پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهچین افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه ینه مرسته کوي

چین افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه ینه مرسته کوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) په کابل کې د چین سفیر ژاو ژینګ، د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه ینه مرسته کوي.

د طالبانو  په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د واخان دهلیز پر اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت، په افغانستان کې پانګونې ته د چینايي شرکتونو د لېوالتیا، د سوداګرۍ کچې پر زیاتوالي، د لوګر د مس عینک کان د سړک جوړولو د پیل او د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر دوام او پراختیا خبرې وشوې.

د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې یاده مرسته له طالبانو سره په همغږۍ، د راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو د هواري په برخه کې ولګول شي.

یو شمېر څارونکي باور لري، چې چین دې د دې مرستو پر ځای پر پاکستان له خپل نفوذه په استفادې دغه هېواد وهڅوي چې افغان کډوال په زوره ونه باسي.

2 COMMENTS

  1. کډوال یا افغان مهاجرین چې هرچېرې وي ، د افغانستان اتباع او ملي ، انساني ، کاري او اقتصادي ځواک او سرمایه ده. هغوی چې لا اقل په یوه پرمختللي ، آرام او انساني محیط کې ژوند کوي ، د تحمل وړ دي .
    اما هغه افغانان چې په پنجاب او یا د هغه په مستعمرو کې او یا د ایران په شان هېوادونو کې اوسېږي ،بیا د ترحم وړدي . له هغوی سره باید مرسته وکړل شي ، چې خپل هېواد ته راستانه او د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې هلته د کار ، ژوند او اوسېدو شرایط ورته مناسب او برابر وي ، ځای پرځای شي.
    تر هرڅه مخکې هغوی ته باید په افغانستان کې د ژوند شرایط آماده شي .
    افغانستان له اوبو ډک او مست سیندونه لري چې له لویو دښتو نه تېریږي ، باید دا اوبه مهار او خپلو هېوادوالو ته به مناسبه اندازه مځکه په وړیا توګه د هغوی په اختیار کې ورکړي .
    کانونه او معدنونه زمونږ ملي سرمایه ده ، د هغو د استخراج او د هېواد په داخل کې باید د تصفیې او ګټه اخیستلو لپاره زمینه مساعد کړل شي .
    باید یو منظم او قانونمند دولت چې د ټولو اتباعو حقوق ، مکلفیتونه ، لکه د تحصیل او زده کړو آزادي ، د بیان او نظر څرګندولو ، یو بل ته احترام او د ژوند ټول شرایط پکې آماده او تضمین وي ، جوړ کړل شي ، چې دا دولت خپل مکلفیتونه او وجایب د هېواد دننه او د باندې په سمه توګه اجرا کړی شي ، جوړ شي . د افغانانو ټول ملي ، تاریخي ، دیني ارزښتونه په قانوني ډول تضمین او د انتخاباتو لپاره ټول لازم امکانات پکې برابر وي .
    که هرڅومره زمونږ هېوادوال تیت او پراګنده وي ، د افغانستان دښمنان د هغوی له منځه خاینین او جاسوسان ، مخربې ډلې په مختلفو نومونو استخدامولی شي ، چې د کورني اخ وډب ، د هېواد د سیاسي او اقتصادي کمزورتیاو ، بې نظمیو او کورنیو جګړو سبب کیږي .
    کومې مرستې چې ګاونډیان یې د افغان مهاجرینو په نوم ترلاسه کوي ، مهاجرینو ته پنځه سلنه هم نه رسیږي . مګر که د هغوی د بیا اسکان لپاره د هېواد دننه ولګول شي ، د افغانستان داقتصادي پرمختګ سبب کیږي .

    • خبرې د طلایې دي خو دغه بی شعوره انسانان کله په انسانیت پوهیژی ! دوی ا ،، الدین و دوله ،، غواړي ، نه داولس اراده او غوښتنې یې !!
      دغه ډله باید ورکه شي او دا نور انسانیت نه یواز په ژبه بلکې د علم او دطبیعت په پوهې خپله د مغزو ټانکۍ ډکه کړي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب