چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Homeخبرونهد مځکې منځ تر هغه څه ډېر پېچلې وخوت چې توقع کېده

د مځکې منځ تر هغه څه ډېر پېچلې وخوت چې توقع کېده

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۰ مه) د ساینسپوهانو یوې نوې څېړنې د ځمکې د داخلي مرکز په اړه یو حیرانوونکی انکشاف کړی دی. د څېړنې له مخې د ځمکې داخلي مرکز یو واحد، کلک او یوشان جوړښت نه لري، بلکې د پیاز په څېر له څو بېلابېلو طبقو جوړ دی.

دا موندنه د زلزلو د هغو څپو له ژورې او مفصلې څېړنې وروسته شوې ده چې د ځمکې له دننه تېرېږي، او د ساینس‌پوهانو ډېرې پخوانۍ پوښتنې یې ځواب کړې دي.

د جرمني د یوه پوهنتون څېړونکو هڅه وکړه دا معلومه کړي چې ولې د زلزلې څپې د ځمکې په داخلي مرکز کې په بېلابېلو لوریو کې په بېلابېلو سرعتونو حرکت کوي. دا غیرعادي چلند، چې په علمي اصطلاح کې ورته «ناهم ورته» ویل کېږي، له ډېرې مودې راهیسې یوه ناحل شوې معما وه.

ماهران وايي چې د ځمکې په مرکز کې له وسپنې سره یو ځای سپک عناصر، په ځانګړي ډول سیلیکان او کاربون هم شته. د دغو عناصرو په اندازه کې توپیر د وسپنې داخلي جوړښت اغېزمنوي، چې له امله یې د زلزلو د څپو سرعت او لوری بدلېږي.

د څېړنې پر مهال ساینس‌پوهانو په لابراتوار کې ډېر لوړ فشار او سخته تودوخه رامنځته کړه، چې د ځمکې د داخلي مرکز شرایطو ته نژدې وو. په همدې شرایطو کې یې د وسپنې، سیلیکان او کاربون پر ګډو موادو تجربې وکړې، څو وګوري چې دا عناصر د وسپنې د ذراتو ترتیب څنګه بدلوي.

پایلو وښودله چې د ځمکې د مرکز منځنۍ برخه نسبتاً لږ سپک عناصر لري، له همدې امله هلته د زلزلو د څپو چلند ډېر څرګند وي، خو په بهرنیو برخو کې د سیلیکان او کاربن د زیاتوالي له امله دا ناهمګوني کمه کېږي.

ماهرین وايي دا شواهد په ښکاره ډول ښيي چې د ځمکې داخلي مرکز له کیمیاوي پلوه له څو طبقو جوړ دی. دا موندنه د ځمکې د جوړښت، د هغې د ارتقايي تاریخ او د ځمکې د مقناطیسي میدان د پوهېدو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.

د ساینس‌پوهانو په وینا، د ځمکې په ژورو کې پټ دغه رازونه به په راتلونکې کې هم د زلزلو د څپو د مطالعې او لابراتواري څېړنو له لارې روښانه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کاپیسا کې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه وموندل شوه

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ که) په کاپيسا ولايت کې د يوناني–بودايي دورې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده. دا...