دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله لخوا د پاسپورټ رئیس د احضار په اړه...

د ملا هبت الله لخوا د پاسپورټ رئیس د احضار په اړه بېلابېلې ادعاوې

تاند (دوشنبې، د جوزا ۷ مه)  کندهار کې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده لخوا د پاسپورټ عمومي ریاست لپاره د هغه د رئیس له احضار وروسته، د دغه احضار په اړه بېلابېلې ادعاوې شوې دي.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې د پاسپورټ لپاره د طالبانو رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د فساد له امله ملا هبت الله ور غوښتی او کندهار کې بندي کړی.

د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالمتین قانع بیا دا راپورونه رد کړي، خو تایید کړې ده چې د پاسپورټ رئیس ملا هبت الله احضار کړی.

هغه زیاته کړې:واقعیت دای چې څه موده وړاندې د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او دکورنیو چارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسؤولین دمشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي.

طالب ویاند زیاته کړې: دپاسپورټ رياست اړوند داسې هيڅ کومه خبره نه شته چې دتشویش وړ دې وي، دپاسپورټ چارې به په عادي ډول جریان لري اوپه دې رابطه هيڅ کومه ستونزه نشته.

د طالبانو دغې سرچینې نه دي ویلي، چې د ننګرهار د ځمکو په اړه ناندرۍ کې د دوی د پاسپورټ رئیس څه رول او کاري اړیکه لري؟

د پاسپورټ ریاست د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د افغانستان په تر ټولو ډېرو په فساد تورنو ادارو مشهوره شوې ده.

د دغې ادارې لپاره د طالبانو د یوه رئیس ورور څه باندې یو کال وړاندې د اخلاقي او مالي فساد له مستندو اسنادو سره رسوا شو، خو طالبانو یې ورور له دندې لیرې او خپله د هغه د برخلیک په اړه خلکو ته جزیات ورنه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب