جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeمقالېافغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمي فرقي

افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمي فرقي

 عبدالسمیع واحدي

څلورمه برخه

……په تیر پسي

سلفیان:

محمد ولد عبدالوهاب (۱۱۱۵-۱۲۰۶ ل/۱۷۰۳- ۱۷۹۱ ز)  چي د سلفي فکري مکتب موسس او تیوریسن دی ریاض ته نږدې د عیینه په کلي کې زیږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې ېې له خپل پلار څخه وکړې. کله چې شل کلن شو قرآن ېې یاد کړ او له حنبلي فقهې، تفسیر او حدیثو څخه ېې هم یوه برخه ولوسته. د ۱۸ مې میلادي پیړۍ په نیمایي کې چې د جزیرة العرب مهمې ساحلي سیمې او حرمین شریفین د عثماني ترکانو تر واک لاندې و، عثمانیانو د عربي جزیرې د منځنیو صحرایي سیمو واک محلي قبایلي مشرانو ته پرې ایښی و چې له همدې امله د دې سیمو خلک د سیاسي مشرۍ له اړخه د قبیلوي سیستم رحم کرم ته پاته و.

آسیا او بیا منځني ختیځ ته د انګلیسانو په راتګ او بیا د بریتانوي استعمار او د عثماني ترکانو ترمنځ د ناندریو په کلونو کي په جزیرت العرب کي دوو خوځښتونو سر پورته کړ، یو د محمد بن سعود سیاسي حرکت او دوهم بیا د محمد بن عبدالوهاب النجدي دیني او مذهبی حرکت و په همدي وخت کی دغو دوو خوځښتونو ترمنځ داسي یو توافق او ژمنه کیږي چي له مخي د سعودي عربستان د نظام د جوړښت سره سم به د دولت مذهب به د محمد بن عبدالوهاب کورنۍ ته پاته کیږي او سیاست به یی د آل سعود کورنۍ ته، له دغه توافق نه معلومیږي چي محمد بن عبدالوهاب هم د سیمیزي سیاسي لوبي مهره ځکه وه چي په جزیره العرب کي د نویو تکفیري ډلو او بیا ورسته سیمه کي  د نوي کوچنیو دولتونو تشکیل د عثماني امپراطوري د ویش او له منځه تللو سبب شوو.

افغانستان باندي د شوروي د یرغل په کلونو 1980زیږدیز کي محمد حسین مشهور په جمیل  الرحمان د افغانستان د کنړ ولایت اوسیدونکی د یو سلفي سازمان (جماعت الدعوت القران و السنت) بنسټ کیښود.

جمیل الرحمان چي عقیدوي او فقهي برخه کي د محمد بن عبدالوهاب د فکري خط پیرو وو وتوانیده چي د سعودي عرب د دولت ،عربي هیوادونو د شتمنو شیخانو،  پاکستان څآرګره اداري په ملاتړ، کال  ۱۹۹۱ کې په کونړ کې د اسلامي امارت په نوم یو کوچنی سلفي حکومت رامنځته کړي، خو په ۱۹۹۱ کال کې  په کنړ باندی دحزب اسلامي د مشر ګلبدین له بریدونو او همدارنګه د جمیل الرحمن تر وژنې وروسته د سلفیانو امارت ډېر ژر ړنګ شو د سلفي فرقي ښوونیز مراکز (مدرسي) اکثره هغه پښتون  میشتو سیمو کي  موقیعت لري چي اوس مهال د پاکستان د حکومت د کنترول سیمی دي.

افغانستان کي د سلفي او دیوبندي فرقو ترمنځ شدید فکري اختلافات (دیوبندي فرقه چي د حنفي فقهي او ماتریدي عقایدو پیروان دي د افغان سلفي فرقي له نظره بدعتیان او مشرک ګڼل کیږي او د افغان دیوبندیانو دخوا بیا سلفیانو ته د خوارجو خطاب کیږي)  شتون لري دغه عمیق او پیچلي اختلافات ددي سبب شوي  چي د دغو ډلو زرګونه افغان پلویان په خپل منځي نښتو کي ووژل شي سره له دي چي دغو دوو فرقو ترمنځ دوه ځلي لمړی ځل په کال 1980 میلادي او دویم اتحاد په 2000 میلادی کال وشوي او  په یو بل  د نه حملي او د یو بل افکارو ته د درناوی توافقات وشول خو دغه تعهدات تر ډیره دوام ځکه ونکړ چي دغه تعهدات د بهرنیو عواملو تر اغیز لاندي رامنځته شوی وو دا په داسي حال کي چي د پاکستان په ښارونو کي بیا دغه دواړه فرقي مذهبي تاوتریخوالي نلري او خپل منځي جنګونه نکوي.

شیعه ډلي:

د پیامبر ع تر رحلت وروسته او د خلفايي راشدینو په عصر کي مسلمانان په دوه لویو ډلو وویشل شول یوه ډله چي د پیامبر ص د ځاي ناستي د ټآکلو دپاره په مشورتي روش او طریقه باور لرله  دوي د ابوبکر صدیق د خلیفه کیدلو پلویان وو بله ډله يي د خلافت په ارثي انتقال باور درلود او حضرت علي د خلافت پلویان ول، شیعه ډلي چي په څلورو لویو ډلو (دوازده امامه، علوي، اسماعیلیه،او فاطیمیه) ویشل شوي د خلافت د ارثي انتقال او د اهل بیت ( علویان) د حاکمیت پلویان وو.

 شیعه ګان په دې باور دي چې علي (رض) باید د اسلام د روحاني او سیاسي مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی وی. وروسته دې عقیدې د امامت مفهوم ته وده وکړه، هغه مفکوره چې د محمد صلی الله علیه وسلم یو شمېر اولادونه، اهل بیت په حقه واکمنان یا امامان دي او شیعه ګان عقیده لري چې دوی په اسلامي ټولنه کې ځانګړی روحاني او سیاسي واک لري. شیعه ډله د اسلام دویمه لویه څانګه ده چې د ټولو مسلمانانو څخه ۱۰-۱۵٪ لارویان لري.

افغانستان کي افغان هزاره ګان د شیعه فرقي اکثریت تشکیلوي خو د قزلباش، تاجک. پښتنو او ازبک قومونوکي هم په لږ تعداد خلک شته چي د شیعه فرقي پیروان دي.

افغانستان کي د شیعه ډلي دوه مشهوري فرقي استوګن دي یوه د جعفریه فرقه بله د اسماعلیه فرقه، د 19 مي پیړي په دویمه نیمايي کي میر محمد عظیم بیګ سه پاي د هزاره شیعه ګانو هغه مشر وو چي د امیر عبدالرحمان خلاف د وسله وال پاڅون کوونکي رهبري یي کوله. که څه هم په پیل کي د عظیم بیګ او امیر عبدالرحمان اړيکي ښي وي او عظیم بیک د امیر عبدالرحمان د بریطانوي امارت نه پیسي او وسلي ترلاسه کولي خو ورسته دغه اړیکي په بي اعتمادي، بغاوت او جنګ واوښتي.

افغانستان باندي د شوروي د یرغل په لمړیو کلنو کي عبدالعلي مزاري د خداداد زوي چي 1337 هجری لمریز کي د دایکندي ولایت په نانواي کلي کي زیږیدلي وو افغان هزاره ګان يي د شوروي په خلاف دنهضت وحدت ملي د تنظیم په چوکاټ کي منسجم او د ایران د شیعه جماعت په ملاتړ يي د روسي ځواکونو په خلاف جنګ پیل کړ.

عبدالعلي مزاري د ایران د قم په دیني جامعه کي لوړي مذهبي زده کړي وکړي، چي دغه جماعت د ديني مرکز ترڅنګ په سیمه کي د شیعه لږکیو د حقوقو مدافع او د پاڼ ایرانیزم دپآره يي شیعه ځوانانو ته روزنه ورکوله، د شوروي تر پاشل کیدا او د هغه وخت افغان حکومت تر نسکوریدو وروسته د عبدالعلي مزاري په مشري حزب وحدت تنظیم د کابل په داخلي جنګونو کي د ایران په مرسته د افغان شیعه جماعت او هزاره قوم په نفعه پوره برخه واخیسته تر څو چي د امریکا په مشري د ناټو او غرب ټلواله پښه افغانستان ته راښکیل شوه نو افغان شیعه ګان د جمهوري نظام په چوکات کي د پوره دولتي امتیازاتو څخه برخمن شوول.

د اسماعیلی فرقی پنځه څلويښتم امام خلیل الله د ایران د کاهک د سیمی اصل اوسیدونکی ؤ. هغه خپل ځآن د علی ابن طالب د اولاد څخه ګڼه او ایرانی مریدان يې لرل 1817 میلادی کال کي حسن علی د خپل ټبر سره تهران ته مخه کړه چه هلته د واکمن فتح علی قاجار نه مالی مرستی تر لاسه کړي فتح علی قاجار ورته مځکي ورکړی او ان خپل یوه لور چه سرو جهان نومیده، امام حسن علی ته ورنکاح کړه. فتح علی ورته آقا( آغا) خان لقب ورکړ او دی نه وروسته دی په همدی نوم مشهور شو. حسن علی د قاجاری دربار د زوم په توگه لومړی د قم او بیا د کرمان والی وټاکل شو.

د فتح علی شاه قاجار د مرګ څخه وروسته د هغه لمسي محمد علی شاه قاجار د ایران په تخت کیښناستو. دا نوی واکمن د حسن علی د بد نیت او جاه پرستی نه ښه خبر ؤ. د دواړو ترمنځ اختلافات په زیاتېدو شول او د حسن علی د مریدانو او د قاجاري واکمن د ځواکونو تر منځ ځنی نښتي وشوی. په پای کی حسن علی ماتی وخوړه او دی په کال ۱۸۴۱میلادی کی افغانستان ( هرات) ته وتښتېدو. دا وخت پرنګيان کابل ته رسیدلی و نو حسن علی جنرال میکناټن ته ولیکل: “زه اماده یم چه د خپلو مریدانو سره په هرات یرغل وکړم خو پدی شرط چه د هرات واکمنی به ماته راکوئ.” میکناټن دا وړاندیز ومانه خو پرنګي په کابل کی د وزیر اکبر خان له خوا یو ناڅاپی او بربادونکی ماتی سره مخامخ او له افغان خاوری نه په تېښته مجبور شو.

له پرنگيانو سره حسن علی هم د افغانستان نه بریتانوي هند خاوری ته وتښتېدو. په ۱۸۸۱ م کی د لومړی آغا خان، حسن علی د مرګ نه وروسته د هغه زوی آغا علی شاه د دوېم آغا خان په لقب د هغه ځای ناستی شو. ده هم د خپل پلار په پل د پرنگي سره خپلو سیاسی مرستو ته دوام ورکړ. د دوي په اقتصادی ملاتړ، دی وتوانیدو چې د اسماعیلی ډلی عقاید د جنوبی آسیا مختلفو برخو او ان د منځنی آسیا هیوادو ته هم ورسوي. د اغا علي شاه زوې درېم اغا خان سلطان محمد خان په کراچی ښار کی سترګی پرانستی. د برطانوی ملکی وکټوریا هغه ته د برطانوی هند د پوځونو د عمومی سر لښکر، ستر درستیز خطاب هم ورکړ.  د پاکستان د جوړیدو په وخت کي محمد علی  د علی جناح او پرنګی  مرستي ته ورودانګه او د پرنګي د برنامو په پلوي د پاکستان د جوړید په لاره کي خپل پوره هڅه وکړه.

دې سره نوموړي وتوانیده چه د افغانستان شیعه هزاره ګان اسمعیلي عقیدی ته را واړوي لکه د بغلان د کیهان د دری هزاره ګان او ځنی په کابل کی هم ځای پر ځای شول. علي خان د انگرېز په پوځ کې د مصر او ترک د مسلمانانو په ضد وجنگېدو خو په ۱۹۵۷ م کې د پاکستان د پوځ لومړې ډگرمند او وروستو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استاځې شو. د ده پلار درېم اغا خان سلطان محمد د مړينې په وخت خپل شل کلن نمسې کريم اغا خان خپل ځاې ناستې وټاکلو چې د بریطانیی تابعیت لری. د منځنی آسیا په هیوادونو لکه افغانستان، تاجکستان ، قزاقستان او قرغیزستان کی چې کوم اسماعیلیه اوسېږي، دوی د ځانګړي اهمیت خاوندان دي. د بریطانیی د مشترکه دولت د شاهي ټولنی مرستیال مشر کريم اغا خان دی.

د آغا خان فاونډېشن يا د پرمختگ شبکه د دریمې نړی اوپه ځانگړي توګه د آسیا په هیوادونو کی خپره ده چه د دی تر چتر لاندی دوه سوه نوری اداری کار کوی. دی سره اړوند نورې مهمی اداری د آغا خان د مایکروفنانس اداره ، د پلان ګزاری او پرمختیا اداره او داسی نوری په لسګونه اداری په کار بوخت دي چي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د انګلیس د ام آي ایکس د سازمان سره وصل دي.

تر دغو پورته ذکر شوو مذهبي فرقو پرته لسګونه نور کوچني مذهبي فرقي هم په افغانستان کي فعالیت لري چي هر یوه يي بهرني انګیزه او اجندا لري خو د افغانستان په وروستیو تحولاتو کي ډير بارز رول يي نه درلوده.

 چپي فکري مکتبونه او احزاب!

 مارکسسیزم او سوسیالیزم:

 مارکسسیزم یو سیاسي او ټولنیز فکري مکتب دی چي د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې  د جرمني انقلابي فیلسوف  کارل مارکس( ۱۸۱۸ – ۱۸۸۳ میلادي کال) له خوا وړاندي شو په دغه فکري مکتب کي فلسفه، سیاسي اقتصاد او د علمي اقتصاد تیورياني وړاندي شوی.مارکسیزم په کلیاتو کي د فردریش انګلس فکري اصولو څخه پیروي کوي، مارکسیستان په طبقاتي (د پلورتاریا، او بروژوا ترمنځ) مبارزه باور لري.

له اقتصادي او فلسفي پلوه کمونیزم او سوسیالیزم د یوې واحدې جرړې درلودونکي دي او دواړه د تولید د وسایلو په ټولیز مالکیت تکیه کوي، د دواړو تر منځ دا توپیر دی چې کمونیزم د سوسیالیزم وروستی او پرمخ تللی پېر ګڼل کیږي کارل مارکس د خپل ملګري او همنظر فريدريش اېنګلس سره په ګډه یو  منشور(څرګند ليک) چاپ او خپور کړ چي پکي  غوښتنه شوي وه چي د ټولو انسانانو حقونه بايد برابر وي. دا منشور په نړۍ کي د کمونيزم د تيورۍ د زېږېدو سبب شوو. روسي سیاست وال او تیورییسن ولادي میر لینن د 20 میلادي پیړي په پیل کي د بلشویکانو انقلاب رهبری کړ او بالاخره يي کال 1917 د اکتوبر میاشت کي دغه انقلاب  بریا ته ورسیده چي د اکتوبر د انقلاب په نوم شهرت وموند، د روسیي د اکتوبر انقلاب چي د شوروي جماهیرو د ایجاد سبب شوو د نړی ټولو مارکسیستی او سوسیالیستی غورځنګونو ته د الهام منبع شوه.

د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت هم یو سوسیالیستي حکومت و چې له 1978 څخه تر 1992 پورې یې په افغانستان کې حکومت وکړ. دا حکومت د خلق دیموکراتیک ګوند له خوا رامنځته شوی وو.

 د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند د افغانستان لومړی ډيموکراټيک ګوند وو، چې د ۱۹۶۵ د جون په لومړۍ نېټه د نور محمد تره کي له خوا رامنځته شو. نور محمد تره کی (په۱۹۱۷ ۱۹۷۹ زېږديز کال)، د ښوونځي دورې لومړنۍ زده کړې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې وکړې. تره کی د پلار د پېژندګلو سره کويټې ته لاړ؛ درې کاله يې هلته درس ولوست، د تره کي پلار د عبدالمجید زابلي په نوم له يو سوداګر سره پېژندل.عبدالمجید زابلي يو شرکت درلود، تره کی ور سره کندهار ته لاړ او هلته د عبدالمجید زابلي په شرکت کې د منشي په دنده وټاکل شو او ورپسې دی له عبدالمجید زابلي سره د هندوستان ممبۍ ښار ته لاړ او هلته په ياد شرکت کې منشي وو. هندوستان کې له يو څه وخت تېرولو وروسته نور محمد تره کي افغانستان ته راغی؛ او په ټولګټو چارو وزارت کې مامور مقرر شو. نور محمد تره کي ته به روسانو د افغانستان ماکسیم ګورکي ويل د روسيې  مشهور ليکوال ماکسیم ګورکي د کمونېزم او مارکسېزم په اړه لېکنې کولې.

خو د خلق دموکراتیک د ګوند له ښکاره رامنځته کېدو نه ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې ګوند په دوه ډلو خلق او پرچم باندې ووېشل شو

کله چي مونږ افغانستان کي د وارد شوو افکارو او د هغوي د فکري مکتبونو د موسیسینو، تیوریسینانو تاریخچه او ددغه مکتبونو شالید، موخي، برنامي، او عملي تګلاري  تر مطالعی لاندي نیسو لیدل کیږي چي دغه مکتبونه اصلا نه یواځي دا چي د افغانستان د خلکو د کلتور فرهنګ، سیاسي او اقتصادي وضعیت او ټولنیز حالت په سمون کي کوم موثر رول نه دی لوبولي او نه يي لوبولي شي بلکه یو په بل پسي يي زمونږ د خلکو ستونزي زیاتي شوي دي ولس مو منزوي او د پرمختګ د کاروان څخه ایسار شوی او هیواد مو د متضادو فکري مکتبونو د شتون په وجه د متخاصمو جنګي ډلو د اندوخړ په ډګر بدل شوی افغان انسان  د آزادۍ، هوسایني او ټولنیزي سوکالۍ څخه محروم کړل شوی او ټولنه مو د نړی د ورسته پاتي هیوادونو د لست په سر کي پاتي شوی.

د افغانستان په نږدي تیر کي څومره کورنۍ جنګونه چي شوي اکثریت يي د مذهبي فرقو ترمنځ پیښ شوی، د اخوانیانو خپل منځي جنګونه (د ګلبدالدین د حزب اسلامی او د برهان الدین ربانی د جمیعت خپل منځي نظامي او سیاسي رقابتونه)، د شیعه او سني جنګ ( د سیاف د اتحاد اسلامي تنظیم او د مزاري نهضت وحدت اسلامی د ډلي ترمنځ جګړه)، د دیوبندي فرقي او د سلفی وهابیانو ترمنځ اخ و ډب، د ملا عمر په مشری  دیوبندي فرقي او د رباني اوسیاف په مشری د اخواني ډلو ترمنځ خونړی نښتي، د نقشبندیه فرقي د مرید (حامد کرزي) د حکومت او د دیوبندي طالبانو ترمنځ شخړي، که څه هم افغانستان کي د شوروي پوځونو د یرغل په وخت کي نږدي ټول مذهبي ګوندونه د امریکا او غرب په مالي او د پاکستان او عربي هیوایدونو په فکري او مدیریتي ملاتړ د هغه وخت حزب دموکراتیک خلق افغانستان په رهبري د افغان دولت او شوروي ځواکونو په وړاندي جنګیدل خو سره له دي هم دغه فرقو کي د خپل منځي تفاهم قابلیت ځکه نه وؤ چي ددغو فرقو انګیزه، مالي او تسلیهاتي حمایت له مختلفو خارجي استخباراتي سازمانونو څخه سرچینه اخیسته.

له بلي خوا د افغانستان په چپي ګوندونو کي هم ورته ستونزه لیدل کیږي سره له دي چي ملت پال او ولسواک خوځښتونو ترمنځ دوامداره مخامخ نظامي تقابل نه دی رامنځته شوي خو په سیاسي، فکري او اقتصادي ډګر کي د دغو ډلو ترمنځ عمیق اختلافات ددی سبب شوی چي په هیواد کي یو با ثباته دولت رامنځته نشي اوهرځلي د مذهبي ډلو په واسطه افغان ملي دولتونه ړنګ شي.

… نور بیا

افعاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمي فرقي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب