یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان له شنو اشارو وروسته پینتاګون د پاکستان رول وستایه

د پاکستان له شنو اشارو وروسته پینتاګون د پاکستان رول وستایه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) وروسته له دې چې پاکستان امریکايي الوتکو ته په افغانستان کې د جنګي عملیاتو لپاره د خپل فضايي حریم او د افغانستان پولو ته نژدې د اډې د ورکولو په اړه شنه اشاره ورکړه، پینتاګون د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول وستایه.

د پنتاګون یوه چارواکي وویل، د امریکا حکومت به له پاکستان سره تماسونو ته دوام ورکړي ځکه چې دا هیواد د افغانستان د سولې په پروسه کې خورا مهم رول لوبوي.

د هند او پسیفیک لپاره د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډیویډ ایف هیلفي د خپل هیواد د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل«پاکستان په افغانستان کې ډېر مهم رول لوبولی. دوی د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او دغه راز یې موږ ته اجازه راکړه چې په افغانستا ن کې د خپلو پوځیانو د حضور د ملاتړ لپاره د دغه هیواد له فضا کار واخلو.»

هیلفي دا څرګندونې د لوېدیځې ویرجینیا د دیموکرات سناتور جو منچین د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه پوښتنه وکړه چې د پاکستان او د د غه هیواد د استخباراتي ادارو په اړه څه نظر لري او په راتلونکې کې د هغو د رول په اړه څه وايي.

پاکستاني ورځپاڼه ډان وايي، دغه هیواد تل امریکا ته اجازه ورکړې چې امریکا یې له فضا څخه کار واخلي او په راتلونکې کې هم اجازه ورکوي.

د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د اسیا- پسفیک د فرعي کمېټې غړیو ته په انلاین څرګندونو کې وویل، د امریکا او پاکستان ترمنځ داسې پراخ ستراتیژیک مشارکت ته اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو ګټې څاري او خوندي کوي.

ده زیاته کړه«دا ډول مشارکت به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي او دغه راز به په جنوبي اسیا کې د دوو هیوادونو ګډې ګټې وساتي.»

قریشي د امریکا د استازو جرګې غړیو ته وړاندیز وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره دې دا ډول منظم تماسونه جاري وساتي چې د سیمې له حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان له تحولاتو هغوی خبر وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب