Homeخبرونهروسیې په خپل ستر کالني فورم کې طالبانو ته د ګډون بلنه...

روسیې په خپل ستر کالني فورم کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړه

تاند (دوشنبې، د جوزا ۷ مه) یوه جګپوړي روسي دیپلومات نن وویل چې هیواد یې د افغانستان طالبانو ته په خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړی او د امریکا په مشرۍ ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته وتلي، روسیه ورو ورو له طالبانو سره اړیکې ټینګوي، که څه هم د طالبانو تحریک اوس هم په رسمي ډول په روسیه کې غیر قانوني دی.

د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې برخې مشر ضمیر کابلوف، دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبر ورکړی دی.

د کابلوف له قوله ویل شوي، ځینې پوښتنې پاتې دي، که څه هم هغه وویل چې طالبانو ته د جون له ۵-۸ د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

کابلوف وویل، افغان مشران په دودیز ډول د تیلو د تولیداتو له پیرودلو سره علاقه لري.

د سینټ پیټرزبورګ فورم، چې یو وخت د لویدیځ د اجرایوي رییسانو او د لندن او نیویارک د پانګونې بانکدارانو کوربه و، د اوکراین د جګړې له کبله د پام وړ بدلون موندلی او په 1962 م کال کې د کیوبا د توغندیي بحران له مهاله له لویدیځ سره یې د روسیې په اړیکو کې تر ټولو لوی بحران رامینځته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...