Homeخبرونهپه چین کې یوه ماشوم د ۲ کیلو سرو زرو تاج مات...

په چین کې یوه ماشوم د ۲ کیلو سرو زرو تاج مات کړ

تاند (چهارشنبه، د جدي/ مرغومې ۱۰ مه) په چین کې د یوه نندارتون په ترڅ کې یوه بده پېښه وشوه، چې پکې یوه ماشوم په بې پامۍ د سرو زرو یو قیمتي تاج، چې دوه کیلوګرامه وزن یې درلود، مات کړ. د دې تاج بیه نژدې ۲ لکه او ۸۰ زره امریکايي ډالر ښودل شوې ده.

د راپورونو له مخې ماشوم له خپلې کورنۍ سره نندارتون ته تللی و او په تېروتنه یې د تاج له حفاظتي کیس سره ټکر وکړ، چې له امله یې کیس واوښت او تاج پر ځمکه ولوېد او مات شو.

دا پېښه د چین یوې مشهوره انفلونسرې ژېنګ کایې پر ټولنیزو رسنیو شریکه کړې ده.

هغې ویلي چې دا تاج د واده د ډالۍ په توګه د هغې مېړه جوړ کړی و او د دې لپاره یې احساساتي ارزښت درلود.

د پېښې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، او ژېنګ کایې ویلي چې دې پېښې هغې ته سخته روحي صدمه رسولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...