چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Home+په تېر "۲۰۲۵" کال کي"۲۵" عنوانه کتابونه چاپ سوي دي

په تېر “۲۰۲۵” کال کي”۲۵” عنوانه کتابونه چاپ سوي دي

(د صداقت خپرندويي ټولني د خپاره سوو کتابونو لنډ راپور –کندهار)

غني حسن

۱ـ کلیله او دمنه

پنچه‌تانتره یا پخوانۍ اریايي فولکلور کیسه، چي ژباړه ئې صالح محمد زیري کړې ده، د ارواښاد زیري لور نجیبې لیمې د کتاب پر بیا چاپ لنډ یاداښت لیکلی دی، او ورپسې زیري پر کتاب دوندي خوندوره او خورا مغتنمه سریزه کښلې ده، چي د کلیلې او دمنې له تاریخه نیولې او تر موندني، له ارزښت نیولې تر اوسنۍ اړتیا، یا په بل عبارت کلیله او دمنه څه ده، دغه کتاب له کومه راغلی دئ؟ په اروپا کي د کلیله او دمنه خپرېدل، د کلیله او دمنه کتاب نننۍ خپروني، پنچه‌تانتره بېلابېل نومونه، د نړۍ له حیواني افسانو سره د کلیله او دمنه د کیسو اړیکي، کلیله او دمنه یاپنچه‌تانتره اریایي فولکور دئ، زه او کلیله او دمنه- دا ټول هغه مطالب دي، چي د کتاب ژباړن ارواښاد زیري خواري په کښلې ده. کتاب په (۱۴) بابونو کي د حیواناتو په کرکټرونو کي د خپلي حیواني ټولني او له انساني ټولني شکایتونه او جنجالونه قضیې او کیسې خورا په زړه پوري بیان سوي دي. که د کتاب پر ارزښت خبره وسي ممکن د کتاب تر معرفۍ کیسه اوږده سي؛ نو د کتاب پر مسلکي او خوندوري ژباړي او د کتاب پر ارزښت او اهمیت بل وخت سره بحث کوو؛ خو دغه کتاب نه یوازي تنکیو ځوانانو ته بلکي ددې کتاب مطالعه هر افغان انسان ته بویه. د کتاب چاپ او سمون کي استاد هارون صمیم او صداقت خپرندويي ټولني خواري کښلې ده، چي په ښایسته کاغذ او ښه صحافت کي په چاپ پسولل سوی دئ.

۲ـ د بارکزو واکمنېدل

د بارکزو واکمنېدل/ The Rise of Barakzaie یا هم په فارسي عروج بارکزایی، ددې کتاب لیکوال: Edward Ellis Pierce – اډوارډ الایس پیرس ) یو برتانوۍ تاریخپوه دئ، چي پښتو ته ئې د ژباړي خواري ځوان لیکوال او مترجم داود افغان کړې ده. ډېر مخکي یاد کتاب په کابل کي، لومړی چاپ د انجمن تاریخ افغانستان له‌خوا په ۱۳۳۳ هـ.ش/ شاوخوا 1954/1955 م کال نشر سوی دئ، چي فکر کوم ژباړونکي ئې عبدالرحمن پژواک او محمد عثمان صدیقي ول، او عروج بارکزایی په نوم له انګلیسي څخه فارسي سوی دئ. د یاد کتاب موضوع د افغانستان تاریخ دئ، چي په ځانګړې دورې او یوې خاصي قبیلې پوري لیکل سوی دئ، چي د بارکزو د قبیلې واک ته د رسېدو کیسه او واکمني بیانوي، دغه کتاب یوه تاریخي څېړنه هم بللای سو، خو دا چي برتانوي لیکوال اډوارډ الایس لخوا لیکل سوی دئ، له یاده باید ونه باسو، چي د هر خارجي لیکوال/مستشرق له لوري څېړنه او بیا هم قبېلوي موضوع باندي سل سلنه له هري بلا ناپاکه نه بریښي، ځکه اکثریتو ظلمونو او نارواوو ته د برائت پینې او ټوټې جوړوي. کتاب د ۳۴۸ مخونو کي په اخباري کاغذ ښکلي پوښتۍ سره د صداقت خپرندويي ټولني لخوا په ۲۰۲۵م کي د ۵۰۰ په تېراژ سره چاپ سوی دئ.

۳ـ ژوند یعني څه؟

دغه کتاب چي د انجنیر محمد داود اڅک/هواباز د علمي او فلسفي بحثونو ټولګه ده، او د فهرست په لیدو او کتلو سړی جذبوي، چي مسایل ئې علمي او فلسفي او خورا په ساده مثالونو او وضاحتونو کي بیان سوي دي: ژوند یعني څه؟ د ژوند علمي تعریف، فلسفه، د فلسفې او علم توپیرونه، علم، د ژوند فلسفي تعریف، اوس نسته، د اوسني خلاق انسان کمزوري، حقیقت، تاریخ علم نه دئ، د تاریخ فلسفه، او … چي ځيني نور مهم موضوعات پکښي خورا ساده د نړیوالو فلسوفیانو، تاریخپوهانو، پوهانو او عالمانو علمي نظریات، د ژوند په اړه د لیکوال نظریات، ژوند ته د علمي او فلسفي لیدلوري له نظره کتل او نور مهم او علمي مسایل بیانوي. کتاب پر سپين کاغذ د ۵۰۰ تیراژو په ښکلي بڼه، په د ۱۶۸ مخونو کي سره راټول سوی دئ.

۴- د اقتصاد علم بنسټونه او اقتصادي نظامونه

    د اقتصاد علم بنسټونه او اقتصادي نظامونه دغه کتاب، چي لیکوال ئې  استاد جان محمد مهربان دئ، د اقتصاد پوهنځی څخه فارغ او په همدې څانګه کي ئې د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي کړي دي، نه یوازي دا څانګه ئې تیوریکي لوستې ده، بلکي په ژوند کي ئې اقتصاد عملي کړی او تدریس کړی هم دئ، کتاب کي ئې، د خپل عمر شاوخوا (20) کلني تجربې، تحلیلونه او لارښووني ځای پر ځای کړي دي. د استاد مهربان علمي روش، او بهرنیو منابعو په استفاده، د کتاب اعتبار او علمي کچه ډېره لوړه ښيي، ځکه د هغه هره لیکنه او څېړنه د بهرنیو منابعو په رااخیستلو کي خورا یکتا او او د استاد فرهاد داوي په وینا چي لیکنه او میتود ئې سړي ته ارواښاد محمد نادر ایوبي وریادوي. کتاب په اصل کي پر دریو لویو برخو ویشل سوی دئ، چي په اوله برخه کي اقتصاد او د اقتصاد علم بنسټونه تشریح سوي دي، چي په یوولسو فصلونو کي یاده موضوع بیان سوې ده، په دوهمه برخه کي اقتصادي نظامونه چي دغه برخه بیا پر اتو فصلونو مشتمل سوې ده او په درېیمه برخه کي اقتصادي او ورځني اقتصادي مفاهیم لنډ تشریح سوي دي. که ئې د درېیمي برخي ځيني مطالب دلته راوړم ښايي کتاب ته مو زړه وسي، چي مطالعه ئې کړئ، لکه: سوداګریزه جګړه، اقتصادي لوبي، اقتصادي ډیپرېشن، اقتصادي رکود، اقتصادي بحران، فقر، بېکاري، جنایت، کرنسي، پولي او د عاید نابرابري … یا هم نور هغه مطالب سړی کتاب ته کشوي.

  کتاب نه یوازي د اقتصاد پوهنځی محصلانو ته بلکي، ددې برخي ماهرینو، استادانو او ریسرچرانو ته خورا یو زبردسته نسخه ځکه ده، چي ټولي منابع ئې نوي او انګلیسي دي، چي د زاړه اقتصادي مفاهیمو سره – سره نوي او اپډیټ مفاهیم خورا ښه تشریح او بیان سوي دي. کتاب پر خام ژړ کاغذ په ۴۳۰ مخونو کي په ښکلي صحافت سره خوندور ډیزاین سوی دئ.

۵ ـ د شتمنۍ ا وپرمختګ ۳۲ قوانین

د برایان ټرېسي یو له مهمو کتابونو څخه شمېرل کېږي، شاوخوا ۲۴ کاله وروسته دا کتاب پښتو ته ژباړل کېږي، چي دا هم یو غنیمت کار دئ، چي د شخصي پرمختګ، مالي بریا، اقتصادي فکر، او د  ځان‌جوړوني اړوند یوه بهترینه نسخه ده، چي ځوان لیکوال او مترجم ښاغلي علي‌الله متوکل پښتو ده ترجمه کړی دئ. کتاب چي څنګه ژوند بدل کړو یا هم د بدلولو وړتیا څوک لري او د خودکفايۍ، اقتصاد جوړوني، مالي برخي او بریا ته د فکر کولو اړوند د نړۍ د پوهانو، فلسوفیانو هغه مشهوره ۳۲ قوانین راټول کړي او ټول ئې د انسان د ښه ژوند پر محور راڅرخولي دي. یاد کتاب هم ۱۵۸ مخونو کي صداقت خپرندويي ټولني ښه ښکلي صحافت او ډیزاین په ۲۰۲۵ کال کي خپور کړی دئ.

۶ـ د اخري زمانې کوچنیان

 د اخري زمانې کوچنیان، چي د ترکي طنز لیکوال عزیز نسین د ماشومانو لپاره یو شهکار ناول بلل کېږي، چي د کیسو په شکل لیکل سوی دئ، او د لیکونو/خطونو په ډول کیسه پر کیسه داسي سره پېییل سوې ده، د ژوند حقیقتونو او رمزونو ته نه یوازي ماشومان، تنکي ځوانان بلکي د اولادونو درلودونکو مور او پلار خورا ښه متوجې کوي، یاد ناول ځوان لیکوال محمود مرهون ژباړلی دئ، چي په اوس وخت کي کوشنیانو ته خورا مهم کتاب دئ. کتاب په ۲۱۴ مخونو، ژړ اخباري کاغذ او ښایسته ډیزاین او صحافت سره په ۱۰۰۰ تیراژ کي چاپ سوی دئ.

۷ـ د دردونو ازدحام

  د شاعر، لیکوال، مترجم، لنډیز کوونکی استاد احمدصمیم د شعرونو درېیمه مجموعه ده، چي لومړنۍ ئې د شاعر فریاد دوهمه ئې د عجز میکده او درېیمه د دردونو ازدحام نوم ئې لیکوال او استاد هارون صمیم ورته غوره کړی دئ، چي دلیل ئې(ددې شعري ټولګي شعرونو ډېره برخه د وطن د ناخوالو، دردونو، کړاوونو او ستونزمنو حالتونو بیان دئ، چي د یو مجرب انسان او د ټولو حالتونو او انقلابونو د شاهد په توګه د شاعر له خوا د شعر په ژبه ویل سوي دي. ما همدغه دلیل ته په کتو د شعري ټولګي له پاره همدغه نوم غوره کړ.) د استاد احمد صمیم یاده شعري ټولګه پر څو برخو ویشل سوې ده، چي لومړۍ برخه کي غزلیات دوهمه برخه کي مثنوي، په درېیمه برخه نظمونه او څلورمه برخه کي مدحي او ستایني، پنځمه برخه کي وېرني او شپږمه برخه کي ترجمه سوي اشعار سره اوډل سوي دي. یاده ټولګه هم ۵۰۰ ټوکه پر ژړ اخباري کاغذ او ښایسته صحافت او ډیزاین چاپ سوي او خپور سوی دئ.

۸- د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ

  په تاریخونو کي د کرونولوژیکي سلسلې او تاریخي ماهیت او اهمیت ته په پام سره ځوان لیکوال داود افغان یو داسي تاریخ لیکلی او راټول کړی دئ، چي هري برخي ته ئې خورا ښه پام کړی دئ، د تاریخونو په ابتدایه وختونو کي  د افغانستان لنډ تاریخ چي حبیبي صاحب ئې تر ټولو مخکي زحمت ایستلی دئ، کهزاد چي د افغانستان په پيژندنه کي خاص اثار لیکلي دي، د تاریخونو پر علمي میتودونو د حسن کاکړ  او د اکاډیمیسن محمدابراهیم عطائي او کاندید محمداعظم سیستاني اثار د یادوني او ستایني وړ دي، همداسي دا سلسله ځوان لیکوالو د افغانستان او د معاصر افغانستان تاریخ ته خاص پام داود افغان غوندي لیکوالو کړی دئ، چي کار ئې خورا د ستایني وړ دئ، یاد کتاب هوتکیانو له دورې شروع د امارت تر دورې پوري په مسلسله توګه یو جامع او واضیح تاریخ دئ، چي راټولوونه او اوډنه ئې خورا په ښه تحلیل او میتود سوې ده. د یاد کتاب لومړی چاپ په ۱۳۹۹ او دوهم چاپ دا دی په ۱۴۰۴ / ۲۰۲۵ کي یو ځل بیا شاوخوا په ۷۰۰مخونو کي په ۵۰۰ ټوکو سره په ژړ اخباري کاغذ کي چاپ کړی دئ.

۹ـ اسلامي ارواپوهنه

    دا کتاب د څلورو کتابونو څخه غورچاڼ او لنډیز دئ، چي درې کتابونه ئې  د عائض القرني له کتابونو څخه دي لکه: لاتحزن، چي مولانا ارواښاد عبدالغفور پېروز ترجمه کړی دئ،  د نېکمرغۍ لار، مه غوسه کېږه او څلورم ئې د محمدعبدالرحمن العریفي د ژونده خوند واخلئ  د کتابونو تلخیص دئ، چي محترم استاد احمدصمیم په خورا روانه، خوږه او ساده ژبه بیان کړی دئ. دغسي د ارواپوهني، د تسکین، د ارامښت او فکر بدلولو او روحیې قوي کولو کتابونه نه یوازي چي سړی مطالعې ته هڅوي، بلکي ددغسي کتابونو مقعولې، لنډیز او ویناګاني د نن د سرعت سره چي وختونه کم دي دغسي لنډیزونه او لنډ مفهومونه خورا اغیزناک ثابتېدای سي. په اصل کي په نورو ټولنو کي د کتابونو لنډیز او پر کتابونو تبصرې او کره کتني جلا چاپېږي او دغسي فرهنګ دلته عامولو کي د ټولو مسؤلیت دئ.

۱۰ـ د قاتل مَیَنه

    د قاتل مَیَنه ناول ځوان او تاند لیکوال او خبریال محبوب رسول ازاد لیکلی دئ، چي د یوې پښتنې ټولني د یوه ځوان او پېغلي د ژوند هغه کړاوونه او ستمونه پکښي منعکس سوي دي، چي مړاوي هیلي ئې څنګه د خاوري شومه کېږي، یو ځوان څنګه د یو نامالوم برخلیک سره مخکېږي، د بې وسئ یو بشپړه انځور پکښي ترسیم سوی دئ. یاد داستاني کتاب د یوې پښتني ټولني  رښتیني کیسه ده، چي قضیه ئې خورا په زړه پوري پلاټ سوې ده، د کیسې غوټي او تلوسه سړی له ځان سره وړي، شاوخوا ۱۵۰ مخونو کي دغه ناول سره راټول سوی دئ.

۱۱ـ ټولیزه اړیکه – بنسټونه او نظریې (دوه جلده)– Mass Communication Principles and Concepts

 ټولیزه اړیکه بنسټونه او نظریې د هند د پرمختللې د ژورنالیزم د ډګر د نوموتي لیکوالي او ژورنالیستي سیما حسن اثر دئ، چي کتاب ئې نه یوازي په هند کي مشهوره سوی دئ، بلکي د نړۍ په سطحه ئې شهرت موندلی دئ، چي لومړی چاپ ئې په ۲۰۱۳ کی سوی دئ بیا دوهم اډیشن ئې په ۲۰۱۸ کي سوی دئ، چي دا دی په ۲۰۲۵ م کال کي قدرت الله سائل؛ د ژورنالیزم او مطبوعاتو په برخه کي دغه نړیوال کتاب له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړي، چي نه یوازي پښتو ته ددې ډ‌ګر مهم او مشهور اثر اضافه سو، بلکي ددې برخي مسلکي اشخاصو، محصلانو او ژورنالستانو ته دغه تشه ‌نوره ډکه سوه. دغه کتاب لس (۱۰) څپرکي لري، او په دوو جلدونو کي دئ په ښکلي صحافت او ډیزاین او هر جلد ئې شاوخوا ۷۰۰ مخونه لري، چي دواړه جلدونه په ۱۴۰۰ مخونو کي سره راټول سوی دئ. صداقت خپرندويي ټولني له لوري چاپ او خپور سوی دئ.

۱۲ـ سنتونه او آداب

  د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کي د ورځني ژوندانه عملي چاري، عبادتونه، معاملې، ټولنیز آداب او سیاست، او نورو اړوند تقریبآ ۱۹۰۰ سنتونه او آداب احاطه کوي، چي لیکوال ابوبکر بن مصطفی پټني او مترجم ئې مولوي محمد اکبر دئ یاد کتاب د ورځني ژوند آداب او نزاکتونه د قرآن او احادیثو په رڼا کي روښانه کړي دي.

۱۳ـ د اسلامي فقهي تاریخ – تاریخ التشریع اسلامي

 د اسلامي فقهي تاریخ، چي په عربي کي تاریخ‌التشریع/ فتح التشریع اسلامی، چي لیکوال ئې شیخ محمد الخضري، تعلیق او د احادیثو تخریج ئې محمد حسنی عبدالرحمن کړی دئ او بیا کتنه او تقریظ ئې استاد دوکتور آیمن فواد سید کړې ده او پښتو ژباړه ئې بیا مولوي محمد رسول کړې ده، چي دغه کتاب د فقهي تاریخ په مسلسله توګه او بشپړه بیانوي، یاد کتاب هم ښه صحافت لري او د مدرسې طالب‌العلمو ته په پښتو یو ښه اسلامي اثر دئ.

۱۴ـ پښتو طبي ترمینالوژي

پښتو طبي ترمینالوژي –طبي اصطلاحاتو لارښود کتاب دئ، چي درېیم چاپ یا اډیشن ئې له سموونو او نویو زیاتونو سره د هلمند د بست پوهنتون دوو لیکوالانو او راټلوونکي ډاکټر عبدالتواب خپلواک او ډاکټر شفیع الله قانع لیکلی دئ، چي نوموړی کتاب چي په ۱۵ څپرکو او په ۲۶۰ مخونو کي په رنګه یا هم غوړ کاغذ سره ښکلی ډیزاین سوی او د تاج منور کتابپلورنځی له لوري د صداقت خپرندويي ټولني په همکارۍ خپور سوی او چاپ سوی دئ. چي د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق یوه لنډه سریزه پر کښلې ده، چي د هغه په وینا (نوموړی کتاب د طب پوهنځی د محصلینو، د ستاژیر او نویو فارغ سویو ډاکټر صاحبانو د مطالعې لپاره ډېر ګټور بولم.) په یاد کتاب کي بارکوډ او ورسره سي ډي(CD) کي تصویرونه او اصطلاحات راوړل سوي دي.

۱۵ـ انګلیش فار ایوري ون – English For Everyone

 انګلیش د هر چا لپاره دغه کتاب د قادر پښتون له لوري د منځنۍ سطحي لپاره د انګلش/ انګلیسي ژبي زده کولو لپاره یوه ښه نسخه ده، چي تر ډېره پوري ئې ریډینګ یا لوستلو برخه باندي کار کړی دئ، لومړۍ برخه کي ئې تصویرونه او نومونه ځای پر ځای کړي دي او دوهمه برخه کي بیا د لغاتونو استعمال او لوستلو برخه پیلېږي.

۱۶ـ د الله (ج) پر شتون مناظره

  د الله (ج) پر شتون مناظره – د یوه مسلمان عالم او ایتیست ترمنځ مناظره چي د مفتي شمائل ندوي او ایتیست جاوید اختر مناظره وه، چي پښتو ژباړه ئې علي‌الله متوکل کړې ده. دغه مناظره په ۲۰۲۵ کال کي تر ټولو زیاته خپره سوې او جالبه مناظره بلل سوې ده.

۱۷ـ لنډ نبوي سیرت (دوه جلده)

 لنډ نبوي سیرت د کلیوالي صنفونو، مدرسو، ښوونځیو، ټولو دیني او عصري ښوونیزو مرکزونو لپاره درسي لنډ نبوي سیرت دئ، چي په پښتونو او جوابونو سره بیان سوی دئ، لومړی او دوهم جلد لري، چي لیکوال ئې مولوي عبدالرحیم راشد حقاني د اکوړې خټک دارالعلوم حقانیې فاضل استاد دئ، چي د تنکیو ځوانانو لپاره یو بهترین سیرت دئ. چي هر ټوک ۸۵ مخونو کي سره راټول سوی دئ.

۱۸ـ کوچنیانو ناروغۍ

  لیکوال ئې ډاکټر پوهاند زرغون ترین دئ، چي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی استاد دئ، یاد کتاب تدریسي کتاب دئ، چي د طب پوهنځی محصلانو لپاره او په پښتو کي د سهیل لویدیځ زون لپاره یو له هغه اثارو څخه دئ، چي خورا خواري په کښل سوې ده، یاد کتاب ۲۶۰ مخونو کي سره راغونډ سوی دئ او پر سپين کاغذ په ښکلي صحافت سره خپور سوی دئ.

۱۹ـ د صدر جراحي

د صدر جراحي هم یو تدریسي کتاب دی چي د پوهنوال ډاکټر نجیب الله رفیقي لخوا لیکل سوی دئ، چي په ۱۶۰ مخونو کي پر سپين کاغذ په پښتو ژبه د طب پوهنځی محصلانو ته یو ښه کتاب دئ.

۲۰ – لوی ژوند کوچني ګامونه

 لوی ژوند کوچني ګامونه، د علي‌الله متوکل یو له هغه کتابونو څخه دئ، چي څلورم چاپ ئې په ۲۰۲۵ کي وسو، دا کتاب د خوشحاله، سوکاله بریالي او ستر ژوند لپاره د کوچنیو ګامونو اخیستلو سره د سموونو او زیاتونو سره په ۱۶۵ مخونو کي پر سپين کاغذ په ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ سوی او خپور سوی دئ.

۲۱ـ د زړونو پسرلی

د زړونو پسرلی کتاب د حافظ سفیان خالد د قرآن کریم د کلام او حکمونو بې ساري خزانه ده، چي پکښي د ژوند د ټولو اړخونو لپاره لارښوونه او رهنمايي سوې ده، په ربیع القلوب یا د زړونو په پسرلي کتاب کی د سکون او بریا سفر بیان سوی دئ، یاد کتاب هم د قرآن د روحاني او خلاقي ژوند د سمون او د جنت د لاسته راوړلو یوه مهمه او بې لېلګي وسیله ده، چي شاوخوا ۲۰۰ مخونو کي پر سپين کاغذ په ښکلي صحافت او ښایسته ډیزاین په ۱۰۰۰ ټوکه سره چاپ او خپور سوی دئ.

۲۲ـ د واټ ټرافیکي لارښود

د واټ ټرافیکي لارښود د همدې برخي مسلکي او ماهر لومړی څارن سیف‌الله بسمل لیکلی او راټول کړی دئ، د ټرافیکي قوانینو په اړه، د ښاري نظم ساتلو اړوند او د اشارو او لویو لارو اړوند یو خورا جامع پر سپین او په رنګه بڼه ښکلی ډیزاین سوی او خپور سوی دئ، چي د لیسنس اخیستلو علاقمندانو ته او د ټرافیکي اصولو د مرعاتولو او د ښاري فرهنګ نظم ساتلو او په ټوله کي د مالوماتو درلودلو په خاطر دا اثر خورا مهم دئ، چي له ښه مرغه ددې کتاب شپږم چاپ په ۲۰۲۵ کي بیا ترسره سو.

۲۳ـ فکري کعبه

فکري کعبه دا په کندهار کي د استاد احمد صمیم ادبي او نثري ټوټو ټولګه ده، چي شاوخوا په ۱۹۰ مخونو کي استاد هارون صمیم سره راټوله کړې ده، کتاب صداقت خپرندويي ټولني په ۱۴۰۴ هـ کال کي د لومړي ټوک په توګه خپور کړی دئ. ترتیب او  راټولونه ئې هارون صمیم کړېده، د پیل د خبري په محتوا کي د استاد احمدصمیم پر ژوند، زوکړي، زده‌کړو، دندو، اثارو او فکر ئې ږغیدلی دئ، د چاپ سوو اثارو تعداد ئې ۶ رسېږی، او نا چاپ اثار ئې ۱۲۸چي اکثریت ئې د کتابونو تلخیصونه یا لنډیزونه او غورچاڼ او انتخابونه دي، چي لیست سوي دي. د لیکوال شاوخوا ۱۶۶ ادبي او نثري ټوټې پکښي راټولي سوي دي، ځای – ځای ژباړي هم تر سترګو کېږي، ځیني ټوټې ئې تلخیصونه دي او ځیني تبصرې ته ورته مضامین هم لري.

۲۴ـ ستړي ژوند ته؛ د سکون راز

 دغه کتاب هم د روحي سکون یوه درېچه پرانیزي او چاته د الهام، ارامښت او سکون قهوه ورکوي، ځوان لیکوال ادم خان جیلاني یاد کتاب سره را غونډ کړی، چي د ځوانانو لپاره پکښي خورا د الهام، راز او ذهني سکون پيغامونه او لنډ مفهومونه او مطالب ئې سره را ټول کړي دي. د ادم خان جیلاني دغه کتاب په محتوا کي ډیري هغه خبري، مقعولې او لنډي مشهوري ویناګاني پخپل غېږ کي رااخیستي دي، چي سړي ته د پند او عبرت څخه ډکي خو لنډي ویناوي لري. په لوستلو ئې نه یوازي چي ارام بخښونکي ویناوي دي بلکي هڅوونکي هم دي.

۲۵ـ د اسلام ټولنیز نظام

    د دې کتاب راټولونه او ترتیب پوهنیار مفتي عزیزالرحمن عبدالله کړی دئ، چي د اسلامي ټولني د ټولنیزي برخي مسایلو لکه: د اسلامي ټولني جوړښت، د اسلامي نظام پېژندنه، اړتیا، اهمیت، ارزښت او سرچینې یا بنسټونه او د ښځو و خاوند حقوق، نکاح او … یاد کتاب هم د یوې اسلامي ټولني اساسات هم بیانوي، چي لوستل ئې خورا مهم دئ.

  هغه ټولني ژر د ویښتیا، روښانتیا او بدلون پر لوري ځي، چي چیري د کتاب او مطالعې خبري کېږي، په ټوله کي که د هر ولایت او هري خپرندويي ټولني د کتابونو دغسي لنډ راپور نشر سي، نه یوازي چي په کتابونو به خبر سو، بلکي د کتاب چاپ، پلور، مطالعې او د یوه سباوون پر لور به مو سفر پيل کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...