جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترافیکي پېښو بغلان کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ترافیکي پېښو بغلان کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د بغلان ولایت طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلا _جلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باختر اژانس د راپور له مخې، د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې د دوو موټرو د ټګر له امله د یوې ښځې په ګډون ٦ تنه مړه او ٥ نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال د یاد ولایت په مرکز کې د یو موټرسايکل او پاسو ډوله موټر د ټکر له امله یو تن مړ شوی شوی دی.

د یادو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...