جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې وزارت: د کونځلو حاصلات نږدې ۴۲ زره مټریک ټنو ته...

د کرنې وزارت: د کونځلو حاصلات نږدې ۴۲ زره مټریک ټنو ته ورسېدل

تاند (دوشنبه د جوزا ۳) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د تېر کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۱ زره او ۸۵۵ مټریک ټنه کونځلې تولید شوې دي.

د دغه وزارت د احصایې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر ۶۵ زره هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې.

خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو ډېرې کونځلې په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې تولید شوې دي.

د کرنې وزارت وايي له دغه نبات څخه غوړي اېستل کېږي، د خوړو د خوند په ښه کولو او د پوستکي د روغتیا او پیاوړتیا په موخه هم کارول کېږي او دغه راز د کونځلو غوړي د شکرې ناروغي د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...