شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهسېلونو په ۵ ولایتونو کې تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه...

سېلونو په ۵ ولایتونو کې تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۷ مه) د ملګروملتو د یونیسف اداره وايي، په افغانستان کې د مې له ۱۰ څخه تر ۲۶ پورې سېلونو ۱۰،۱۰۰ کورونه زیانمن کړي او یا یې بشپړ ویجاړ کړي او په شمالي ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د مې په 10 او 11، د افغانستان په شمال ختیځ کې سخت بارانونه او سیلابونه راغلل، چې د تخار د ۶، د بدخشان د ۵ او د بغلان د ۱۰ ولسوالیو په شمول یې 21 ولسوالۍ یې اغیزمنې کړې.

یونیسف ویلي، تر دې دمه په سیلونو کې ۳۴۷ کسان مړه شوي او ۱۶۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د یونیسف د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په قول ویلي چې نژدې 7,800 کورونه یا ویجاړ شوي یا زیانمن شوي، او تر 5,000 زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي. یونیسف زیاته کړه، د سړکونو، پلونو، روغتیايي مرکزونو او دولتي ښوونځیو د ویجاړېدو ترڅنګ، کرنیزې ځمکې او څاروي هم له منځه تللي دي. د مء میاشتې د 16 او 17 ترمنځ، په غور ولایت کې سخت بارانونه او سیلونه راغلل چې 10 ولسوالۍ یې اغیزمنې کړې. په دغه ولایت کې یې مرغاب ولسوالي تر ټولو ډیره اغیزمن کړې ده.راپورونه وايي چې هلته د لسو ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه مړه شوي دي. ۲۰ تنه بې درکه او ۴۹ تنه ټپیان دي. یونیسف ویلي، لومړني راپورونه ښیي چې د څه باندې ۴۱۰ کورونه وران شوي او یا په جزوي توګه ویجاړ شوي، ۲۷ روغتیايي او د تغذیې مرکزونه ویجاړ شوي او یا هم په جزوي توګه زیانمن شوي، او ۶۲ ښوونځي سخت زیانمن شوي دي. په فاریاب ولایت کې د مژ په ۱۷ مه هم د سېلونو له امله نهه ولسوالۍ اغیزمنې شوې وې. لومړني راپورونه ښيي چې ۶۲ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. یونیسف وايي، سربیره پردې، 1,890 کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي، او درې روغتیایی تاسیسات او 23 ښوونځي اغیزمن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب