شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېطالبان لا هم د نجونو د تعلیم پر وړاندې ستونزې جوړوي

طالبان لا هم د نجونو د تعلیم پر وړاندې ستونزې جوړوي

نویداحمد څرک

طالبان چې خپل پنځه کلن حکومت کې یې د نجونو ټول ښوونځي تړلي و او هیڅ ډول اجازه نه وه چې ښځې زده کړې وکړي، اوس یې یو ځل بیا تر فعالیت لاندې سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته خبرداری ورکړی دی.

طالبان که څه هم له تیرو کلونو جګړو وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې ته ویلي چې دوی د ښځو د حقونو او په ځانګړي ډول د زده کړو پلویان دي، خو د طالبانو سخت دریځي وسله وال بیا نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو سیاسي کسان چې د اکثریت کورونه په نورو هېوادونو کې دي، اولادونه یې ښه ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

د دوی لورګانې هم په مفشن لباس کې لوڅ سر پرته له ټیکري پوهنتون ته ځي، خو په افغانستان کې یې د شرعیت تر بیرغ لاندې د ښځو هر ډول فعالیت بند کړی او حتی د زده کړو اجازه نه ورکوي.

تاسو به د طالب مشرانو په ځانګړي ډول د عباس ستانکزي لورګانې لیدلي وي چې اماراتو کې پرمختللي پوهنتونونو کې زده کړې کوي او هر ډول ازادي لري، خو په افغانستان کې نجونې چې کلتوري ارزښتونه په پام کې نیسي او زده کړې کوي، اجازه نه ورکوي چې نجونې زده کړې وکړي.

تازه تخار ولایت ځینو سیمو کې طالب وسله والو نجونو ته خبرداری ورکړی چې له اووم ټولګې پورته ټولګیو ته دې نجونې د زده کړو لپاره نه ځي.

تر اووم ټولګي پورې یواځې نجونې کولی شي لیک او لوست زده کړي، اصلي زده کړې له اووم ټولګي پورته دي، خو طالبان اجازه نه ورکوی چې نجونې له اووم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي.

دا پریکړه په ښکاره د سیاسي او جنګي طالبانو ترمنځ لوی توپير ښکاره کوي چې سیاسي طالبان یې د نجونو ښوونځیو باندې هیڅ اعتراض نه لري، خو جنګی طالبان یې بیا په ښکاره د نجونو د زده کړو مخه نیسي.

طالبانو ته هم ښکاره ده چې د نجونو زده کړو باندې حتی اسلام کې هم بندیز نشته، خو دا کار د دې لپاره کوي چې نه غواړي افغان نجونې دې د زده کړو په ګاڼه سمبال شي او یو باسواده مور دې یو باسواده اولاد وروزي.

طالب د دې ټولنې لپاره ناسور جوړ شوی او تر څو چې دا ناسو وي دا ټولنې به له ډول ډول کړاوونو سره مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب