پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان امریکا ته د خپل ځمکني او هوايي حريم د کارولو اجازه...

پاکستان امریکا ته د خپل ځمکني او هوايي حريم د کارولو اجازه ورکړه

تاند (دوشنبه د جوزا ۳) د امریکا د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د وضعیت د څارنې لپاره ورته پاکستان د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې.

د پينټاګون دغو څرګندونو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هغه خبرې هم بې اساسه ثابتې کړې چې ویلي یې و، له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا ته په خپله خاوره کې پوځي اډې نه ورکوي.

د امریکايي چارواکو په خبره پاکستان ورسره منلې ده چې له افغانستانه تر وتلو وروسته له ډیورنډ کرښې پورې غاړې څخه د افغانستان وضعیت وڅاري.

څو ورځې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول شوي و چې امريکا او پاکستان په ګډه ډېورنډ کرښې ته څېرمه پوځي اډې جوړوي، خو پاکستاني چارواکو بیا دغه خبر بې اساسه بللی و.

د سیمې ځینو خلکو ویلي چې هره ورځ د لسو په شاوخوا کې څرخکې د ډېورنډ فرضي کرښې ته نژدې په لس کيلو مترۍ کې الوتنې کوي او دغو نويو لويو جوړېدونکيو اډو ته سامانونه راوړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي بیا دا خبرونه بې اساسه وبلل او ویې ویل چې دوی له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا ته اډې نه ورکوي.

د پنټاګون له اعلان سره سم چې پاکستان به په خپله خاوره کې امریکا ته پوځي اډې ورکوي، یو شمېر افغانان سخت غوسه کړي او وايي چې پاکستان کلونه کلونه د «جهاد» په نوم وسله وال وهڅول او بې ګناه افغانان یې پرې ووژل.

طالبانو هم څو څو ځلې ویلي تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري، دوی د سولې خبرې نه کوي او خپلې جګړې ته به دوام ورکوي.

 لا مالومه نه ده چې طالبان به د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د امریکا پر ضد جګړه اعلان کړي، که نه.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم پاکستان امريکا ته خپل هوايي او ځمکني حريمونه پرانيستي و.

1 COMMENT

  1. لکه چی لږ څه پخوا تاکید شوۍ وو چی پنجابی پاکستان به هیڅکله د امریکا اډو مخالفت جرأت ونکړۍ شی ، دا تشه ددیپلوماسی تشریفاتی الفاظ دی چی ویل کیږی پنجابی پاکستان امریکا ته د اډو استعمال اجازه ورکړه ، په واقعیت کښی امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان د ښو خدمتونو لپاره کوشش کښي دی چی افغانستان کښي بل ډول کورنی جګړه رامینځ ته کړی او افغانستان په ټوټو تقسیم کړۍ شی او یا داسی حکومت رامینځ ته کړی چی د پنجابی پاکستان په تام کنترول کښي وی او اوسنی حکومت باندی پوره اعتماد نه کیږی ځکه دا حکومت لږ څه خپل سره شوۍ دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب