پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد پلټنې ادارې رئیسې له خپلې دندې استعفا ورکړه

د پلټنې ادارې رئیسې له خپلې دندې استعفا ورکړه

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) وروسته له هغه چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ادارو کې د فساد د ډېروالي راپورونه ورکړل شول د دغې ادارې رئیسې له خپلې دندې استعفا ورکړې.

غزال حارث ویلي چې اوږده موده یې د پلټنې په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړه، خو د دې په ټکو چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې چاره سخته ده.

د آغلې حارث په په خبره چې دوه ځلې یې خپله استعفا ولسمشر ته استولې خو نه ده منظوره شوې.

هغې هیله څرګنده کړې چې افغانستان په نږدې راتلونکې کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو واحد لیدلوری ولري.

د پلټنې ادارې مشره داسې مهال له خپلې دندې استعفا کوي چې په وروستیو کې په یو شمېر ادارو کې د فساد د ډېروالي راپورونه ډېر شوي.

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ او د ولسي جرګې ځینو غړو په وروستیو کې ادعا کړې چې فساد په پلان شوې او سیستماتیکه توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې ښکېل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...