چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا د پاکستان...

حامد کرزی: په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا د پاکستان او امریکا لاس دی

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲) پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر ۱۹ کلن ماموریت کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د جګړې له دواړو لورو ملاتړ کړی دی.

د هغه په خبره په افغانستان کې یې له افغان حکومت نظامي ملاتړ کاوه خو له پاکستان سره یې هم مالي مرستې کولې په داسې حال کې چې دغه هېواد د طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی و.

نوموړي ویلي امریکا نه یوازې دا چې دلته د جګړې ملاتړ کړی بلکې په خپلو هوایي بریدونو کې یې ګڼ افغانان وژلي او کلي یې وران کړي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې اوس هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا ولاړ دی او لا هم افغانستان ته بمونه او وسلې رالېږي.

هغه ویلي دلته د پاکستان او نورو هېوادونو د ګټو جګړه روانه ده او ددې اړتیا ده چې نړیوال ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي.

هغه پاکستان ته په خطاب ویلي چې په جګړو او وژلو خپلو موخو ته نه شي رسېدلی او افغانان به یې د هر ډول دسیسو پر وړاندې مقاومت وکړي.

حامد کرزي تمه ښودلې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې له افغانانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه دې ختمه شي او افغانان دې په خپلو کې سره یو لاس شي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان جګړې ته مذهبي رنګ ورکول نه دي په کار، ځکه د پردیو د ګټو جګړه ده او تر هغه به دوی د جګړې ملاتړ کوي چې ګټې یې نه وي خوندي شوې.

په ورته وخت کې بیا لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي.

دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي.

د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو نیابتي جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی هم وکړ خو تر څنګ یې ددې غوښتنه کوله چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.

لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.

1 COMMENT

  1. دا اوس ټول ته معلومه ده که پاکستان انکار وکړی یا ونه کړی مګر پدی خبره باندی نړیواله ټولنه او امنیت شورا او همدارنګه امریکا، برتانیه او روسیی او هند استخبارات او یادو هیوادونو او سازمانونو امنیتی برخی مسولین پدی اوس کره اسناد لری چی پاکستان د امریکا او برتانیی په مالی او سیاسی ملاتړ د مخکی پخوانیو جنګی ۷ یا ۸ جنګی ډلو ملاتړ کاوو چی په ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۰ پوری طالبانو نظامی او مالی او استخباراتی ملاتړ کاوو چی امریکایی رسانی پدی هکله څو ځلی راپورنه خپاره کړی او همدی شل کلنه دوره کرزی پدی ښه خبر ده مګر رښتیا خبری نه کوی ځکه اوس دا خبره ددی لپاره کوی چی کیدای شی امریکا د لنډمهالی حکومت مشری د بیاځلی لپاره دده لپاره لازمه نه وی ګڼلی نو ځکه اوس کرزی او نبیل ځینی اوقات داسی خبری کوی مګر چی هغه وخت کی مشران دا خبری او اسناد یی رسانیو ته ورکول چی نړیوالو په یو غږ په پاکستان اقتصادی او سیاسی فشار راوړی وای مګر اوس یی سر وخت ده کچیری امریکا په رښتیا غواړی چی افغانستان حقیقی او واقعی سوله داسی سوله چی افغان ولس یی غواړی راشی نو یوځل له پاکستان د یوی میاشتی په دوران کی وغواړی نو بیابه ټول هیواد په رڼو سترګو ګورو چی طالبان به اوربند هم منی هر چیری چی وغواړی د ولس غوښتنو چی با عزته سوله ده حاضر شی
    مګر داسی ښکاری چی امریکا دلته داسی حالت غواړی چی ولس مجبور کړی د امریکا پاتی کیدل تایید کړی مګر موږ ګورو چی هغه امنیتی سند چی داکترغنی او عبدالله ورته په کمپاین کی یی دهغه سند لاسلیک لپاره لیوالتیا درلوده دواړو مشترک لاسلیک کړه مګر بیا همغه افغان وژنه ده او هماغه عام ولس په وینو کی لمبیږی، تاسی ټول هیواد وال یی ګوری چی د دوحی تړون څخه سرغړونه امریکا وکړه او طالبان زور یی له عام ولس څخه باسی (آفرین پداسی اسلام او داسی وطن دوستی)
    https://taand.net/?p=185510&

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب