تاند- له نن څخه 26 کاله پخوا په دې ورځ د روسیې لومړني ولسمشر بوریس یلڅین استعفا وکړه او ولادیمیر پوتین یې ځای ونیوه. له هغه مهاله تراوسه پورې پویتن کله د ولسمشر او کله هم د صدراعظم په توګه د روسیې اصلي واک په لاس کې لري.
یلڅین، چې ویل کېږي دایم الخمر و، د ۲۰۰۷ د اپریل په ۲۳ نېټه د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو.
دی د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۹ پورې د روسیې ولسمشر و.
پوتین، چې د شوروي اتحاد د وروستي ولسمشر ګورباچوف د واکمنۍ په مهال د روسیې جمهوریت ولسمشر و، د شوروي اتحاد په دړې وړې کېدو او د ۱۹۹۱ په اګست کې یې ګورباچوف پر ضد د سختدریځو کمونیستانو د کودتا په شنډولو کې مهم رول ولوباوه.
یلڅین ۲۹ کاله د کمونیست ګوند غړی و خو د ۱۹۹۰ په جولای کې یې له کمونیست ګونده استعفا ورکړه او په لومړنیو ازادو انتخاباتو کې یې د روسیې جمهوریت د ولسمشر په توګه بری خپل کړ.
“پوتین، چې د شوروي اتحاد د وروستي ولسمشر ګورباچوف د واکمنۍ په مهال د روسیې جمهوریت ولسمشر و، د شوروي اتحاد په دړې وړې کېدو او د ۱۹۹۱ په اګست کې یې ګورباچوف پر ضد د سختدریځو کمونیستانو د کودتا په شنډولو کې مهم رول ولوباوه.”
د دې پاراګراف په پیل کی مو په تېروتنه د پوتین
نوم لیکلي دی، حال دا چی په دغه موده کی د روسیې د فیدراتیف جمهوریت ولسمشر لا بوریس یلڅین وؤ.
په درناوې!
د بوډاګانو خبره روسیه خدای د غربی امپریالیزم له بی رحمو منګولو وژغورله ( که بوریس یلڅین ۲ کلونه نور هم د روسئی مشر پاتی شوی وای نو نن به روسیه دړی وړی او د غربی استعمار په ګیډه کی حل او هضم وای).