شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د کورونا ناروغۍ د واکسین په اړه معلومات

د کورونا ناروغۍ د واکسین په اړه معلومات

دوکتور وریښمین سباوون، ایم ډي، پی ایچ ډي

د کورونا وایرس ناروغی مرګونې او ډاروونکېی ده، ډیر خلک د معلوماتو د کمښت له کبله د کورونا له واکسین کولو څخه هم ویره لريی، زړه او نا زړه وي چېی ویی کړي او که نه؟ په دغه لیکنه کې مو د کورونا د واکسین (کویشیلډ) یا د کورونا د هغه واکسین په هکله معلومات راټول کړي چې د هندوستان د حکومت له خوا افغانستان ته ډالۍ شوي دي.

تر دې دمه د کورونا لپاره زیات واکسینونه د مختلفو ملکونو له خوا تر جوړیدا لاندی دي، ۶۰ ډوله واکسینونه یې د جوړونی په کلینکی مرحلو کې دی (په انسانانو یی ازموینی پیل شوی دی) او نور ۱۷۰ ډوله واکسینونه یی د جوړونی په ماقبل کلینکی او یا حیوانی مرحلو کی دی. ڼړیواله روغتیایی ټولنه له پوهنتونونو، کمپنیو، او د نړیوالی روغتیا له نورو ادارو سره کار کوی چی د واکسین جوړونی پروسه تسریع کړی. د کوواکس (COVAX)  په نوم یو اداره چی د نړی ۱۹۸ هیوادونه یی غړیتوب لری رامنځته شویده چی خوندی او موثز واکسینونه له تولید وروسته د نړی ټولو وګړو ته په عادلانه ډول ورسوی. تردی دمه د کورونا ناروغی د مخنیوی لپاره څلور ډوله واکسینونه د جوړونی په تاییدی مرحلو کی مخکی دی چی عبارت دی له:

  • Pfizer and BioNtech’s COVID-19 vaccine،
  • Modena،
  • AstraZeneca/Oxford’s COVID-19 vaccine ،
  • Gamaleya (Sputnik V).

چی مونږ په دی لیکنه کی یواځی په اکسفورډ-استرازینیکا په سین رڼا اچوو چی د هندوستان له خوا افغانستان ته ډالی شوی دی.

داکسفورد-استرازینیکا (AstraZeneca/Oxford’s COVID-19 vaccine ) واکسین د انګلستان د اکسفورد پوهنتون او استرازینیکا کمپنی له خوا جوړ شوی دی.د جوړیدو او ازمیښت مختلفی مرحلی یی طی کړی دی. د عاجل استعمال جواز یی تر لاسه کړی دی. د دغو واکسین د جوړیدو قرارداد له دوو کمپنیو سره شوی دی چی ایس کی بیو ساینس او سیروم انستیټوټ اف انډیآ نومیږی. دغه کمپنی ددی وړتیا لری چی نوموړی واکسین په پراخه کچه تولید کړی. هغه واکسین چی د هندوستان د سیروم انستیتوت  له خوا تولیدیږی د کوی شیلډ په نامه یادیږی، چی یو څه اندازه یی خوا افغانستان ته هم ډالی شوی دی. له نوموړی واکسین څخه اوس د نړی په ډیرو هیوادونو کی استفاده کیږی.

دغه واکسین له اډینو وایرسونو څخه جوړ شوی دی، کوم چی د خفیف زکام سبب کیږی. د اډینو وایرسونه یی د پرمختللی تکنالوجی په واسطه داسی متغیر کړی چی د انسان په حجراتو کی تکثر وه نه شی کړی ، خووکړی شی چی د کورونا وایرس په مقابل کی انتی بادی یا دفاعی توکی تولید کړی او د وایرس سره مبارزه د دفاعی سیستم په حافضه یی حجرو کی وساتی. نو له دی امله لوړ او جدی خطرونه انسانانو ته له تطبیق وروسته نه پیدا کوی. دغه واکسین په ۶۳،۱ فیصده خلکو کی د کرونا ناروغی مخنیوی کوی او په ډیره لوړه کچه (تر ۱۰۰ فیصده) په روغتونو کی د کورونا ناروغی له امله د بستر کیدو مخه نیسی. دغه واکسین د کورونا وایرس په لمړنی قسم او هم په برتانیه کی د رامنځته شوی نوی متغیر کورونا وایرس دواړو موثر دی، ځنی څیړنی ښیی چی د جنوبی افریقا کی د رامنځته شوی متغیر کورونا وایروس یی اغیزه کمزوری ده. 

ددغه واکسین ساتنه له ۲-۸ درجو د سانتی ګراد کی کیږی، نو له دی امله یی استعمال سخت نه دی. د افغانستان د واکسیناسیون ملی پروګرام یی په اسانه تطبیقولای شی. د یوه دوز قیمت یی ۴ امریکایی ډالره دی نو له دی امله یی د ګرمو، معتدلو، او غریبو هیوادونو خلک هم ګټه تری اخستللای شی. دغه واکسین له ۱۸ کالو څخه لوړ عمر لرونکو ته ورکول کیږی. له لمړی دوز څخه وروسته یی دویم دوز د ۸-۱۲ اونیو په موده کی ورکول کیږی. واکسین دمټ په غوښه کی پیچکاری کیږی.

د اکسفورد-استرازینیکا (کویشیلډ) واکسین جانبی عوارض: 

 د کورونا واکسین (کویشیلډ) جانبی عوارض د شدت له نظره خفیف او یا په منځنی کچه وی او په یو څو ورځو کی له منځه ځی.جانبی عوارض یی په زړو خلکو کی نظر ځوانانو ته هم کم او هم خفیف وی. د دویم دوز جانبی عوارض یی د لومړی دوز د جانبی عوارضو په نسبت هم کم اوهم کمزوری وی. جانبی عوارض یی په لاندی توګه کتګوری شوی دی:

  1. ډیر معملول اوعام جانبی اعراض: چی په لسو واکسین شوو کی په یوه تن او یا ډیرو کسانو کی رامنځته کیږی عبارت دی له د پیچکاری د ځای درد، حساسیت، ګرموالی، خارښت او یا شینوالی، او هم ستړیا، یخنی، سردرد، دلبدی، کانګی، د عضلاتو او مفاصلو درد.
  2.  معمول اوعام اعراض: چی په سلو واکسین شوو کی یی یو تن او تردی زیاتو کی ممکن رامنځته شی، عبارت دی له د پیچکاری د ځای سوروالی او یا پړسوب او له ۳۸ درجو د سانتی ګراد څخه لوړه تبه.
  3.  عیر معمول اعراض چی په ۱۰۰۰ واکسین شوو کسانو کی په یوه او یا زیاتو کی ممکن رامنځته شی، عبارت دی له بی اشتهایی، سرچرخی، د خیټی درد، د غدو پړسوب، او خولی کیدنه، خو ددغو ورستیو اعراضو له واکسین سره تړاړ لاپوره جوت شوی نه دی.

خلاصه داچی د کویشیلډ واکسین له داسی وایروسونو جوړ شوی چی شدیده ناروغی نه رامنځته کوی، ارزانه او په اسانه ساتل کیدای شی، په زیاته اندازه تولیدای شی، او د واکسین ګټی یی له جانبی عوارضو څخه ډیری زیاتی دی، نو له دی امله د عامی روغتیا وزارت له پلان سره سم باید ټول خلک چی عمر یی له ۱۸ کالو څخه زیات وی په تیره بیا هغه خلک چی عمر یی له ۵۰ او یا ۶۰ څخه لوړ وی او یا هم نوری مزمنی ناروغی لری باید د کورونا ضد واکسین وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب