یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپر امریکا د طالب ویاند نیوکې او طالبانو ته د روسیې نوي...

پر امریکا د طالب ویاند نیوکې او طالبانو ته د روسیې نوي شنه څراغونه

تاند (دوشنبې، د جوزا ۷ مه) په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان په تړاو د دامریکایي استازي ټام ویسټ سفرونه بې ګټې ګڼلي، روسیې د دوی د رژیم په اړه نوي شنه څراغونه ښودلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې «طالبان» د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه د ایستلو وړ دي.

د ضمیر کابلوف په خبره، دغه موضوع د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوې او په خبره یې وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

ضمیر کابلوف ویلي، له دغه نوملړه د «طالبانو» تر ایستلو وړاندې د رسمیت پېژندلو موضوع به تر وخت مخکې چاره وي.

ضمیر کابلوف دغه‌راز ویلي، «طالبانو» د بیا ځل واکمنېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې په لور ګامونه پورته کړي؛ خو په خبره یې، لا هم ځینې ګامونو ته اړتیا ده څو روسیه په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف له قوله ویل شوي، چې طالبان د افغانستان « واقعي ځواک» دی.

دا انکشافات داسې مهال شوي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې میلادي میاشتې په پای کې پلان شوې.

دا ناسته، چې تر دېره د افغانستان لپاره د امریکا او متحدینو لخوا یې د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې نوې تګلاره ګڼل کیږي، تېر ځل هم پکې د طالبانو د نه ګډون تر شا د روسیې او د امریکا د نورو سیمه ییزو مخالفانو د لاس لرلو ادعا شوې وه.

د روسیې تازه دریځونه هم ځینې شنونکي دې سره تړلي بولي، چې طالبان د دوحې ناسته کې له ګډونه بیا وګرځوي او نړیوالو سره یې د تعامل دا فرصت ضایع کړي.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د توند لارو ملایانو دا ډله د سیمې او نړۍ د رقابتونو تر منځ د ځان ساتلو وړتیا نه لري او افغانستان د دوی د ناسم لوبیدو درنه بیه پرې کوي.

طالب ویاندویان او چارواکي ظاهراً تل د خپلواک او متوازن بهرني سیاست ادعا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب