Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې ترمنځ دټېسټ لوبې دوهمه ورځ هم پای ته...

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دټېسټ لوبې دوهمه ورځ هم پای ته ورسېده

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱)  د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې دوهمه ورځ هم پای ته ورسېده.

دا لوبه تېره ورځ چهارشنبه د افغانستان په توپ وهنې سره پيل شوه.

افغان لوبډلې پياوړې توپ وهنه وکړه او د لوبې په دوهمه ورځ یې هم توپ وهنه ترسره کړه او زمبابوې لوبډلې ته یې موقع په لاس ورنکړه چې افغان لوبغاړي وسوځوي.

افغانستان په ټوله کې د ۴ لوبغاړو په زیان ۵۴۵ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لومړنى افغان شو چې په ټېسټ لوبو کې يې غبرګې سلیزې هي.

دغه  راز اصغر افغان بيا ١٦٤، ابراهيم ځدراڼ ٧٢ او ناصر جمال ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو او د  ٥٤٥ منډو له ترسره کولو وروسته خپله پاڼۍ ختمه کړه.

زمبابوې د دوهمې ورځې تر پایه پرته له کوم زیان څخه تر دې دمه ٥٠ منډې کړې دي.

پرينس ماسويري ٢٩ ناسوځېدلې او کيوين کسوزا ١٤ ناسوځېدلې منډې کړې دي.

زمبابوې به سبا له همدې پنځوسو منډو خپله پاڼۍ پيلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...