دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ځینې کارونه همدا نن ترسره کړئ| جنرال دولت وزیري

ځینې کارونه همدا نن ترسره کړئ| جنرال دولت وزیري

راځئ تېر هېر او راتلونکی د راتلونکو کار وګڼو، خپل مسوولیت چې نن دی تر سره کړو:

په ډېر شمېر خلک کله چې ژوند يې له مشکلاتو سره مخ شي او یا يې کارونه ښه پر مخ نه ځي، د پخوانیو وختونو په ارمان وي او وايي چې تېر ډېر ښه وختونه وو. د دوی په باور په هغه وخت کې ښه ژوند و، مشکلات نه وو، مینه او محبت و. ارزاني او پرېماني وه. باور او درناوی و. له یوه او بل سره مرسته وه. فساد او واسطه نه وه، مانا دا چې هر څه ګل او ګلزار وو. دوی دا هم وايي چې هغه وخت خلک هم سم وو.

ځينې بيا هغه ناخوالې چې په هغه وختونو کې یې ترې سر ټکاوه او تل به ترې په چيغو وو، هغه هم په ښو کې شمېري، ځکه چې له حافطې يې وتلي وي.

که د خپل ژوند وختونه پر درېیو برخو وویشو، یو يې هم تېر وختونه دي، که مو ترې ګټه پورته کړې ده او یا مو عبث خپل وخت تېر کړی دی، په هر صورت کې څه په لاس نه راځي، په تېر پسې افسوس او د اوښکو تویول د مچانو په څېر بې له کومې ګټې د لاسونو مښل دي.

ځکه چې:

«تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جار وځي

نه جار وځي تېر ساعت په بېرته بیا»

 ښکاره ده چې تېر وختونه که ښه وي او يا که بد وي د تاريخ ښکاره او يا پټه برخه ګرځي او بېرته را ستنول يې ممکن نه دي. دا تېر وخت د تاریخ په یوه پخوانۍ پاڼه کې خوندي کېږي. مه یې کوه چې د تېر تاریخ برخه وي. د تېر وخت ګټه د تېرو وختونو د تاریخ لوستل دي، د دې لپاره چې د تاریخ له تجربو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي. هغه کار کې چې بریا او ګټه يې په تجربو ثابته شوي وي، ترې ګټه پورته شي او له ناکامو تجربو يې پرهېز وشي.

موږ نه وایو چې د تېر وخت هر څه سم نه وو، یا هم اوس چې هرڅه روان دي سم روان دي.

کله چې موږ په وزیرو کې اوسېدو، د خلکو تر منځ له یو او بل سره مرسته او د ټولو په ګټه د ډله یيزو کارونو تر سره کول رواج و. سهار به نغاره ووهل شوله، اوازه به شوه چې د ویالې لپاره ډله ییز کار دی، ټول خلک به په ډېر شوق له خپلو بېلونو او بېلچو سره د ويالې جوړولو لپاره لاړل او په ډېر کم وخت کې به ویاله جوړه شوه. د جوماتونو، لارو، سړکونو، پلونو د جوړولو او رغولو او په همدې توګه په غوبل، پایکل، لو، قلبه او نورو ډېرو برخو کې به ډله ییز کارونه تر سره کېدل، چې دا د تېرو وختونو یوه ډېره ښه تجربه ده. که اوس هم ډله ییز کارونه د هېواد د سمسورتیا، د ښار د پاکولو او په نورو برخو کې تر سره شي، د زیان پر ځای به يې ګټه ډېره وي.

په هغه وخت کې ناخوالې هم ډېری وې. بېسوادي، غریبي، بېکاري، د ټوپک واکمني او د ژوند کولو ډېره ټیټه سطحه يې څو بيلګې دي.

وايي:« چې تېر شي هېر شي» پر هغه مهال به خلک له ناروغیو او رنځونو کړېدل او د درملنې لپاره یوازې د ویالې د غاړې بوټی او دم او دعا وجود درلود. خلک په عادي ناروغیو هم مړه کېدل. ډاکټر او درمل څه چې، کمپوډر او ډېر عادي درملو هم وجود نه درلود. لوی ډاکټر به هغه و چې د عسکري خدمت پر وخت به يې په روغتون کې جارو او یا نور ساده کارونه کړي وو.  هغه به لوی ډاکټر و ځکه د څو ټابلېتو نومونه به يې زده وو. د تېرو وختونو د داسې او دې ته ورته ناخوالو هېرول او بیا د تېرو وختونو ارمان کول فکر کوم بېځایه او عبث کار وي.

د ژوند بله برخه راتلونکي وختونه دي چې په مطلق ډول يې چارې زموږ په لاس کې نه دي. موږ کولای شو چې په خپلو هلو او هڅو د ځان لپاره ښه او د نېکمرغۍ شرايط را منځ ته کړو، خو دا کار تر ډېره زموږ په لاس کې نه دی، ځکه ډېر عوامل شته چې سره له ډېرو هلو ځلو چارې ګډې وډې او د خرابۍ پر خوا لاړې شي.

زلزلې، سېلابونه، توپانونه، ږلۍ، د واورو رشونه، وچکالي، تودوخه، ساړه، د کرونا په څېر ناروغۍ او دې ته ورته نور عوامل شته چې مخه نیول يې زموږ له توان او واک څخه بهر دي. موږ ګورو چې پرمختللې نړۍ هم د کرونا وبا په کنټرول کې لا هم بریالۍ شوې نه ده. پر دې سربېره د موټر ټکر او د الوتکو لوېدل هم تر ډېره زموږ له واک څخه بيرون دي. مانا دا چې تر ډېره حده راتلونکې زموږ په لاس کې نه ده او موږ يې په جوړولو او د ځان په ګټه څرخولو کې لوی لاس نه لرو.

د ژوند ډېر مهم او اړین پړاو حال او یا دا اوس دی، چې زموږ په لاس او واک کې دی. که مو ترې ښه او پر ځای ګټه پورته کړه خو ښه خبره ده او که نه نو « د اوبو په څېر بهیږي درېغه- درېغه»

 وايي:«وخت لکه سره زر دي» او سره زر همدغه اوس ته وايي، ځکه څوک چې د سبا په تمه وي هېڅکله پر هغه نه سبا کېږي. که مو نن خپل کار تر سره کړ، مانا دا چې د يوې ورځې کار مو تر سره کړی دی او که مو د نن کار سبا ته پرېښوده، ښکاره ده چې د دوو ورځو کار تر سره کول بیا په یوه ورځ کې امکان نه لري.

 له اوس یا حال څخه په سمه توګه ګټه نه پورته کول او د نن ورځې کار سبا ته پرېښودل انسان له مايوسۍ او لټۍ سره مخ کوي. واضح ده د لټۍ او مايوسۍ پایله بې له شکه بدمرغي ده.

د نن کار همدا نن او پر خپل وخت تر سره کول د نېکمرغو او برياليو کسانو کار وي. که چېرې په کوم کار کې نن بری تر لاسه نه شي، د بریا هیله خو له منځه نه ځي، ځکه د دې چانس شته چې بری او خپلې هیلې ته به سبا ته ځان ورسوي. که چېرې تل د بلې ورځې په تمه وي مانا دا چې هېڅکله به د بریا مخ ونه ګوري. څوک چې پر خپل وخت کار کوي هرو مرو يې بریا په برخه کېږي.

راځئ چې پخوانۍ خبرې پخوانيو ته پرېږدو، که دښمنې وه که عداوت و، که اشتباه وه، که لوږه وه، که وژل وو، که چور و او يا په سلګونو نورې ناخوالې وې، د تاریخ برخه يې وګرځوو، راتلونکي هم د راتلونکو کار دی. اړينه ده چې موږ خپل مسووليت په سمه توګه تر سره کړو او هغه نن ورځ ده. جګړې بس کړو، عداوت بس کړو، له دښمنۍ تېر شو او سولې، صفا او صمیمیت له پاره کار وکړو او هغه همدغه نن تر سره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب