېګڼه کالم له نورو کالمونو څخه ځانګړی کوي او په مقبولیت کې یې مهم رول لوبوي. دا مهمه نه ده, چې لیکوال د دې کالم لپاره عجایبات خپله موضوع کړي, په کالم کې باید داسې خبر راړو, چې د لوستونکي لپاره نادره وي.

هاملأ ته پاملرنه: املأ په لیکنه کې زیاته مهمه ده, خو په کالم کې بیا بیخي زیاته مهمه ده, ځکه چې د املأ غلطي د کالم موضوع بلې خوا ته بیایي.

لرواني: د کالم لیکنه او ژبه باید روانه وي. دغه کار ځکه مهم دی, چې یو خو لږ لوستي کسان هم کالم لولي او بل که چېرته کالم لیکونکی سخت لغتونه کار کړي, نو د لوستونکو سر کېدای شي په خلاص نه شي.

۴- د کالم لیکنې وروستی پړاو: ځينې کالم لیکونکي په دې ګمان دي, چې ګواکي د دوی کار نور پای ته رسېدلی, خو دا خبره غلته ده. دوی باید خپل کالم کم تر کمه یو ځل باید وګوري, که چېرته یو کالم لیکونکی لاندې ټکو ته پام وکړي, کېدای شي, ښه نتیجه لاس ته راوړي.

الف- د کلماتو اضافه کول او لرې کول: که چېرته لیکوال دې ته متوجه شي, چې زما په کالم کې کوم لغت زیات دی او که کوم لغت پاتې دی, باید ویې ګوري او اصلاح یې کړي.

ب- د ایډيټر په توګه کالم تر نظر تېرول.

ج- د لوستونکي په توګه کالم تر نظر تېرول.

د- په دوهم کس باندې کالم تر نظر تېرول.

د کالم ډولونه: د کالم په موضوعي ډولونو نه غږیږو, له هغه تېریږو او د هغه په شکلي ډولونو بحث کوو.

۱- ډول ډول کالم: دا هغه ډول کالم دی, چې د موضوع پکې هیڅ محدودیت نشته, کولای شو چې هر ډول موضوع پکې تشرېح کړو, چې هر ډول موضوع په مخه ورشي, کولای شي, چې نظر پرې ورکړي. 

۲- شخصي کالم: په دې ډول کالم کې لیکوال په یوه یا څو موضوعاتو خپل نظر څرګندوي, خو په لیکنه کې د هغه انفرادي عنصر غالب وي. په دې ډول کالم کې لیکوال کوښښ کوي, چې په یوه موضوع باندې خپل دلیلونه وړاندې کړي. والټر لپ مین لومړی کس وو, چې دا ډول کالم یې ولیکلو. دغه کالم د نیویارک د هیرالډ ټریبون ورځپاڼې د ۱۹۲۱ م کال د سپڼمبر د میاشتې د اتمې نېټې په ګڼه کې خپور شو. 

۳- طنزیه کالم: دا هغه ډول کالم دی, چې لیکوال په خپله لیکنه کې له طنزیه لغتونو څخه کار اخلي او لوستونکی خندا ته هڅوي. د کوچنیو ورځپاڼو او اونیزو لپاره طنزیه کالم ډير ښه دی, ځکه چې د دې کالم په واسطه لوستونکي ته د خندا زمینه برابریږي. په جدي موضوعاتو هم دا ډول کالم لیکل کېدای شي.

۴- سنډيکېټ کالم: په امریکا او انګلستان کې په سلګونو داسې ایجنسۍ شته, چې د ورځپاڼو لپاره مواد برابروي. د دغو ایجنسیو له جملې څخه ځينې د رسنیو لپاره تصویرونه, لیکنې, خاکې, نقشې, او نور مواد آماده کوي, چې دې ډول ادارو ته سنډيکېټ ادارې ویل کیږي. ځينې کالم لیکونکي د یوې ځانګړې کړنلارې په بنسټ پر سنډيکېټ اداره خپل کالمونه پلوري او د هغوی له لارې بیا اړینو رسنیو ته ورکول کیږي. هغه کالم چې د یوه ځانګړي لیکوال نه وي او د آزادو لیکوالانو له خوا په مستقیم ډول ورځپاڼې ته نه وي لېږدول شوی, دغه ډول کالم ته سنډيکېټ کالم ویل کیږي.

د کالم لیکونکي څو ځانګړنې:

  1. باید باسواده وي.
  2. پراخه مطالعه باید ولري.
  3. پر ژبه باندې باید تسلط ولري.
  4. طنزیه حس باید ولري. 
  5. د تحلیق ځواک باید ولري.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب