Homeخبرونهد پروان د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رئیس ووژل شو

د پروان د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رئیس ووژل شو

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د هدفي وژنو پر دوام نن سهار د پروان د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی.

د سیدخېل ولسوالۍ ولسوال احمد لمر عثمان یار ویلي چې مولوي سیف الله ساپی نن سهار په یاده ولسوالۍ کې د شهید سیف الرحمن په نوم د یوې لېسې مخې ته د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

د عثمان یار په خبره د پېښې په هکله پلټنې پيل شوې دي او ژر به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړل شي.

تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...