شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکرزی وايي، د امریکا طرحې د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت...

کرزی وايي، د امریکا طرحې د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر کړی

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۱) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د ولاړو خبرو د چټکتیا تر ټولو ښه فرصت دی.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته افغانان په خپله د سولې لپاره بیړه لري او لېواله دي چې د خپل ملت پر ټپونو ملهم کښېږدي.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو په خبرو کې، چې له څو میاشتو راهیسې پیل شوي، هیڅ پرمختګ نه دی شوی او دا مسله ظاهراً سبب شوې چې امریکا په خپله رامخکې شي او د دواړو خواوو ترمنځ د سولې لپاره طرحه وړاندي کړي. امریکا غواړي چې د مې تر لومړۍ یا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو تر ایستلو مخکې په افغانستان کې پر سولې موافقه شوې وي.

امریکايي کتونکي وايي، که د سولې له موافقې مخکې امریکا خپل پوځیان وباسي افغانستان به په یوه ډېره خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وروستي لیک کې له هغه غوښتي و چې د سولې په پروسه کې کرزی، عبدالله او رسول سیاف هم ورګډ کړي.

کرزي اسویشتید پریس امریکايي خبري اژانس ته وویل، فکر کوي چې د امریکا له لوري د سولې وړاندې شوی پلان افغانستان ته سوله راوستلی شي.

خو اې بي سي نیوز امریکايي چاینل وايي چې د کرزي له خوشبینۍ سره سره ممکن د امریکا له طرحې سره د افغانستان ولسمشر او طالبان مخالفت وکړي.

طالبانو ویلي چې دا طرحه ورسپارل شوې او پرې غو رکوي. ولسمشر غني ویلي چې واک یوازې له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو له لارې منتخب ولسمشر ته سپاري. ده دا هم ویلي چې حاضر دی له طالبانو سره د انتخاباتو د نېټې پر سر خبرې وکړي.

امریکا د یوه مشارکتي یا انتقالي حکومت وړاندیز کړی دی.

د ډېرو په ګومان کرزی هیله لري چې د موقت یا انتقالي حکومت مشري به وروسپارل شي.

6 COMMENTS

  1. شاغلي کرزي په خپل وخت کې لږي یا زیاتي اشتباهوي کړیدي، لیکن که له حقه تېر نه شو دسیاست سړی دی حالات او بین الملي خیالات د افغانستان په تړاو ښه ور معلوم دي. فکر نه کوم چې دی دي خپله د قدرت وږی وي خو نړیوال او ستر قدرتونه مجبوره دي چې و ده ته مراجعه و کړي. د مګړۍ بل داسي څوک نشته چې ګرده افغانان دي ور باندي راټول شي.
    افغانانو ته فرق نه کوي چې څوک باچا کیږي، ځکه له جنګه ستړي دي، په کور او کوڅه کې یې هره ورځ مړي دي.

  2. د تاند لوستونکو ته سلامونه او نيکي هيلي، د خليل زاد د بيرته راتک سره د سولي د پروسې خبره بيا توده شوه. داچي خليل زاد داځل بيا څه ګلونه کري پوره معلومه نده خو د تير په څير به بيا هغه کار سر ته رسوي چي افغانستان د‌تباهي کندي ته وغورځوي. دکرزي په حقله کم نظر چي ښاغلي محمود وړاندي کړي د واقعيت څخه لري ده. د دده په وخت کي ميلياردونه ډالر ميل او حيف شوه. هيچا نه کم بريښنا بند وليد، نه هوايي دهليزونه، نه کم رول پټلي او نه هم کمه فابيريکه. دا د خلکو له ياده نه دي وتلي چی د کرزي ورور د کابل بانګ چور کړ او دايي هم له ياده نه وځي چي د شمال ټلواله يي د افغانستان په خلکو حاکمه کړه چي تر اوسه د خلکو په ستونو ناست دې او د ساه ايستلو امکان نلري. که دي شخص ته بيا د افغانستان واک وسپارل شي افغانستان به بيا د يو لوي ناورين سره مخامخ شي. داهم ويل غواړم چي ښاغلي محمود دي پدي پوه شي چي اوس افغانستان کي د پاچا دوره ختم شوي
    اسحق زي.

  3. دا مرګ ژوبله خو د کرزي له وخته پیل شوېده . تر ډېره د افغان وژني مسوولیت هم ښاغلي کرزي ته متوجې دی. هغه په خپله 14 کلنه واکمنۍ کې په میلیاردونو نړیوالې مرستې د خپلو مافیایی کړیو ترمنځ ووېشلې . نا اهله او بېکاره کسان یې قدرت ته ورسول . ورونه یې هم په فساد کې ښکېل کړل . تر کرزي دوستم او محقق په سیاست او اداره ښه پوهیږي . د خپل ملت ګټې او تاوان پېژني .
    کرزي د حیرتانو بندر عطامحمد نور ته مادام العمر په اجاره ورکړ ، د اسلام قلعې بندر یې خوردضابط اسمعیل خان او همداسې نور یې مافیا ته په لاس ورکړل. د احمدشاه معسود باډیګارد ضرار احمد مقبل یې د باندینیو چارو وزیر مقرر کړ چې ښه ګلان یې وکرل .

    • سلام
      مهمه نه ده کرزی او که احمدزی دواړه مساوی دی په زی. موږ ولس له یوه سره هم شخصی دښمنی نه لرو خو له بده مرغه وروسته له څو لسیزوشرم نه دی چې ازمایلی بیا ازمایو، دبن دوهمه کرغېړنه معاهده رابرسیره کوو، دروغ وایو او خپله ناکامی نه شو منلی ، ولې د ملت څخه عفو نه شو غوښتلی .دکرزی کوم جنایت جبران کیدونکی دی
      چې پرسیاست یی خبرې وکړو اود متفکر کوم درایت ڼړیوال اړخ لری؟ کرزی فرصت نه پېژنی ځکه دامریکی سیاسی دریځ په افغا نستان کې لاهم دسیمې ،کړکېچ ابعادو،هېوادونو ستراتیژیکو اړیکو ،نظامی اوجیو پالیسی په خاطر دکرزی له سویی څوبرابره اوچت دی دکرزی فرصت لکۍ لری.پښتانه یې تباه کړل لاړشی دهلمند او کندهار دښوونې اورونې کچه وګوری شرع حاضرته ګوری.ګلجم چا وساتلوستایل او راوستل او دغه بیسواده چا مارشال کړل او نور………..
      افغانستان کې خوقحط الرجال نه دی چې دا زوړ دلال بیا راولی. ولس بیدار دی داځل نه تیروځی.

  4. واحدي ورورکه تاته دي وویل شي چې هرڅه به وه، خو ملالن‌‌‌‌‌‌ډيان په ارګ کښي پرتوګ کښلي نه ګرزیدل، افغانان به مقرر شوې وي له بانکونو به یې د خدای په جات بې حسابه او کتابه ‌‌‌‌‌‌ډالرونه غلاکړي وي خو دبانک ریسان مو لبنانیان نه ول د ورځي مو سل کسه سربازان نه مړه کیدله………

  5. جناب محمود ورور او د تاند لوستونکو ته سلامونه ،
    ماهم د چا واکمني او زعامت ندی تائید کړی. خو د کرزي 14 کلنه واکمنی یوه اوږده موده وه ، هغه امکانات چې هغه لرل ، شاید اوس نه وي .
    شاوخوا 150000 زره د نړۍ تر ټولو مجهز او منظم قوتونه او بې حسابه مالي امکانات ورسره وو. له ایرانه هم هره میاشت په بوجیو کې یورو او دالر راروان ول. خو بیاهم زرګونه افغان سربازان شهیدان شول . زرګونه خارجي او نړیوال مرستندویه سربازان هم مړه شول .
    اوس خو د جګړې ټول ثقل د افغانانو په اوږو دی. په تېر یوه کال کې له نېکه مرغه یو خارجي سرباز ندی وژل شوی ، خو کاش چې په دواړو غاړو کې افغانان هم نه وژل کېدلی . تر کرزي به همدا تاسو ورور هم ښه مشرتوب وکړای شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب