جمعه, جنوري 3, 2025
Homeخبرونهد اقلیمي بدلون له کبله ۲۰۲۴ کال ۴۱ ورځې نور تود شو

د اقلیمي بدلون له کبله ۲۰۲۴ کال ۴۱ ورځې نور تود شو

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۱ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، د انسانانو د فعالیتونو له امله رامنځته شوو اقلیمي بدلونونو د ۲۰۲۴ میلادي کال اوړی د تاریخ تر ټولو په تود دوبي بدل کړ او د دې لامل شو چې نړۍ ۴۱ ورځې نور هم د خطرناکې ګرمۍ تجربه وکړي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د یوې نوې څېړنې له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د انسانانو د فعالیتونو په نتیجه کې د اقلیمي بدلونونو له کبله د نړۍ خلک په اوسط ډول ۴۱ ورځې نور هم د خطرناکې ګرمۍ زغملو ته اړ شول. د دې څېړنې لیکوالان باور لري چې اقلیمي بدلونونو د ۲۰۲۴ میلادي کال د نړۍ د هوا حالت لا خراب کړی دی.

د څېړونکو تحلیلونه، چې د «د نړۍ د هوا د اسنادو» او «د اقلیم مرکز» (World Weather Attribution  Climate Central)  له خوا ترسره شوي، څرګندوي چې سږ کال د ګرمۍ ریکارډ مات شوی او ښایي ۲۰۲۴ میلادي کال تر ټولو له تودو کالونو څخه وي. دې څېړنې همداراز ګڼ شمیر وژونکې اقلیمي پېښې ثبت کړي دي.

«فریډریک اوټو» چې د «د نړۍ د هوا د اسنادو» مشري کوي او د امپریال کالج اقلیم پېژندونکی دی، وایي: «که څه هم دا پایلې د اندیښنې وړ دي، خو حیرانونکې نه دي. اقلیمي بدلونونه په دې کې مهم رول لوبوي. په هغو پېښو کې چې موږ څېړلي، زیاتره وخت د ګرمۍ زیاتېدل، وچکالۍ، استوایي توپانونه او سخت بارانونه د دې لامل شوي دي. تر هغو پورې چې نړۍ د فوسیلي سون توکو (لکه سکاره او تېل) سوځولو دوام ورکوي، دا حالت به نور هم خرابېږي.»

په روان کال کې په میلیونونو خلکو د سختې ګرمۍ تجربه کړې. شمالي کلیفورنیا بې سارې ګرمي ولیدله، په مکسیکو او د مرکزي امریکا په ځینو برخو کې د ورځې د حرارت درجه دومره لوړه شوه چې خلک یې سخت ځورولي. په لویدیځه افریقا کې ګرمي ماشومانو ته جدي خطرونه پېښ کړل. د جنوبي اروپا د تودوخې لوړې کچې د یونان د اکروپولیس بندېدو ته اړ کړ. د جنوب ختیځې آسیا په هېوادونو کې ګرمي ښوونځي بند کړل. په ټوله نړۍ کې ځمکې د خپلو تر ټولو ګرمو ورځو او تر ټولو ګرمو دوبو تجربه وکړه.

څېړونکو د دې تحلیل لپاره د ۲۰۲۴ کال د نړۍ د ورځو د تودوښې درجې د نړۍ د هغه وخت له حرارت سره پرتله کړې چې په هغې کې اقلیمي بدلونونه نه و راغلي. د دې څېړنې پایلې لا هم د نورو څېړونکو له خوا نه دي ارزول شوي.

د دې پرتلې له مخې، د نړۍ ځینې سیمې د اقلیمي بدلونونو له امله د ۱۵۰ ورځو یا له دې څخه د ډېر وخت لپاره د سختې ګرمۍ شاهدې وې. د اقلیم د مرکز څېړونکې «کریسټینا ډال» وایي: «په نړۍ کې تر ټولو غریب او وروسته پاتې هېوادونه لا ډېر د اوږدې مودې ګرمۍ سره مخامخ دي.»

تر دې بد حالت هغه مرګونه دي چې د ګرمۍ له امله رامنځته کېږي او د اکثرو راپور نه ورکول کېږي.

روان کال یو خبرداری و چې نړۍ په خطرناکه توګه د ۱.۵ سانتي‌ګراد ګرمۍ حد ته نژدې کېږي.

څېړونکو په روان کال کې ۲۹ سختې اقلیمي پېښې ارزولي چې د ۳۷۰۰ کسانو مړینه او د میلیونونو نورو بې ځایه کېدل یې لامل شوي دي. هغوی موندلې چې د دغو پېښو ۲۶ په اقلیمي بدلونونو پورې تړلې وې.

د ال نینو اقلیمي ماډل، چې د ارام سمندر تودوخه یې لوړه کړې او په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځېدلې، د روان کال په پیل کې د ځینو بدلونونو لامل شوې وه. خو څېړونکو څرګنده کړې چې د دوی ډېری څېړنو ښودلې چې اقلیمي بدلونونو د ۲۰۲۴ کال په ګرمۍ کې تر دې پېښې ډېر رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب