شنبه, جولای 27, 2024
Home+غوره جملې: ژباړه: طارق وزیر

غوره جملې: ژباړه: طارق وزیر

۱:د نورو په اړه قضاوت پرېږدئ، چې ارامي تجربه کړئ.

بورخس

۲:زۀ همیشه جنت یو کتابتون تصور کوم.

بورخس

۳:هغه وخت نېکبخت یې، چې وجود دې نورو ته ارامي بښوونکی شي.

بورخس

۴:هر کله چې د یوې غلطۍ په بښلو ونۀ توانیدې، دا د اشتباه لویوالی نۀ دی، بلکې ستا زړۀ وړوکی دی.

بورخس

۵:دریاب چې د کښتۍ داخل ته لار پیدا نۀ کړي، زیانمن نۀ دی؛ د نورو منفي افکار موږ ته تاوان نۀ لري، خو که خپل ذهن ته مو د دخول اجازه ورکړه، نو بیا مو خرابولی شي.

۶:پست ترین او بد انسان هغه دی چې د دښمنۍ پر وخت  د ملګرتیا رازونه افشا کوي.

جبران خلیل

۷:په اوس وخت کې له خلکو بدل اوسیدل او د سنتونو پر خلاف بغاوت ټولنې ته لوی خدمت دی.

جان استوارت میل

۸:هر څوک باید د ژوند کولو لپاره یو توهم ولري، ځکه د حقیقي او واقعي زنده ګۍ تحمل ناممکن دی.

وودی الن

۹:د قضاوت پر ځای انسانان درک کړئ، ځکه درک له قضاوت په ځلونو بهتر دی.

میلان کوندرا

۱۰:په نړۍ کې دوه ډوله غلۀ موجود دي: کوچني غلۀ چې پولیس یې بندي کوي،بل لوی غلۀ چې پولیس یې محافظین دي.

برتولت برشت

۱۱:د عقایدو ریښه هغه وخت د تشدد خواته ځي، چې کله یې پیروان تحمیلول پیل کړي.

برتولت برشت

۱۲:هغه چې په حقیقت نۀ پوهیږي جاهل دی؛ خو هغه چې پوهیږي او انکار کوي نو ورانوونکی او تباهکار دی.

برتولت برشت

۱۳:د ځان د اداره کولو لپاره له عقل او د نورو لپاره له زړۀ کار واخلئ!

دالایي لاما

۱۴:کله چې خبرې کوئ فقط هغه څۀ

تکراروئ، چې حافظه کې مو دي؛ خو که غوږ ونیسئ، نو نوي څۀ به زده کړئ!

دالایي لاما

۱۵:د سیاست بدترین کار دادی چې احمقان د عاقلانو او پوهانو په ډله کې ننباسي او پرې تحمیل یې کړي.

دالایي لاما

۱۶:هغه څۀ چې خلک یې قسمت نوموي، ممکن د دوی د احمقانه کړنو پایله وي.

شوپنهاور

۱۷:که پوه شوو چې ملګري مو په غیاب کې زموږ په اړه څۀ وایي، حتی یوه خبره به هم ورسره ونۀ کړو.

شوپنهاور

۱۸:د هغوی لپاره جسمي درد مانا بایلي، څوک چې  له شدید روحي کړاو په ځور دي.

شوپنهاور

۱۹:د هېڅ شي په بایللو مه ناهیلی کېږه! ونه چې یوه پاڼه وغورځوي، نو پر ځای یې بله راشنه کیږي. مقصد پر خزان وهلو پسرلی حتمن راځي.

۲۰:ښې او له مینې ډکې ټولنیزې اړیکې په داسې یو مهم ارزښت بدلیدلی شي، چې انسان د ژوند په کولو مجبور کړي. له هر انسان د هغه د شعور په اندازه تمه ولره؛ حداقل درد خو به کم تېر کړې.

مېشل فوکو

۲۱:خلک وایي چې درد تېرول انسان پاک او شریف کوي؛ خو دروغ دي، درد فقط ادم ته بې رحمي ورکوي.

سامرست موام

۲۲:حقیقت دادی چې بې سوادي ختمه شوي نۀ ده؛ بلکې بې سوادانو لیک او لوست یاد کړی.

البرتو موراویا

۳:وخت هېڅکله دردونه نۀ ختموي؛ دا موږ یوو، چې د وخت په تیریدو له دردونو سره عادت کیږو.

ګارسیامارکز

۲۴:هغه خلک چې فاسد سیاسیون انتخابوي، قرباني نۀ دي؛ بلکې په جرمونو کې شریک دي.

جرج اورول

۲۵:خاطرات څۀ خواږۀ او څۀ تراخۀ؛ همیشه د عذاب سرچینه ده.

داستایوفسکي

۲۶:موږ یوۀ نوي جنګ ته ضرورت لرو، چې وسله یې کتاب، رهبران یې روشنفکران او قربانیان یې جهل او وروسته پاتې والی وي.

داستایوفسکي

۲۷:هېڅوک له خپل روزګار خوښ نۀ دي، خو ټول له خپل عقل رضایت لري.

تولستوی

۲۸:زما نظر همیشه دا وي، چې د انسان کړنې ددۀ فکر  تر ټولو ښۀ تشریح کوي.

جان لاک

۲۹:هغه خلک چې فاسد سیاسیون انتخابوي، قرباني نۀ دي؛ بلکې په جرمونو کې شریک دي.

جرج اورول

۳۰:د یو فرهنګ د تباهۍ لپاره د کتابونو سوځولو ته اړتیا نۀ شته،فقط داسې څۀ وکړئ چې څوک یې  ونۀ لولي .

ویکتور هوګو

۳۱:له داسې چا سره مینه وکړه چې ستا د مینې لایق وي، نۀ د مینې تږی؛ ځکه د تږي تنده یوه ورځ ماتیږي.

ویکتور هوګو

 ۳۲:په یو سوځوونکي دښته کې له مرګ هم د وجدان عذاب سخت دی.

ویکتور هوګو

۳۳:کوچني غلۀ د فقر قربانیان او لوی غلۀ د فقر ریښې دي.

حقیقي عدالت د فقر د ریښو له منځه وړل دي؛ نۀ د غربت ځپلو په ځنځیرونو کشول.

داستایوفسکي

۳۴:حتی هغه خلک هم له سرکه د تیریدو پر وخت دواړو خواوو ته ګوري، کوم چې عقیده لري چې سرنوشت یې مخکې له مخکې ټاکل شوی او نۀ بدلیږي.

استیون هاوکېنګ

۳۵:هغوی د ویالې پر غاړه د اوبو وچیدو ته ناست دي؛ څوک چې فکر کوي نور به یې مشکلات حل کړي.

تولستوی

۳۶:که غواړې پس له مرګه هېر نۀ شې، داسې څۀ ولیکه چې د لوستلو وړ وي، یا داسې څۀ وکړه چې د لیکلو وړ وي.

بنجامین فرانکلېن

۳۷:هغه حقیقت چې په بد نیت ویل کیږي، له ټولو دروغو بدتر دی.

ویلیام

۳۸:له مرګ وروسته مې جسد وسوځوئ؛ د وطن دوه متره خاوره هم باید ضایع نۀ شي.

فیډل کاسټرو

۳۹:هر پرهېزکار ماضي لري او هر ګناهکار راتلونکی لري؛  نو د چا په اړه قضاوت مه کوئ!

داستایوفسکي

۴۰:هېڅ شی او هېڅوک دومره مقدس نۀ دي، چې نۀ شو کولی نقد یې کړو.

نیچه

۴۱:وایي: خوږې خبرې وکړئ، څۀ په پیسو خو نۀ دي.

۴۲:کتابونه د ژوند مالګه ده؛ چې پرته له دې هېڅ خوند نۀ لري.

چیریل کویټ

۴۳:که هغه ځای دې نۀ خوښیږي،چې ورکې ژوند کوې، ترې ولاړ شه؛ ځکه تۀ ونه نۀ یې.

۴۴:هنداره مې غوره ملګري ده، کله چې ژاړم هغه راته نۀ خاندي.

چاپلېن

۴۵:هدف ته د رسیدو لپاره پر بخت عقیده مه ساتئ، بلکې په سخت کار باور ولرئ!

۴۶:هغه ورځ دې ضایع شوې ده، چې ورکې ونۀ خاندې.

چاپلېن

۴۷:فقط هغه وخت طاقت ته اړتیا لری، کله چې زیان رسوونکي څۀ ترسره کول غواړئ؛ کنه مینه د هر څۀ د کولو لپاره کافي ده.

چاپلېن

۴۸:هغه څوک چې پوښتنه کوي،د یوې

لحظې لپاره ناپوهه وي؛ خو هغه چې پوښتنه نۀ کوي، تل بې عقل وي.

کنفیوسیوس

۴۹:په نړۍ کې ترټولو سخت کار حقیقت ویل دي او چاپلوسي ترټولو اسانه ده.

۵۰:ممکن زما درد د ځینو د خندا لامل شي، خو زما خندا باید د هېچا د درد لامل نۀ شي.

چاپلېن

۵۱:هغه مرغان چې په قفس کې دنیا ته راشي، الوتل ورته بیماري ښکاري.

۵۲:په هغه چا باور مۀ کوه، څوک چې د نورو رازونه تاته وایي.

۵۳:کله چې په بحث کې نۀ خپله قانع شوې او نۀ دې مقابل کس قانع کړ، نو په خندا یې پای ته ورسوه!

۵۴:وایي چې:《 که یو ځل چا دوکه کړې،نو خدای دې هغه ووهي؛ خو که دویم ځل یې دوکه کړې، نو بیا دې خدای تا ووهي.》

۵۵:رازونه دې دوو نفرو ته ووایه! ځان او خدای ج ته!

۵۶:له خپل ټول توان دې د ځان د بهترۍ لپاره کار واخله؛ حیف دی چې نن هم هغه څوک یې، کوم چې پرون وې!

۵۷:دوه ډلې خلک همیشه بدبخت وي، یو هغه چې د هېچا خبرو ته غوږ نۀ نیسي او بل هغه چې د هر چا خبرو ته غوږ وي.

چرچل

۵۸:د ژوند لویه تراژیدي مرګ نه، بلکې بې هدفه ژوند کول دي.

۵۹:تر ټولو دردونکی حالت په مینه کې ځان بایلل دي او دا هېرول دي چې تۀ هم ځانګړی یې.

ارنست همینګوې

۶۰:کوچنیو مسایلو کې په ذهن باور وکړئ او لویو کې په زړۀ.

#فرویډ

۶۱:عمومي قاعده نۀ شته چې د ټولو په درد وخوري، هر کس باید خپله د خلاصون لار ولټوي.

#فرویډ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب