Homeخبرونهافغان فري فایټر خپل اذربایجانی سیال مات کړ

افغان فري فایټر خپل اذربایجانی سیال مات کړ

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د سوک وهنې افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د آزادو سیالیو په یوه لوبه کې خپل اذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن شپه ترسره شوه په کې د آزادو سیالیو افغان مبارز عبدالعلي بدخشي خپل سیال اذربایجاني سیال اګيشن بابائف ته په بحرین کې ماتې ورکړه.

د لوبې په پيل کې اګیشن پیاوړی ښکارېده خو افغان لوبغاړي په لومړي پړاو کې په پرلپسې حرکتونو خپل سیال نېک اوټ کړ.

د بدخشي دې بریا په ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي هم خوښ کړي.

دوی ټولو هېوادوالو ته د دې بریا مبارکي ویلې ده او دا یې د هېواد لپاره ستر ویاړ بللی دی.

د یادونې ده چې له دې وړاندې یوه بل مخکښ افغان مبارز احمد ولي هوتک بیا په کابل کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...