پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهزابل کې د دواخان مینه پال د ورور مرموز مرګ

زابل کې د دواخان مینه پال د ورور مرموز مرګ

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) له زابل څخه راپورونه ښيي، چې د پرځیدلي جمهوري نظام د وژل شوي مرستیال ویاند دواخان مینه پال ورور نورالله مینه پال په مرموز ډول وژل شوی.

دواخان مینه پال، چې د جمهوري نظام په وروستۍ میاشت یې کابل کې د وژل کېدو مسوولیت اوسنیو واکمنو طالبانو پر غاړه اخیستی و، د ورور د مرګ پړه یې هم پر دوی اچول شوې.

یو شمېر طالب سرچینو بیا ویلي، چې نوموړی د شاه جوی ولسوالس په کاجوې سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله مړ شوی.

ځینو نورو سرچینو بیا د پېښې لامل ناڅرګند وسله وال ګڼلي.

 تاند له دې ادعاوو څخه یوه هم د خپلواکو سرچینو له قوله تایید نه کړای شوه.
د طالبانو د شاوخوا درې کلنې بیا ځلي واکمنۍ پر مهال دوی بیا- بیا د جمهوري نظام د منسوبینو او خپلو مخالفانو په وژلو او ځورولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...