جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۰) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۰) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

شلمه برخه

دریم څپرکی

هومیو ساپینس کنټرول له لاسه ورکوي

ایا انسان کولی شي د نړۍ کنټرول ته دوام ورکړي او هغې ته مانا وروبخښي؟

ارټیفیشل انټیلیجنس یا مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنالوجي څرنګه هیومانیزم ګواښي؟

له انسانه وروسته څوک قدرت ترلاسه کوي او بل کوم نوی دین به د هیومانیزم

ځاي ونیسي؟

۸

ساعتي بم په لابراتوار کې

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د وګړپالنې، بشري حقوقو، ډیموکراسۍ او ازاد بازار په شمول د لیبرالیزم پکیج یا بستې پر ټوله نړۍ اغیز وکړ خو د یوویشتمې پیړۍ څېړنې د لیبرال نظام ستنې او بنسټونه کمزوري کوي. علم او ساینس د ځان لپاره ارزښت نه غواړي او نه هم په ارزښتونو پسې ګرځي او په دې اړه هم پرېکړه نه شي کولی چې لیبرالان په حقه دي چې غواړي ازادي تر برابرۍ لوړه وګڼي او یا دا چې یو وګړی یا فرد دې له ټولي یا جمعې لوړ وګڼي. خو لیبرالیزم  د نورو دینونو په شان پر مخالفو اخلاقي قضاوتونو سربېره پر داسې باورونو او عقیدو ولاړ دی چې ادعايي واقعیتونه دي او دغه ادعايي واقعیتونه د علمي څېړنو زغم نه لري.

 لیبرالان فردي ازادي تر هرڅه لوړه ګڼي ځکه دوي فکر کوي چې انسان ازاد دی او ازاده اراده لري. د لیبرالیزم په اساس د رایې اچوونکي او مشتري پریکړه نه قطعي ده او نه هم تصادفي. انسان په طبیعي توګه له بهرنیو او تصادفي پېښو اغېز اخلي خو  تر هرڅه وروسته دا په خپله انسان دی چې د خپلې ازادې ارادې په اساس پرېکړه کوي له همدې امله لیبرالیزم رایې اچوونکي او مشتري ته اهمیت ورکوي او له موږ غواړي د زړه خبره واورو او هغه څه ترسره کړو چې ښه احساس راکوي. دا د انسان ازاده اراده ده چې کایناتو ته مانا وربخښي. له دې چې هیڅوک له بهره نه شي ویلی چې تاسو څه ډول باطني احساس لرئ یوازې ته په خپل احساس پوهیږې نو بل څوک ستاسو لپاره پریکړه نه شي کولی حتی تاسو په خپل مشر ورور باور نه شئ کولئ چې ستاسو غوښتنو او هیلو ته به ځواب ووايي او مشوره به درکړي.

د انسان ازاده اراده او استقلال اخلاقي قضاوت نه دی بلکه ادعا کیږي چې د نړۍ د واقعیتونو په اساس یو تفسیر دی. دغه په اصطلاح د واقعیتونو په اساس تفسیر ښایي د ژان ژواک روسو، جان لاکس، او توماس جیفرسن په زمانه کې مانا درلوده خو اوس د بیو ټیکنالوجۍ له نویو موندنو سره اړخ نه لګوي. د انسان د ازادې ارادې او موډرن علم ترمنځ ټکر او تناقض په لابراتوار کې یو فیل دی چې زیاتره کسان نه غواړي چې دغه فیل په خپل میکرسکوپ، سکنر او یا ایف ایم ار کې وګوري.۱

 په اوولسمه پیړۍ کې هومیوساپینس یو تور جادويي بکس ته ورته ؤ چې موږ نه پوهیدو څنګه فعالیت کوي. کله چې به چا له کوم عالمه پوښتنه وکړه چې ولې یو کس چاقو راوکاږي او د بل انسان په ګیډه ېې منډي او وژني ېې؟ نو دغسې یو ځواب په هغه وخت کې بیخي د منلو ؤ چې ویل به ېې:

 د دې لپاره چې هغه غوښتل. هغه یو ازاد انسان دی او د دې ازادۍ په اساس ېې د وژلو انتخاب وکړ نو دی د دې وژلې عام او تام مسولیت لري.

په دې وروستیو سلو کلونو کې کله چې  څېړاندو د هومیوساپیینس په نامه دغه تور جادويي بکس خلاص کړ پوه شول چې دغه کس یا دغه تور بکس نه ازاده اراده لري، نه روح لري او نه هم ځان. بلکه انسان یوازې عصبي حجرې یا نیورونونه او هورمونونه لري چې ټول د یو لړ خاصو فزیکي او کمیاوي قوانینو په اساس عمل کوي او پاتې نورې برخې چې واقعي دي کنټرولوي. کله چې نن سبا له یو څیړاند نه پوښتنه وشي چې ولې یو کس چاړه رواخلي او د بل کس په خیټه ېې ومنډي او وېې وژني نو هغه پخوانی ځواب به د منلو نه وي چې دا دهغه خپل انتخاب دی او د جرم مسولیت ېې هم خپل دی. اوس د جنټیک علم او د ماغزو څېړاند په پوره تفصیل بل ځواب لري:

 هغه دغه کار ځکه وکړ چې فلاني او فلاني الکترو کیمیاوي بدلونونه په ماغزو کې رامنځته شول او د یوه خاص جنټیک فورم له مخې دغه حالت رامنځته کیږي او دغه بدلونونه د  تکامل د تیورۍ په اساس رامنځته کیږي البته یو لړ بدلونونه هم د وخت په تیریدا سره رامنځته کیږي.

 په ماغزو کې دغه الیکټرو کیمیاوي تعاملات د دې وژلو اصلي عامل دی چې دغه تعاملات یا جبري دي او یا ناڅاپي او کله بیا د دغو دواړو د ترکیب له امله رامځته کیږي خو هیڅکله د انسان د ازادې ارادې له امله دغه قتل نه کیږي. د مثال په توګه کله چې یو نیورون یو زیګنال استوي د بهرني غبرګون په وړاندې جبري او یا تصادفي غبرګون ښيي او دغه کمیاوي او الکترونیکي بدلونونه د دې سبب کیږي چې سړی کنټرول له لاسه ورکړي او بل کس ووژني. دلته د ارادې خبره بیخي ځاي نه لري. دغه الکترو کیمیاوي بدلونونه چې رامنځته کیږي په خپل سر هم نه رامنځته کیږي بلکه د پخوانیو کمیاوي او بیوکیمیاوي بدلونونو نتیجه کیداي شي. هغه بدلونونه چې په بدن کې دننه هم رامنځته کیږي ناڅاپي وي او دغه ناڅاپي بدلونونه له جبري غبرګونونو سره یو ځاي کیږي چې خپل عواقب درلودلی شي دا هم  د انسان د ازادې ارادې نتیجه نه شي کیداي.

 فکر وکړه چې موږ یو روبوټ جوړو چې مرکزي پروسسور  ېې د یورانیمو له یوې راډیو اکټیف سرچینې سره نښلول شوی دی. روبوټ د مثال یوه ښۍ او یوه کیڼه بټنه لري. روبوټ د یوارنیمو اټمونه له تجزیې سمدستي وروسته شمېري. که شمېره جفت وي نو روبوټ ښۍ بټنه کیکاږي. که شمېره طاق وي نو کیڼې بټنې ته فشار ورکوي. موږ کله هم دا ډاډ نه شو ترلاسه کولی چې دغه روبوټ به همداسې چلیږي. دغسې یوه وسیله کله هم ازاده نه وي ځکه چې دوه انتخابه ورکړل شوي چې کیڼه یا ښۍ بټنه کیکاږي. دغه راز هیڅکله به پرې نه ږدو دغسې یوه وسیله په انتخاباتو کې ګډون وکړي او رایه ورکړي او یا هم د خپلو اعمالو او پرېکړو لپاره قضايي مسولیت ومني.

د اوسني علم او ساینس له مخې جبر او تصادف یا چانس ټول کیک په خپلو کې ویشلی دی او د ازادۍ لپاره ېې هیڅ هم نه دي پریښي. (Coincidences او determinism یا چانس او جبر دوه فلسفې اصطلاح ګانې دي چې د پيښو او د نړۍ د رامنځته کیدا په هکله کارول کیږي. د مثال توګه کله چې کمسايي اچول کیږي دا باید چانس یا احتمال وبلل شي خو دغه احتمال د فزیک له نظره محاسبه کیداي شي که یو کس پوهه ولري نو د کمسايي دا نه داسې اچولی شي چې چانس نه بلکه جبر ورته ویلی شي. ژباړن)

د ازادۍ سپیڅلي کلمه روان او روح ته هم ویل کیداي شي په دغسې حالت کې یوه تشه کلمه ده چې کوم خاص مفهوم نه لري. ازاده اراده یوازې په کیسو او خیالي داستانونو کې شته چې موږ انسانانو دیکته کړې او رامنځته کړې ده.

د ازادۍ په تابوت وروستی میخ د تکامل د تیورۍ سټک ټک وهلی دی. د تکامل تیوري د تلپاتې روح لپاره کوم ځاي نه دی پریښی. همغه ډول  چې د تکامل د تیورۍ په اساس د روح تفسیر نه شو کولی  او دغه راز د ازادې ارادې نظریه هم د تکامل د تیورۍ په چوکاټ کې نه ځایږي. ځکه که انسان ازاد واي نو طبیعي انتخاب یا د تکامل تیورۍ هغه نه شوای بدلولی او بڼه ېې نه شوای ورکولی. دا څنګه امکان لري چې ازاد انسان ته  په خپله نه بلکه د تکامل تیوري بڼه ورکوي؟

د تکامل تیوري وايي حیوانات چې هر انتخاب کوي که هغه د ژوند کولو د ځاي، خوړو او جوړه کیدا په هکله وي په حقیقت کې د هغو د جنتیکي کوډونو انعکاس دی. که یو حیوان د خپلو جنټيکي کوډونو په مرسته پریکړه وکړي چې یوه غوښن سوی ښکار کړي، د مقابل جنس یوه روغه جوړه انتخاب کړي او له هغه بچیان پيدا کړي نو جن ېې راتلونکو نسلونو ته لیږدول کیږي. خو که یو حیوان د خپلو ناسمو جنونو له امله خراب او په زهرو ککړ سوی ښکار کړي او یا کمزورې جوړه غوره کړي نو جن ېې له منځه ځي او نسل ېې ختمیږي. نو که یو حیوان په ازاده توګه پریکړه وکړي چې کوم شی وخوري او کومه جوړه غوره کړي بیا نو طبیعي انتخاب کارندوالی نه لري. په دې مانا چې له اره د انتخاب حق له انسانه اخیستل شوی دی.

کله چې انسانان له دغسې علمي توضیحاتو سره مخامخیږي نو مخ ترې اړوي او داسې ښکاروي چې د ازادۍ احساس کوي او د خپلې خوښې په اساس فیصله او عمل کوي. دا سمه ده چې انسان د خپلو غوښتنو په اساس پریکړه او عمل کوي.

که له ازادې ارادې هدف دا وي چې د خپلې خوښې شی اخلي او یا د خپلې خوښې شی خوري بیا  نو ځواب هو دی او انسان ازاده اراده لري، خو په عین حال کې بیا  شامپانزې بیزو ګانې، سپیان، او طوطیان  هم همداسې د ازادې ارادې خاوندان دي. کله چې پولي بیسکیټ وغواړي نو بیسکټ خوري. اساسي پوښتنه حاضردمه دا نه ده چې انسان او یا طوطي په کوم حد کې په خپلو غوښتنو او هیلو فکر کولی شي. بلکه اساسي پوښتنه دا ده چې دوي له بنسټه او له لومړۍ ورځې خپلې هیلې او غوښتنې غوره کولی شي؟ ولې  د مثال په توګه پولي د بسکیټ په ځاي بادرنګ نه غواړي؟ ولې زه باید پریکړه وکړم چې خپل قهرجن ګاونډی ووژنم د دې په ځاي چې خاکساري وکړم او که ېې د مخ په یوې خوا څپېړه راکړه بله ورواړوم؟ ولې باید زه د کارګر ګوند په ځای تندلارو ته رایه ورکوم؟ دا هغه بنسټېزې غوښتنې او هیلې دي چې زه ېې په خپله نه انتخابوم. زه د یوې خاصې هیلې د څرګندیدا څرک په ځان کې وینم او دغه هیله او غوښتنه ورو ورو زیاتیږي دا ځکه چې په ماغزو او بدن کې د ځینو  کیمیاوي تعاملاتو  له امله دغه احساس رامنځته کیږي. دغه پروسه ممکن جبري وي اویا تصادفي خو ازاد انتخاب یا هیله ېې نه شو بللی.

ته دا ځواب راکولی شې چې په برخلیک ټاکونکي انتخابونو کې دا زه یم چې انتخاب کوم د مثال په توګه دا چې زه به خپل ګاونډی ووژنم او یا په رایو کې به چاته رایه ورکوم زه انتخاب کوم خو دغه انتخاب د یوې شېبې د احساساتو انعکاس نه دی بلکه دا د ژورو بحثونو او منطقي تفکر نتیجه ده. دغه ټول تفکرات او منطقي بحثونه ما اړ کوي چې تندلارو ته رایه ورکړم او یا ښايي دغه تفکرات ما اړ کړي چې کارګر ګوند ته رایه ورکړم او دغه راز نور فکرونه او منطق به وي چې یو.کې.ای، پي ته رایه ورکړم او یا هم بیخي رایه ورنه کړم. خو دا څه شی دی چې ما مجبوري یوه فکر او منطق ته غاړه کیږدم او بل ونه منم؟ او یا یو ته تر بل لومړیتوب ورکړم؟ زما په ماغزو کې د ګڼو زده کړو او تجربو خاطرې شته دي په دغو کې زه د جبر او یا تصادف له مخې یو غوره کوم خو زه ېې په ازاده توګه نه غوره کوم. یعنې زه په خپلواکه توګه تندلارو ته رایه نه ورکوم. د دغو تجربو او زده کړو په بنسټ د جبر یا تصادف له مخې زه تندلارو ته رایه ورکوم. دا یوازې فرضېې او یا فلسفي اټکلونه نه دي. نن سبا موږ د ماغزو په سکن کولو سره د خلکو په هیلو او پرېکړو تر دوي مخکې پوهیدلی شو. په یوې څېړنه کې یو شمېر کسانو ته د ماغزو سکنر یا مخصوصې کمرې ولګول شوې او په لاسونو کې ېې بټنې ورکړې. څیړاندو ترې وغوښتل چې کله دوي غواړي نو په خبله خوښه دې ښۍ یا کیڼه بټن کیکاږي. د دې عملي تجربې څېړاند چې د دغو کسانو د عصبي حجرو فعالیت څاره تر هغوي چې دوي د کیڼې یا ښۍ بټنې د کیکاږلو پریکړه عملي کړي پوهیدل چې دغه کس اوس کومه بټنه کیکاږي. حتي تر دې مخکې چې دوي فکر کاوه څېړاندو په ماغزو کې بدلونونه لیدل. په ماغزو کې عصبي فعالیتونه  د دغه کس له خبرتیا د یوې ثانیې له سلمې برخې مخکې فعالیت پيلوي. نو د ماغزو په سکن کولو سره تر دې مخکې پوهیدلی شو چې دغه کس به کومه پریکړه کوي.۲

دا څرګنده خبره ده چې پر ښۍ یا کیڼې بټنې د کیکاږلو پریکړه دغه کسان په خپله کوي خو دا یو ازاد انتخاب نه دی. په ازادې ارادې زموږ باور په حقیقت کې د ناسم منطق په اساس دی. کله چې یو لړ بیوکمیاوي بدلونونه ما دې ته هڅوي چې ښۍ یا کیڼه بټن کیکاږم نو په رښتیا زه دا احساس کوم چې په ښۍ بټنې ګوته کیکاږم. ځکه چې احساس د همدغو بیو کيمیاوي بدلونونو نتیجه ده. په دې ډول خلک وايي موږ د انتخاب ازاده اراده  لرو.  له دې خبرې ېې مطلب احساس دی. مطلب دا چې زه خپلې غوښتنې نه انتخابوم بلکه یوازې هغه احساسوم او د دغه احساس په اساس عمل کوم. خلک یوه ناسمه نتیجه اخلي او هغه دا چې فکر کوي کله چې دوي غواړي په دې بټنې ګوته ټینګه کړي نو دوي دغه کار کولی شي ځکه دا د دوي انتخاب دی چې دا ناسمه خبره ده. زه خپله غوښتنه او هیله نه شم پوره کولی بلکه یوازې زه یو احساس کوم او له هغه وروسته اقدام کوم.

په هر حال خلک د ازادې ارادې بحثونو ته دوام ورکوي د دې په خاطر چې په خپله څېړاند زیاتره وخت منسوخ او ناسم دیني او فلسفي استدلالونه وړاندې کوي. مسلمانان، مسیحیان، او یهودان له سلګونو کلونو راهیسې د روح او ارادې تر منځ په اړیکو خبرې کوي. دوي وايي هر انسان یو باطني ذات لري چې روح بلل کیږي او روح زما اصلي ذات دی  او بدن یوازې یو جسم او شی دی. بیا دوي وړاندې ځي او وايي روح او باطني ذات د جسم په شان چې کالیو، خوړو او سر پناه اړتیا لري خپلې خاصې اړتیاوې او غوښتنې لري. نو زه د خپل باطن اړتیاوې همدغسې پوره کوم لکه چې زه خپل جسم ته کالي، خواړه او نور شیان پوره کوم او زما قسمت هم د همدغو امیالو او غوښتنو په اساس بڼه خپلوي. که زه ښې هیلې او ارزو ګانې ولرم او ښه انتخاب وکړم نو جنت ته ځم، که زه ناسمې هیلې او غوښتنې ولرم نو دوزخ ته ځم. نو دا یوه لویه پوښتنه شي چې زه څه ډول خپلې هيلې او غوښتنې انتخاب کړم. د مثال په توګه ولې بي بي حوا وغوښتل هغه ممنوعه میوه وخوري چې مار ورته وړاندې کړې وه؟ ایا هغه دې غوښتنې ته مجبوره کړاي شوې وه؟ که دا هرڅه تصادفي رامنځته شول؟ او یا دا چې دا  د هغې ازاد انتخاب ؤ؟ که د هغې خپل انتخاب ؤ نو بیا ولې ېې سزا ولیدله؟

کله چې دا ومنو چې روح نه شته او دا چې انسان کوم باطني احساس او یا  نفس نه لري نو بیا دا کومه مانا نه لري چې ووایو د نفس او باطن لپاره کومه غوښتنه لرو. دا به په دې مانا وي چې یو مجرد خوان ته ووایو چې د میرمنې لپاره دې کوم ډول جامې خوښې دي.چې میرمن شتون ونه لري جامې د چا لپاره خوښوي. په حقیقت کې هغه څه چې شتون لري هغه د فکرونو یو لړ بریښنايي څپې دي چې هیلې، غرایز او غوښتنې په دغو څپو کې ځي راځي. خو  د نفس یا خودۍ په نوم کوم موازي شی نه شته چې دغه غوښتنې او غریزې دي ولري. له همدې امله ده چې دا خبره به بې مانا وي چې خپلې غوښتنې په جبري یا تصادفي او یا خپلواکه توګه غوره کړو.

دا کیسه ډیره مغلقه او پیچلې ښکاري خو برعکس په عجیبه توګه اسانه ده چې دغه نظریه او تیوري وازمايئ. بل ځل چې کله یو فکر ستاسو په ماغزو کې راپيدا شو نو تم شه او له ځانه پوښتنه وکړه: ولې ما  فقط په همدې هکله فکر وکړ؟ ایا ما یوه دقیقې مخکې دغه پرېکړه وکړه چې دغسې فکر به کوم؟ که مو له هغه مخکې په دې هکله  هیڅ فکر نه ؤ کړی؟ ایا دغه فکر نا ببره راپیدا شو بې له دې چې زه ېې اجازه ورکړم او یا کوم پيغام ترلاسه کړم ناڅاپه مې ذهن ته راغی؟ که زه پر خپلو فکرونو او پریکړو حاکمه یم نو ایا زه دا پریکړه کولی شم چې په راتلونکو شپیتو ثانیو کې به په بل هیڅ شي فکر نه کوم؟ دغه تجربه وکړه او وګوره چې څه کیږي.

د ازادې ارادې په هکله شک یوازې یوه فلسفي کړنه نه ده دغه چاره عملي پايلې هم لري. که ژوي د ازادې ارادې خاوندان نه وي نو موږ ترې ناسمه استفاده کوو او یا د درملو، جیټیک ټیکنالوجۍ، او یا د ماغزو په تحریک کولو سره موږ د دوي هیلې او غوښتنې کنټرولی شو. که ته غواړې فلسفه په عملي بڼه وګورې نو د روبوټیکو موږکانو یوه لابراتوار ته ورشه. یو ربوټیک موږک له لږ بدلون سره عادي موږک دی. څېړاندو د موږکانو د ماغزو په سینسوریسک یا احساسي برخه او جایزو ته د خوشالۍ د څرګندولو په برخه کې الکټروډونه لګولي دي په دې ډول څېړاند د ریموټ کنټرول په مرسته موږکان کنټرولی شي. له لږ تمرین وروسته نه یوازې موږکان ښي او کیڼ لور ته هدایت کړاي شول بلکه په زینو ختل، په خځلو کې لټول او هغه نور کارونه ېې ترسره کړل چې د موږکانو نه خوښیږي د مثال په توګه له لوړو ځایونو ېې ټوپونه ووهل. لويو شرکتونو او پوځي کمپنیو د لابراتواري موږکانو له دې تجربې سره ډیره دلچسپي ښودلې ده او هیله ېې ښودلې له دې ټیکنالوجۍ په نورو برخو کې ګټه پورته کولی شي. روباټیک موږکان د مثال په توګه د بمونو، ماینونو او د ورکو شویو مړیو په موندلو کې مرسته کولی شي او دغه راز تر ځمکې لاندې د تونلونو د نقشو په جوړولو کې ګټور ثابتیداي شي.

د حیواناتو د حقوقو د خوندي ساتلو ادارو د موږکانو د تحریک او ځورولو په شان د حیواناتو د ځورولو او کړولو له امله انديښنې څرګندې کړي دي. د نړۍ په کچه د روباټیکو موږکانو د تجربې د یوه لوي مرکز د نیویارک د حکومتي پوهنتون یو څېړاند سانجې تلوار دغه ډول اندیښنې رد کړي دي. هغه ادعا کوي چې موږکان له دې تجربې خوشاله دي او خوندي ترې اخلي. تلوار وايي له دې ټولو سره سره دوي د خوند اخیستلو لپار کار کوي او کله چې الکټروډونه د موږکانو د خوند اخیستلو برخه تحریکوي نو دوي په حقیقت کې د نیروانا د مساژ په شان د خوند اخیستلو تجربه او احساس لري.۳

تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو موږک دا احساس نه شي کولی چې بل څوک ېې کنټرولوي او موږک په دې هم نه وي خبر چې د هغه د غوښتنې په خلاف کوم کار ته مجبوریږي. کله چې پروفیسور تلوار د ریموټ کنټرول بټن ټینګه کړي نو موږک غواړي کیڼ لوري ته لاړ شي دا ځکه چې موږک همدا غواړي او کله چې پروفیسر تلوار بله بټن کیکاږي نو موږک غواړي پر زینو وخېژي اودا کار کوي ځکه چې خپله ېې غواړي. د موږک غوښتنه په حقیقت کې له عصبي حجرو د تلونکو زیګنالونو یوه نقشه ده اوس دا څه توپیر کوي چې دغه زیګنالونه له نورو عصبي حجرو او یا د ماغزو له بلې برخې راځي که له لګول شویو الکټروډونو چې دغه الکټرودونه له یوه ریموټ کنټرول سره وصل شوي دي چې د پروفیسور تلوار په لاس کې دي؟ نو که مو له موږکه پوښتنه کولی شواي ډیر احتمال دا دی چې هغه به ویلي واي چې سل په سلو کې د ازادې ارادې خاوند دی. ځکه کله چې وغواړم ښي لور ته لاړ شم نو ښي لوري ته ځم او کله چې وغواړم په زینو پورته شم نو په زینو خېژم. ایا دا زما د ازادې ارادې ښودنه نه کوي؟

په هومیو ساپینس یا نني انسان ازمیښتونه د دې ښودنه کوي چې د موږکانو په شان له انسانانو هم استفاده کیداي شي او دا امکان شته چې که وغواړي مینه، قهر، ډار، ډپرشن او نور احساسات رامنځته یا ېې له منځه یوسي په دې شرط چې د انسان په ماغزو کې هغه اصلي مرکزونه په نښه او تحریک کړاي شي. د امریکا پوځ په دې وروستیو کې یوه ازموینه ترسره کړه او د څو تنو په ماغزو کې ېې کمپیوټري چیپسونه (computer chips) ځاي په ځاي کړل. د دوي هدف دا ؤ چې په دې ډول  له تروما یا صدمې وروسته د سترس درملنه وکړي او هغه عسکر معالجه کړي چې له جنګ وروسته په سټرس او رواني فشارونو اخته شوي دي. ۴

 د یوراشلیم «بیت المقدس» په هډاسا روغتون کې ډاکټرانو په حاد ډپرشن د اخته کسانو د معالجې لپاره یوه نوې لاره موندلې ده. ډاکټران د ناروغ په ماغزو کې الکټرودونه ږدي او دغه الکټرودونه له واړه کمپیوټر سره نښلوي چې د ناروغ په ټټر کې تر پوستکي لاندې خښ کړاي شوی وي کله چې الکټرودونه له دغه کمپیوټره حکم ترلاسه کړي د کوچنیو بریښنايي څپو په مرسته د ماغزو هغه برخه فلج کوي چې د ډپرشن یا ژور خپګان مرکز بلل کیږي. معالجه سل په سلو کې کامیابه نه ده خو ځینې وخت ناروغان وايي چې د خپګان او بیکارۍ هغه احساس چې ټول ژوند ورسره مخامخ وو له منځه تللې ده. یوه ناروغ شکایت درلود چې له عملیاتو څو میاشتې وروسته ېې بیرته ډپرشن زیات شوی دی کله چې ډاکټرانو څېړنې وکړې او اله ېې چک کړه نو ویې لیدل چې د الې باټرۍ خرابه شوې او چارج نه لري. نو کله چې دوي د دغه وړوکي کمپیوټر باټرۍ بدله کړه ډپرشن بیرته کم شو.۵

د ځینو اخلاقي مسلو له امله څیړاند د خاصو شرایطو او حالاتو په وخت د ناروغانو په ماغزو کې الکټرودونه لګوي. پر انسانانو په زیاتره دغسې تجربو او ازموینو کې«transcranial direct-current stimulators یا tDCS» د کوپړۍ پر سر د ځانګړو خولیو له لارې د تحریکونو وسایلو استفاده عامه ده.خولۍ ځانګړي الکټرودونه لري چې د کوپړۍ پر هډوکو نښلول کیږي. دغه الکټردونه کمزورې الکترو مقناطیسي څپې تولیدوي او دغه څپې د ماغزو خاصې برخې ته هدایتوي چې یا دغه برخه  ناروغۍ او معالجې ته په پام سره نوره هم ویښوي او یا ېې فلج کوي.

د امریکا د پوځ کارپوهان هیله لري په دغسې خولیو سره په جګړه یا مشقونو کې د عسکرو تمرکز او قابلیت  به نور هم زیات کړاي شي. په دې هکله اصلي تجربې او څېړنې د اوهایو ایالت په هوايي اډه کې د «Human Effectiveness Directorate» په نامه په مرکز کې روانې دي. تر اوسه پورې د دغو څېړنو نتیجې نه دي راغلي او په دې هکله شور ماشور تر هغه زیات دی چې کوم شی پکې ترلاسه شوي وي خو دا خبره بیخي روښانه ده چې دغه روده د بې پیلوټه الوتکو، پیلوټانو، نښه ویشتونکو او نورو کسانو تمرکز او حساسیت زیاتوي چې په حساسو ځایونو کې کار کوي.

سالي ایډې چې په نیو ساینټیسټ مجله کې خبریاله ده  د نښه ویشتونکو عسکرو په یو مرکز کې د دغو خولیو اغیز په خپلو سترګو لیدلی دی. لومړی هغه د نښو ویشتلو ځاي ته له دې خولۍ پرته ورغله، دغه مرکز د جنګ یو ډګر ته ورته دی. هغې په لومړي ځل ترانس کرانیال خولۍ نه وه پر سر کړې. سالي وایي اوو تنه ترهګر چې ماسکونه او انتحاري واسکټونه ېې اغوستي وو د هغې په لور منډې وهلې. نوموړې وايي کله چې به مې یو وویشت نو درې نور به راڅرګند شول. دا يه دئ مانا وه چې ما سمې ډزې نه شوای کولی ځکه چې وارخطا شوې وم او تمرکز مې نه شواي کولی. له نیکه مرغه حمله کوونکي په ویډیوي فلم کې او د نوموړې شاخوا په سکرین کې څرګندیدل. خو له دې سره سره هغه په دې خپه وه چې ولې دومره کمزورې وه.

په بل ځل ېې هغې ته د کوپړۍ له پاسه ماغزو ته زیګنالونو استونکې خولۍ ورپه سر کړه. د خولۍ په اغوستو سره یوازې په خولې کې د وسپنې په شان خوند او ډیره لږه ریږدیدا احساس کړه خو د هغې تمرکز دومره ډیر ؤ چې کله به یو ترهګر راڅرګند شو سمدلاسه به ېې وویشت او داسې ارامه وه لکه  رامبو او یا کلینټ ایست ووډ. نوموړې وايي اووه تنه وسله والو زما په لور منډې وهلې خو ما په ارامه ټوپک په نښه کاوه او له ژورې ساه سره مې یو په بل پسې وویشتل، له وارخطايۍ پرته له یوه هدف وروسته مې بل په نښه کړ. تر دې چې یو غږ مې واورید چې عالی ؤ نور بس دی. او ورسره د کوټې  بریښنا راغله او چوپه چوپتیا شوه. شاوخوا مې وکتل چې هر لور ته مړي پراته دي، لږ خپه غوندې شوم ځکه چې فکر مې کاوه ډیر حمله کوونکي به مې وژلي وي. کله چې ېې خولۍ زما له سره لرې کړه نو یو کس د ساعت بټنه ټینګه کړه او ویې ویل اوو دقیقې شوې.  له خپلې مرستیالې مې وپوښتل څو تنه ترهګر مې ووژل؟ هغې وویل ټول دې ختم کړل.

دغې تجربې د سالي ژوند بدل کړ. له دې پيښې وروسته هغه پوهه شو چې د ژوند تر ټولو ناوړه تجربه ېې کړې ده. هغه وايي: دا تر ټولو ځانګړې تجربه وه دا تجربه له دې کبله ځانګړې نه وه چې زه ډېره هوښیاره او هر څه مې ډیر ژر تر سره کړل بلکه دا یوه ناوړه تجربه وه ځکه چې په ژوند کې د لومړي ځل لپاره بل هرڅه زما په ماغزو کې په ټپه ودریدل. عجیبه احساس ؤ، هرڅه مې په سر کې ارامه او ویده وو، ښايي باور ونه کړئ له هغه وروسته یوه اونۍ مې زړه غوښتل بېرته دغه خولۍ په سر کړم. دغه راز ډیرې پوښتنې راته پيدا شوې. دغه تیروتنې او غوصې چې زه ېې ناکامه کړم او نښه مې نه شواي ویشتلی له کومه راځي له دغو احساساتو پرته زه څوک یم. دغه ویره او ډار له کوم ځایه سرچینه اخلي. دغه غږونه او اوازونه له کومه راځي؟ کله مې چې خولۍ په سر کړه هیڅ هم نه ؤ.۷

ځینې دغسې اوازونه، ویره او ترهې د ټولنې له وارمخکې قضاوتونو سر چینه اخلي، ځینې زموږ د شخصي تجربو پژواکونه دي او ځینې مو له جنټیکي پلوه به ارث اخیستي وي. سالي وايي ټول اوازونه او شورماشور سره یوځاي شي او یا نامحسوسه کیسه رامنځته کړي چې زموږ سر پرې نه خلاصیږي او درک کولی ېې نه شو خو همدا احساسات، ویره او اوازونه زموږ شعوري پریکړو ته بڼه ورکوي. څه به پيښ شوي واي که موږ خپل دغه احساسات او باطني مونولوګونه لیکلي واي او یا مو دا وړتیا پيدا کړې واي چې ځینې وخت ېې بیخي خاموشه کړو.۸

په ۲۰۱۶ کال کې دغه ترانس کرانیال خولۍ په لومړیو پړاونو کې دي او دا لا نه ده څرګنده چې کله دغه ټیکنالوجي نوره هم پر مخ لاړه شي څه به کیږي. حاضر دمه ېې د لنډې مودې لپاره د خلکو وړتیا زیاته کړې او دا ډیر احتمال شته چې د میرمن سالي د شلو دقیقو دغه تجربه بیخي استثنايي وي او یا ښايي حتي د خوند اخیستلو جانبي اغیز ېې نورهم ځانګړی وي. د ترانس کرانیل د خولیو دغه تجربې او ازموینې په یو شمېر محدودو کسانو په ځانګړو شرایطو کې ترسره کیږي نو ضمني عوارض او یا په اوږد مهال کې ېې اغیز او ناوړه اغیز نه معلومیږي خو که دغه ټیکنالوجي عامه او زیاته شي او یا دا چې نورې داسې لارې او ټیکنالوجۍ رامنځته شي چې د انسان په ماغزو کې بریښنايي څپې او زیګنالونه په خپل کنټرول کې ولري نو څه به کیږي. کله چې خلک له دغسې وسایلو استفاده پیل کړي نو د ماغزو د سیګنالونو د کنټرول په وسیله به نور کارونه هم کوی او یوازې د ترهګرو د ویشتلو لپاره به نه کارول کیږي  او ورځنيو لیبرال هدفونو ته به لومړیتوب ورکوي. د مثال په توګه ښه تعلیم کول، غوره او فعاله کار کول، په لوبو او ساعت تیریو کې ښه تمرکز چې لا ډیر خوند واخیستلی شي. که فوټبال وي او یا ریاضي خو چې د یوې شیبې تمرکز او د ماغزو حساسیت دې ورسره زیاتیږي طبیعي خبره ده چې که د یو شیبې لپاره هم وي ترسره کوې ېې. نو له دې ټیکنالجۍ د مشتریانو د ترلاسه کولو لپاره ښه استفاده کیداي شي. که یو کس غواړي پيانو زده کړي خو د تمرین کولو په وخت د تلویزیون د کتلو لیواله شي څنګه به پيانو ژر زده کوي؟ خو که دغه خولۍ په سر کړي هیڅ ستونزه به نه وي. تمرکز به دې بېرته پيانو ته شي او تر عادي حالته به دې فعالیت او ظرفیت هم زیات وي.

ښايي ځینې کسان دا ادعا وکړي چې کله دغه احساسات خاموشه او په ماغزو کې دغه اوازونه غلي شي په حقیقت کې ازاده اراده کمزورې کیږي نه بلکه نوره هم پياوړې کیږي. تاسو اوس ډیر ځله خپلې هغه غوښتنې او غرایز نه شئ درک کولی چې تاسو ېې غواړئ یا ېې هیله لرئ ځکه چې بهرني مزاحمتونه د دغه درک مخه نیسي. خو که تاسو دغه خولۍ په سر کړئ او یا بله داسې ټیکنالوجي پيدا کړئ چې د بهرنیو عواملو اغیز کم کړي نو ستاسو غوښتنې او هیلې به بیخي ستاسو په کنټرول کې او ازادې وي او په اسانه به د پادریانو، د اعلانونو د کارکوونکو، ګاونډیانو او کوډګرو ډاکټرانو د خبرو تر اغیز لاندې نه راځئ او په هغه څه به تمرکز کوئ چې ستاسو خپله اراده او غوښتنه وي. خو لکه چې په راتلونکي څپرکي کې به ېې هم ولولئ دغه نظر چې ته یو فرد ېې او ستا وجود ستا  دی او له همدې امله  له بهرنیو اغیزو او شورماشورسره ستا امیال، غرایز او هیلې هیڅ تړاو نه لري یوازې یوه لیبرالیستي افسانه ده چې نوې ټیکنالوجۍ او څېړنو رد کړې ده.

2 COMMENTS

  1. له تاند مننه کوو خو یو کار وکړي یو سب پیج ورته جوړ کړي چې دا پرلپسي برخې ټولې پکې وي اوس پخوانی برخې یی ګډوډي شوي!
    درنښت

    • پاس پر ټولنیز (کته ګورۍ) موس کښېږدئ دا ۴ برخې به درښکاره شي:
      ارواپوهنه، تاریخ، فلسفه او میرمن.
      تاسو تاریخ کلیک کړئ. د دې لیکنې ټولې برخې به یوځای ومومئ
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب