شنبه, جنوري 4, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د سختو واورو د اورېدو وړاندوینه...

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د سختو واورو د اورېدو وړاندوینه شوې

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۱ مه) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د اورېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر او بدخشان ولایتونه به نن سې شنبه (د مرغومي ۱۱مه) او سبا چهارشنبه (د مرغومي ۱۲مه) د سختو واورو، شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو شاهد وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په بېلابېلو سیمو کې د واورو اندازه له ۱۰ څخه تر ۵۰ سانتي‌متره او د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي‌متره اټکل شوې ده.

په افغانستان کې ژمی رسماً د جدي له لومړي پیلیږي.

په ورته وخت کې، ډېری افغانان شکایت کوي چې د سونګ موادو بیې په بازارونو کې لوړې شوې دي، او د بېکارۍ او پراخې بېوزلۍ له امله یې د پېرلو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویهې کمېشنرۍ د ژمي له پیل مخکې خبرداری ورکړی و چې د روان کال سخت ژمی به په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

1 COMMENT

  1. د نرخو خبره مکوه، نرخونه لوړ دی معاشونه درک نلری زیاتره ولس تقریبآ ۸۰ سلنه بیکار دی نو تاسو فکر وکړی چې دا ژمی په دې کړیدلی ولس څرنګه تیر شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب