شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پي اېس اېل پاتې لوبې په جون کې ترسره کېږي

د پي اېس اېل پاتې لوبې په جون کې ترسره کېږي

تاند( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د پاکستان  کرکټ بورډ مسوولان وایي د (پي اېس ايل) شپږم پړاو پاتې ٢٠ لوبې به د جون په مياشت کې ترسره کړي.

یادې لوبې تېره اونۍ د کورونا پېښو له امله تر نا معلوم وخت پورې وځنډول شوې.

خو اوس تازه د یاد هېواد کرکټ بورډ د پاتې لوبو د ترسره کولو وخت اعلان کړ.

لومړی داسې ويل کېده چې د پي اېس اېل پاتې لوبې به په لاهور کې ترسره شي خو د پاکستان کرکټ بورډ وايي پاتې لوبې به په کراچۍ کې ترسره شي.

راپورونه وایي چې د پاکستان کرکټ بورډ دا پرېکړه  د ٦ واړه لوبډلو له مسوولانو سره په یوه آنلاین ناسته کې کړې.

د یادونې ده چې تر دې دمه د پاکستان سوپر ليګ ١٤ لوبې ترسره شوې دي.

په دې لوبو کې راشد خان، محمد نبي، قیس احمد، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمن او وقار سلام خېل هغه افغان لوبغاړي وو چې لوبېدل.

خو راشد خان بیا له دوو لوبو وروسته پي اېس اېل پرېښوده او په اماراتو کې له ملي لوبډلې سره یوځای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب