شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د افغان ملت ستره بدبختي /  سپين روان نورزی

د افغان ملت ستره بدبختي /  سپين روان نورزی

د ګيلامن وزير په شهادت د تسليت، ډاډګيرنې او خپګان هغه غبرګونونه او پيغامونه چې مشرانو، مخورو، مېرمنو، ځوانانو او فعالانو د نړۍ له لرو بره په رنګا رنګ بڼو خپاره کړل او يا يې خپروي لامل يې دا دی چې دې مبارز شخص د خپل هېواد او خلکو لپاره مبارزه کوله، د محرومو ولسونو غږ يې اوچتولو، نو ځکه يې د ولسونو په زړونو کې ځای درلود.

ولې له يوه داسې کس سره چې هغه د همدې محروم ولس د غږ وچتولو سرلاری وي، د همدې ولس له منځه يو څوک راځي او د هغه د مرۍ د پرېکولو هڅه کوي؟

دا ډول پېښې نوي نه دي، دا بدبختي ډېره اوږده تاريخي مخينه لري. پوهاند ګل محمد نورزی ( د فيوډالي دولت مطالعه) نومي اثر په سريزه کې، په دولسمه او دريالسمو پېړيو کې د افغانستان په جغرافيه کې د حکومتونو ترمنځ رابطو او اړيکو ته په اشارې سره وايي چې، چنګيز په خپل ټول قوت کله چې د غور خيسار کلا لپاره پلان جوړ کړ، قومندانونو يې مشوره ورکړه چې له دې عملياتو تېر شه، ځکه د کلا استحکام او د خلکو اراده دا په ډاګه کوي چې شايد دا کلا زموږ د ماتې لامل شي، چنګيز همداسې وکړل او د خيسار کلا حکمران سره يې سوله وکړه او په ټوله سيمه کې خيسار کلا د چنګيزي تړاک او اشغال څخه خوندي پاتې شوه، خو له دې ټړاکونو وروسته، د هرات شاهي کورنۍ د (ملک شمس الدين کورت) د واکمنۍ پرمهال په دې کلا پريد وکړ او په دې بريالی شو چې د خيسار کلا واکمن ( المار) مات کړي او دا کلا لاندې کړي. 

په دې تاريخي پېښه پوهاند نورزی د کره تاريخي اسنادو او شواهدو په اساس ليکي چې د هرات د کورت کورنۍ او د غور شاهي افغان کورنۍ دواړه اصلا د غور وې، او دواړه په خټه پښتانه وو.

چنګيز په دې بريالی نه شو چې د خيسار کلا پښتانه لاندې کړي، خو خپل ورور يې په ډېرې اسانۍ سره ماته ورکړه.

داسې ويل کېږي کله چې غازي امان الله خان له کابل څخه ووتلو، نو د غزني په لاره کې خلک ورته رامخکې شول چې موږ درسره ځوو، او بېرته ستا لپاره بادشاهي نيسو، خو ده انکار وکړ او ورته يې وويل چې ما غوښتل خپل ولس خپلواک او په ځان بسيا کړم، خپلواکي مې ورته واخيسته، نن چې دوی ما نه غواړي، زه څنګه دوه وروڼه سره په جنګ کړم او ځان واکمنۍ ته ورسوم.

امان الله خان يو له هغو کسانو و چې په ډېر جراات د انګريزانو په مقابل کې ودرېدو او مات يې کړل، خو کله چې خپل خلک يې په مقابل کې ورېدل ده ته يې ماته ورکړه. دا او دې ته ورته نور ډېر مثالونه هم په تاريخ او هم په معاصر عصر کې شته چې د پرديو لپاره د غرونو په څېر غښتلي وي، خو کله چې په کور کې ورته دښمني جوړه شي، نو دا د غره غوندي غښتلی د زړې ونې په څېر را وغورځوي.

هر کله چې په دې خاوره کې يو چا د يوه مثبت فکر او يا د ولسي حرکت جنډه پورته کړې او مخالفان يې هم په دې پوهېدلي چې د مقابل لوري د پنجې او منطق زور نه لرم، نو په کور کې يې ورته دښمن پيدا کړی او خپل سرلاری يې پرې مات کړی دی.

زموږ په سيمه کې يو ديني عالم تېر شوی چې ډېرې پخې ولسي خبرې به يې هم کولې، هغه به ويل چې هر څومره لوی او بزګ سړی شې، درې کسان دې بزرګي نه مني: يو سپی، دويم مېرمن، او دريم تربور. 

سپی چې دې چې وويني، درته غاپي، که وس يې ورسېد نو خوري دې هم، پرته له دې چې ستا مقام او ستر سړيتوب درک کړي، دويم ښځه که ته بادشاه د زمانې هم وې، مېرمن درسره جنګ هم کوي، خبره به يې هم په سر وړې، هغه ډول اړيکې به ورسره ساتې کومې دې چې په لومړۍ ورځ ورسره جوړې کړي وي.

دريم تربور دی، ته چې هر څه وې، تربور دې درته وايي چې زه او ته سره سيالان يو.

کله کله چې زه د مولوي صاحب خبره له ځان سره شربم، نو داسې راته ښکاري چې د سپي او مېرمنې موضوع نړيواله ده، ځکه په هر قوم او هر ملت کې دا دوه کټه ګورۍ د انسان لويي نه مني، خو خطرناکه خبره د تربور ده چې دا يوازې په پښتنو کې ده او د پښتنو د بدمرغيو ستر لامل همدا د تربور تر نامه لاندې د ناسالمه سياليو پيلامه ده.

د ګيلامن وزير شهادت او د هغه د غږ تربتول د دښمن هغه ستره توطيه ده چې تل يې د افغان ملت سر لاري پرې مات کړي او له سيالۍ يې ايستلي دي.

د شهيد ګيلامن ستر ارمان د افغان ولس ويښتابه او د ټولو انساني حقوقو څخه يې مشروع دفاع وه او وي به، خو د همدې کلي او ولس په منځ کې داسې کس پيدا شو چې د هغه چا په مرۍ يې پښه کېښوده، کوم چې د هغه لپاره د عزتمن ژوند غوښتنه کوله.

داسې ويل کېږي کله چې ګاندي د يوه ځوان له خوا وويشتل شو، نو خلکو غوښتل چې هغه ځوان ووهي، خو ګاندي ورته نارې کړې چې ځوان مه وهئ، زما خوا ته يې راولی. کله يې چې هغه ځوان ګاندي ته راوستو، ګاندي ځوان په غېږه کې ونيو او ورته يې وويل چې ته نه يې ملامت، ملامت زه يم چې ته مې سم پوه کړی نه وې.

نن چې هر څه له موږ سره کېږي، دا زموږ خپل قصور دی، په ځانګړي ډول د خبيرو او روښانفکره افرادو، چې ټوله ورځ د ځان په فکر کې دي په ټول کال کې يې يوه ورځ هم دې ته ور نه کړه چې د خپل کلي په جمه او جومات کې خپل ساده کليوال په دې پوه کړي چې ستاسو ګټه او لوړتيا په څه کې ده، ولې لوی ګټې او اهداف د وړو او بې معنا خبرو قرباني کوئ.

تر هغې چې په خپل کور او کلي کې دا بې معنا، ناسالمې او بدبخته سيالۍ چې د تربورګيرۍ په نوم موجودې دي، او بهرني دښمنان ترې ستره استفاده کوي، ختمې نه کړو، خپلو سرلارو ته به په خپل لاس د دار رسۍ تړو.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    سپین روان نورزی صیب
    له ڈیری مودی وروسته می ستا په لیکنه سترگی خوژی شوی
    همدا پورتنی خبری تر ٹولو اول کوشش وکڑہ چی په خوست کی یی عامی کڑی
    زکه د خوست خلک په ٹول افغانستان کی د شہ خلکو پہ نوم مشھور دی
    خو
    حقیقت بل سه دی
    پخپلو کی بیا هماغه د سپی او میرمنی خبره ده
    په گوتو او قلم دی برکت
    د نورو قیمتی لیکنو په هیله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب