دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبنیز بحثونه | عصمت الله شینواری

ژبنیز بحثونه | عصمت الله شینواری

لومړۍ برخه 

ځینې ستونزې شته، چې موږ په لوی لاس په ژبه کې پیدا کړي. ما مخکې هم د دې توري <ء> په اړه (همزه په پښتو کې) ترسرلیک لاندې لیکنه کړې او تاند وېبپاڼې خپره کړې وه، چې د همزه توری په پښتو لیکدود کې څه وخت او کومو تورو سره لیکل کېږي؛ خو بیا هم زموږ یو شمېر برني او زیات شمېر کوزني پښتانه وروڼه یې اوس هم کاروي او دوی وايي، چې دا <ء> توری زموږ ستونزې را حلوي. هسې نه هر څه همدلته په خبرو کې ختم کړم؛ نو ما څه موده مخکې (د روان 2019 کال د سپټمبر د میاشتې په دویمه نېټه) په فېسبوک کې پوسټ وکړو او په هغې پوسټ ما له صفدر شینواري سره چې زما په فکر د لواړګي (لنډي کوتل) اوسېدونکی دی له هغه سره مې په همدې <ء> توري یا ګرافیم خبرې او بحث وکړو. غواړم دلته له هغه پوسټ سره سره چې ما کړی و، هغه بحث او څرګندونې چې زما او د صفدر شینواري ترمنځ شوي، هغه هم دلته راوړم.

زما پوسټ:

«پښتانه که په دې <ء> توري لیکدود سموي، نو شوړېدلې یې بوله.»

صفدر شینواری:

د ء کارول پخوا به بره پشتونخوا کښې هم او کوزه کښې هم تاسو اوس ختم کړ چې په لوست کښې ورسره ډېرې ستونزې جوړې شوې….یو پلؤ تاسو لګیا یئ دا کوښښ کوئ چې هر لفظ دې د هرې مانې دپاره جدا وي او بل طرف یوه حل شوې مسئله چې زما پۀ خیال څۀ وخت کښې دواړه طرفونو خلک پرې متفق وو تاسو بیا شروع کړه….زړۀ او زړه پکار دے چې بیل ولیکل شي دغسې نه او نۀ هغه او هغۀ تلۀ تله خوړه خواړۀ اودۀ اوده سرۀ سره ….دا څومره ډېر ټکي په لوستو کښې اسان شو داسې دنیا نور شته…اوس کۀ یؤ څو لکه چې تۀ وایې تل او تل لور او لور وغیره نو دا به د جملو نه پته لګوو مطلب لږ الفاظ دي سړے یې زر مطلب ته رسېدے شي خو د ء نه مکمل بغاوت د ژبې سره ښۀ کار نۀ دے.

یوسف بهیر:

متفق یم.

زه:

تاسې دواړو ته سلامونه او درناوی. زموږ مشران یاستئ.

را به شم د ء کارولو ته. که خبره لږه له سره شروع کړم، نو زموږ د پښتو ژبې بېړۍ هلته غرقه شوه، چې ترک اصله سلطان محمود غزنوي پر پښتو ژبې پردی عربي پاړسي لیکدود وتپلو. د علامه رشاد په مقاله کې چې عنوان یې د خیرالبیان لیکدود دی، علامه رشاد وایي; مخکې له عربۍ پاړسي لیکدوده د پښتو لیکدود خروشتي او پالي و. (زما په فکر) همدا لیکدود د هغه وخت هندۍ له براهمني او اوسنۍ هندۍ دېوانګري لیکدود سره یوشانتې والی لرلو. نن ورځ په هندۍ دېوانګري لیکدود کې هېڅ ستونزه نه شته، خو زما او ستا پښتو په سوونو داسې ستونزې لري چې لنګه یې ټینګوو بازو یې ځینه. دا دې یوه درغله. اوس ژبې د کتاب له پاڼو راووتلې او د انټرنېټ په بایټ سیسټم کې ځان نښلوي. ټکنالوجي کې بایټ byte سیسټم داسې کار کوي هر توري ته 01 کوډونو په ورکولو سره هغه په ځان کې ثبتوي. همزه د عربۍ او پاړسۍ ژبو لپاره زما او ستا له ژبې مخکې په ټول انټرنېټ کې د بایټ سیسټم یا صفر یو سیسټم له مخې ثبت دی. نو اوس که ما او تا پر ه او و همزه ور سپور کړو. یو خوا به هغه همزه څنګه کوو، چې په عربۍ او پاړسۍ کې سیسټم ته زموږ د مفهوم خلاف پورته شوی دی. بل به په اصطلاح د درې واوونو څخه یو بېل کړو ځه سیي ده، خو دا دوه به بیا په څه شي بېلوو?

تل او تءل خبره هم همداسې در واخله. سره with او سره red مشکل به څنګه کوو?

ټیکنالوجي خو زموږ دا خبره هم نه مني چې مړه درومه خیر دی دا پښتانه دي لیکدود یې پردی دی ګوزاره ورسره وکړئ. پخوا چې هر څنګه و په خپل وخت ښه و; خو اوس په ګلوبل وېلېج global village کې ژوند کولو سره باید ژبه هم دې ګلوبل وېلېج ته ورننباسو.

د لیکدود د سمون لپاره دوه حل لیارې لرو:

  1. په همدې پاړسۍ عربۍ لیکدود کې د پښتو ژبې د یوې علمي او اکاډیمیکې مرجع له لوري سمون راوستل او پښتو لیکدود لکه د اردو په شان نوي سمبولونه چې همزیات او زورونه او زېرونه پکې نه وي ورزیاتول.
  2. د ترکیې ژبې غوندې خپل لیکدود لاتین ته اړول.

زه خپله د ړومبۍ حل لیارې پلوی یم. او هیله مې دا ده، چې پښتو ژبه دې په همدې عربۍ پاړسي لیکدود کې د پوره سمون له مخې پرمختګ وکړي.

درنښت

یوسف بهیر:

مننه عزیزه!

زه:

ډېرې خبرې خوند هم نه کا، خو بحث مې دې پاره اوږد کړو، چې په خبره سره پوه شو.

که ته اوس غواړې ګوګل کې {تل} یعنې بېخ یا bottom سرچ کړې، نو هغه سره <ت> او <ل> د صفر یو په بایت سیسټم کې ثبت دي; خو هغه غږونه چې د ت او ل ترمنځ پټ دي، هغه خو صفر یو سیسټم کې نه ثبت کېږي، ځکه چې توری یا ګرافیم ورته نه لرو، که همزه ور اچوو نو همزه خو به عربۍ ژبه کې د یو ستونیز غږ لپاره په صفر یو سیسټم کې ثبت توری دی. نو هسې به له لیکدوده سلاټه جوړه شي. اردو لیکدود څومره خوندور ګرافونه لري، هغسې کار پکار دی.

له تاسې هم مننه، تاسې زما مشران او راباندې ګران عزیزان یاستئ.

یوسف بهیر:

ژوندے اوسې ،

ستا خبرې خو ډېرې مدلل دي ، تا هر څۀ وويل ځکه ما یواځې مننه وکړه.

مونږ خو څرګند مشکل پۀ نظر کې لرو کوم چې صفدر بیان کړ ،

نور دومره پۀ تخنیکي اړخونو او ژورو نۀ پوهېږو.

د پښتو پۀ لیکدود یوون زمونږ ارمان دے.

مننه . ستا غوندې کشران دې مشران شي.

صفدر شینواری:

ګرانه عصمت الله زۀ منم د ژبې په اړه ښه پوهه لرې ستا یو لیک ډېر مخکښې هم زما د نظره تېر ؤ غالباً د هغې تعلق هم ء سره ؤ فونېتک اېنډ فنالوجي په حساب سره زمونږ ژبه لا د هغه لېول نۀ ده او نۀ شاید ژبپوهانو ورته لا سمې قاعدې برابرې کړې دی…..تۀ دلته ټوله خبره د ګوګل کوې چې د هغې نه ما دا مطلب واخست چې ګني زمونږ د ژبې بعضې توري الته کمپیوټر نۀ قبلوي او کۀ مونږ یې لیکو نو ګوګل ته به په لوستو کښې ستونزې وي او په نتیجه کښې به زمونږ د ژبې ترجمه غلطه کېږي….که داسې وي او دا څه مطلب چې ستا خبرو نه ما واخست نو سمه ده….خو تۀ ووایه چې ایا دې سره زمونږ د ژبې کومه چې مونږ دلته عمومي لیکو او مونږ سره دې هغې لیکلو کیبورډز هم شته او بیا په چاپ کښې هم د هغې اصل شکل راتلے شې نو د هغې سره زیاتے نۀ دے…زمونږ پښتانۀ خو لا اوس هم د یېګانو ښ ش ګ ږ څ س مسئلو نه لا نۀ دی را وتلي. زۀ هم غواړم چې دا د ګوګل کره ژبه شي او سهي یې ریډ کولے شي زۀ د کمپیوتر دومره پوهه نۀ لرم خو زۀ وایم شاید چې دا کومې خبرې تۀ کوې چې حل نۀ لري …که اوس نۀ وي بیا دپاره به ناممکن خو نۀ وی…

خو زۀ بیا هم وایم چې د ګوګل نه په پرته د کتابونو د چاپ او دا اوس چې مونږ کوم لیکل کوو د “ء” کارول اسانتیاوې پیدا کوي نۀ چې مشکلات

زه:

کاکا مې دې بیا سلامونه قبول کړي:

ستا خبرې نه ما دا مطلب واخیستو، چې اوس لپاره اړتیا نه شته، چې پښتو دې د نوې ټکنالوجۍ یوه کره او بشپړه ژبه شي او پر ځای یې باید دغه اوسنۍ بڼه (کومه چې ته وایي) همداسې دود شي. او دې مسلې ته به بیا په کراره په زمانو زمانو وروسته چې کله موږ داخل کې پر س، ش، ښ، خ، ږ، ګ، ژ، څ، س او یېګانو او واوونو سره جوړ شو او دا مشکل مو حل کړو، بیا دې دا ژبه د ټکنالوجۍ ژبه شي.

کاکاجي! موږ لا هم له نړۍ سره هغسې نه یو تللي، لکه څنګه چې بایده وه. لرې نه ځو او انګرېزۍ منګرېزۍ به نه یادوو، لنډې دغه اردو او پاړسي له خپلې پښتو سره پرتله کوو. په خدای که زما په خوله دا خبره راځي چې زه دې په ټکنالوجۍ کې خپله ژبه له اردو یا پاړسۍ سره پرتله کړم، ځکه څنګه او پر څه شي، په کوم اساس، له کومې خانې، له کومې ښېګڼې؟

که ستا خبره ومنو او ووایو چې همدا د ء کارول د یو څو ستونزو مخه نیولی شي دستي لپاره ښه دی، نو دا به د ژبې د زوال بل هغه پړاو ته ورته وي، لکه کله چې خلکو خپلو ژبو ته خدمت کولو او پښتانه پر جنګ او یو بل پر وژلو بوخت ول او نن یې نتیجه دا ده، چې د یوې ستونزې حل شل نورې ستونزې رازېږوي. لاس په کارېدل مهم دي. ستا خبره پر خپل ځای بېخي سیي ده; ځکه پښتون په خپلو کې پر س او ش سره خوري دا خو یې لیا پرېږده. خو زه وایم، چې موږ که دوی ته ګورو نو تر کومې? دوی خو ولاکه تر قیامته هم سره جوړ شي; نو د دې پر ځای راځئ چې د یوې کره او بشپړې پښتو لپاره لستوڼي بډ وهو. عربېزم او انګرېزېزم پرېږدو او د خپلې ژبې نبض وپېژنو او له مخې یې ژبه له نورو ژبو که ترې پورته نه کړی شو ورسره برابره خو به یې کړو.

درنښت

زه (پرله پسې):

دا بحث ما ته ډېر په زړه پورې دی، تر هغه چې نتیجې ته ونه رسېږو; نو ادامه به ورکوو. زه غواړم چې دغه بحث د لیکنې په قالب کې خپور کړم.

صفدر شینواری:

بېشک زمونږ ژبه دې د ټکنالوجۍ ژبه شي خو زۀ غواړم چې په سوچه توګه شي زمونږ غږونه ورک نۀ شي کۀ کمبیوټر دا علامات نۀ قبلوي نو نور دې ایجاد شي خو دا خو به راسره منې چې نه او نۀ کښې فرق شته ښه او ښۀ کښې فرق شته وغیره…..

زه:

کاکاجي! زه خو خپله درته دا چغې وهم چې په نه او نهء کې توپیر شته او نوي سمبولونه دې ورته جوړ شي. زه دا نه وایم چې غږونه دې ورک شي. زه خپله د غږونو د سم تلفظ او سم ګرافولو پلوی یم.

صفدر شینواری:

بس بیا خو خبره ختمه …خو تر هغې همزه سره مینه وکړئ

زه: 

زه خپله ټولو ژبو او د هغو غږونو ته احترام لرم او مینه ورسره کوم; خو همزه نه زما د ژبې غږ دی او نه زما د ژبې توری یا ګرافیم دی. زما لومړیتوب زما ژبه او زما غږونه دي، همزه نه.

صفدر شینواری:

دلته به کوزه پښتونخوا کښې یې چې زۀ کوم غږ له پاره کارؤم فی الحال د هغې متبادل ماله راکړه یؤ غږ خو شته کۀ کۀ تورے نشته….او دا فیصله به څوک کوي چې دا زما د ژبې تورے دے او دا د فارسۍ او عربۍ ب عربو اول ایجاد کړے کۀ پشتنو مونږ سره د ب غږ د پاره بل علامت ولې نشته داسې خ ج د دې مبتدا کومه ژبه ده

زه:

کاکاجي! زه اوس تا ته ژبپوهنه او غږپوهنه بیا له سره څنګه ووایم?

غږ بېل شی دی او توری بېل.

غږ هغه دی چې ته یې په خوله کې د یوه معلوم مخرج له مخې ادا کوې او کله چې دغه غږ ته ځانګړې نښه وټاکې او د پاڼې په سپین مخ یې ولیکې، دا توری یا ګرافیم شو.

زه درته ګډ یم، زموږ دغه رسم الخط یا لیکدود چې ما او تا لیکل پرې کوو دا د عربۍ پاړسۍ رسم الخط دی او زموږ د پښتو ټولو غږونو لپاره توري نه لري، ځکه خو یې په غم اخته کړي یو.

صفدر شینواری:

محترمه هم دا خبره خو زۀ هم کړم خو تا خو به مخصوصه توګه په همزه ډز وکړو نو ما ځکه د نورو غږونو د پاره د مشترکه تورو مثالونه درکړل چې ب غږ مشترک دے نو دا علامت یا دا تورے خو پشتو کښې بدل پکار ؤ….تا پخپله ووې چې همزه زما د ژبې تورے نۀ دے نو ما دا معلومول چې آیا دا نور دي نو ستا ځواب پخپله په نفي کښې دے.

زه:

ما یوازې همزه د مثال په ډول درته ولیکه چې زما لومړیتوب زما خپله ژبه او خپل غږونو دي. تا ویلي ول چې همزه سره مینه وکړئ، ما درته ولیکل چې زه د ټولو همزو او زورونو او زېرونو او نورو … ته احترام لرم او مینه ورسره کوم خو زما لومړیتوب او اولویت زما ژبه ده او زما غږونه دي همزه، ب ت ث ج ح څ ځ دا نه دي. اوس دې سر خلاص شو?

صفدر شینواری:

زما خلاص ؤ خو شکر چې زما موقف ته ورسېدې

زه:

دا به هله خپل وګڼو چې زموږ د ژبې ستونزې په مکمل ډول را حل کړي. داسې نه چې ؤلؤر کې واو توپیر کړي او نور more او نور light کې یې بې ښې بې بدې پرېږدي.

صفدر شینواری:

صېبه د ژبې یو مجموعي حصه پوره کوي… دومره کمي زیاتي په هره ژبه کښې وی….فارسۍ سره زۀ نۀ یم بلد خو د اردو مثالونه درکولے شم لکه لوٹنا..شوکه کول….لوٹنا.. ستنېدل…دواړو په ویلو یا په تلفظ کښې فرق دے خو لیکلے یؤ شان شي

زه:

نو چې داسې وي بیا خو همزه ته هم ضرورت نه شته. درې غږونه دي په یوه واو به یې لیکو. مانا او تلفظ یې په جمله کې څرګندېږي.

صفدر شینواری:

همزه خو صرف پورې نۀ دے محدود…دا خو اوس دوی هغه واضحه واو چې تاسو ورته بې واک وایې غالباً لګول شروع کړل….

زه:

لور پېرزوینه تاسې یې لؤر لیکئ

او لور د رېبلو اله، او طرف ته هم وایي

لور ښځینه اولاد.

اوس نو واو لوټنا لوټنا په شان شو. نو همزه ته په کوم ځای کې اړتیا ده?

صفدر شینواری:

د دې الفاظو نه په ډډه ما تاسو له مخکښې هم مثالونه درکړی دی او الته یې زۀ ضروري ګڼم…..لکه نه… نۀ ښه ښۀ زړۀ زړه سرۀ سره تۀ ته تلۀ تله ….او داسې نور

صفدر شینواری (پرله پسې):

مونږ لور لیکو لؤر نۀ لیکو د رېبلو آلې دپاره

زه:

نو دلته خو ما تا ته هم مثالونه درکړل که نه چې تل او تل; بل او بل؛ سور او سور; زر او زر; خر (خرېدل) او خر; مړه او مړه; داسې چې پسې وګرځم نو دومره به پیدا کړم چې زه به یې په لیکلو او ته به یې په لوستلو ستړی شې.

ښه نو له دوی سره څنګه کوو? په همزې یا بل ګرافیم سره ما ته د دې لار راوښایه.

هغه غږونه چې نه او نهء سره بېلوي زر (هزار) او زر (طلا) هم بېلوي. نو چې هلته د ه پر سر همزه ور ږدو دلته به یې په زر او زر کې د چا په سر ږدو?

زه (پرله پسې):

کاکاجي! ستا د ځواب په تمه یم?

صفدر شینواری:

صېبه اول خو به درته خواست وکړم چې پۀ کاکاجي سره مې مخاطب کوه زما لا وره رونه نشته..بل داسې قسمه رشتې ډېرې په ادب سره ساتلے شي…ترۀ بیا څوک دا نۀ وایي چې سر دې خلاص شو کۀ نۀ کۀ ترۀ نا پوهه وي نو ورارۀ له پکار دي چې هغۀ ته ووایي پوی شوې ورسېدې زما په خیال دا خبره داسې ده…اوس چې تۀ ورته وایې چې سر دې خلاص شو کۀ نۀ نو دا داسې شوه لکه چې تۀ یو مشر ته ویل غواړې چې موړ شوې کۀ نۀ او هغۀ ته د دې په ځاے دا ووایې چې ډک شوې کۀ نۀ…..هم دا وجه ده چې فېسبک زۀ خلک په صېب محترم او چې پوی شوم چې ډېر مشر دے نو تاسو لفظ د مخاطبې له پاره استعمالوم….خېر دا خبره زړۀ ته مۀ غورځوه جملهِ معترضه یې وګنړه..

اوس به راشم ستا ځواب له تا چې د کومو الفاظو انتخاب کړے زۀ منم چې دا الفاظ په لیکلو کښې یو شان دي او مطلب یا معنې یې بیلې دي خو سوال دا دے چې آیا د هغو الفاظو کارول زیات دي یا د دې..د دې کارولو او ویلو کښې ستونزې ډېرې را ولاړېږي او کۀ هغې هغه ټکي په روزمره کښې د هرې یا د هرې دویمې جملې حصه ده او قاري ته په ویلو کښې مشکلات جوړوي ….ماله زر روپۍ راکړه….تل اباد اوسې….د زمکې تل ته به دې ورسوم…خر بوځه…..خرېږه مۀ….. اوس به دلته راشم ستا ګوګل له آیا ګوګل بقول ستا چې همزه نۀ شی ریډ کولے یا څه هم مسئله ده په هغې به تۀ شۀ پوه یې…خو اوس سوال دا دے چې دا د کومو ټکو مثالونه تا ورکړي آیا ګوګل په جملو کښې د دې ترجمه سمه کوي په خر او خر تل او تل زر او زر کښې فرق کولے شي چې مونږ دا همزه ورته پرېږدو..اوس د ژبې ګوګل او باطن نه بهر راشه ظاهر ته…

ستا د لیکدود تر مخه زۀ وایم ” عصمت د کابل نه دے” نو دا جمله په داسې لیک کښې د قاري په زړۀ کښې څۀ مطلب پیدا کوی د دې جملې دپاره قاري تحقیق کوي سوچ به زغلوي او د مضمون سر او بېخ به ګوري نو هله به ورته پته لږي چې د عصمت تعلق د کابل سره دے…یا…یا عصمت تعلق د کابل سره نۀ دے…خو کۀ دا داسې ولیکل شي چې عصمت د کابل نۀ دے خبره به ختمه شي. او کۀ دا سې ړلیکل شي چې عصمت د کابل نه دے نو بیا هم خبره واضحه شوه ځکه چې لوستونکے ته به مخکښې نه د نۀ او نه پته وي….اوس دا بله جمله ستا د لیک تر مخه…زړه په کور کښې خوشحاله وي…. نو زۀ به سوچ کړم چې دا هغه زړه یادوي او کۀ زړۀ…..

نور تۀ د ژبې لوے پوهاند او دعوېدار یې یې زۀ یو عام نا لوستے کس یم خو پښتو مې ژبه ده په ما حق لري او زۀ هم پرې حق لرم.

Yousaf Baheer (یوسف بهیر یې په دې کمنټ کې منشن کړی دی.)

زه:

ما د احترام له وجې چې له ما مشر یې کاکا بللې، نور درته کاکا نه وایم.

سر دې خلاص شو، زما تکیه کلام دی، منم چې ما او تا له نژدې نه دي لیدلي; خو هغه ملګري چې ما سره اوسېدلي هغوی پوهېږي چې زه یې په دې مفهوم کاروم چې پوه شوې او چې تا اخیستی هغسې یې نه کاروم مانا موړ شوې او ډک شوې مفهوم باندې یې نه کاروم. لکه زه چې چا ته وایم پوه شوې، نو زیاتره وایم سر دې خلاص شو. خو په هر حال که تا د موړ شوې او ډک شوې په مفهوم اخیستي وي نو زه ډېره بخښنه غواړم.

اوس به موضوع ته را شم.

تا چې کومې جملې لیکلي له دې ښکاري چې ته غواړي موضوع بیا هغه ځای ته راولي له کومه مو چې پیل کړې وه. هغه داسې چې ما درسره ومنله چې همزه په سلو کې د پنځوسو ستونزو حل کېدی شي; خو په سلو کې د سلو یا اتیاوو نه. او زما هدف دا دی، چې لیکدود کې داسې نښې جوړې شي چې نه د زر او زر په کلمه کې ستونزه پیدا شي نه د زړه او زړه.

بل کومې جملې چې تا قطار کړي ما خو مخکې هم درته وویل چې په مثالونو کې خو له ما سره هم ډېر مثالونه دي. اور بل بل کړه څو ماناوې لري. یانې بل اور بل کړه او یا د تاکید او ټینګار لپاره دوارې بل مانا. همداسې مړه مړه شوه. جمله څو ماناوې لري. تا ته به زر درکړم زر به راکړې. دا جمله بله در واخله.

همزه که ستا یو زړه او زړه سموي په زرهاو نورې کلمې دي چې همزو غوندې سمبولونو ته اړتیا لري هغه هم ور جوړ او ستونزې حل کړئ، زه به له تاسې وړاندې همزه ولیکم. خو زه په دا هم پوهېږم چې په همزه یې ولاکه شل کړي او نه پرې لیکدود یو کره معیاري بڼې ته واړوي.

زه نه د ژبې پوهاند یم او نه دعوه دار. زه د دغې ژبې خادم یم پر ما یې د مور غوندې حق دی. او زما پرې هېڅ حق نه شته، کوم حقونه چې زما پر پښتو ول هغه یې راکړي. د حق پوروړی یې زه یم.

ته که ځان په خپله نالوستی ګڼې هغه ستا خپله خوښه ده. موږ درته درانه ګورو.

درنښت

صفدر شینواری:

بالکل په همزه نۀ شل کېږي زما اولني کمنټونه وګوره ما هم درته دا ویلي دي چې غږونه د ژبې نۀ ورکېږي او نۀ ورکول پکار دي پکار ده چې متفقه علامات یا نښې ورته جوړې کړے شي…مننه خوشحاله اوسې ستا خفګان او زړۀ بداوے مې مقصود نۀ ؤ بس هغه جمله راباندې درنه ولګېده نو په زړۀ کښې مې ؤ نۀ ساتل او ؤ مې وې درته….زما ارمان او خواهش دے چې دواړو پلؤ پښتانۀ یؤ لیکدود وکاروي او اتفاق یې ورباندې راشي..

زه:

ما هم په هغه اول اول کمنټ کې درته خلاصه کړه، چې زما د ژبې غږ له ما هېڅوک نه شي اخیستی او پردي توري باید د ژبې په ګټه وکاروو، نه دا چې پرې ویې تپو. 

زه خوابدی نه یم، چې ته خپه شوی نه یې.

په پای کې زموږ څرګندونې په همدې پایله پای ته ورسېدې، چې همزه د څو ستونزو حل کېدی شي، د ټولو نه؛ خو موږ (پښتانه) باید دغو غږونو ته چې اوس ورته د همزه ګرافیم یا توری کاروو، داسې نښې جوړې کړو، چې هم د زړه او زړه کلمې راته بېلې کړي، هم د تل او تل، د مړه او مړه، او همدا ډول د نور او نور، کور او کور (انګور) او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې.

نو زه د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کوم، چې په هېواد کې د یوه علمي او د ژبې د څېړنیز مرکز په توګه، په داسې راغونډېدنه کې، چې ګړدودیزې ستونزې پکې مطرح نه شي همزه او دغسې نورو ستونزو ته حل لاره وټاکي او د ژبې دا حق، چې تر اوسه چا نه دی ادا کړی، دوی ادا کړي.

د پښتو ژبې لیکدود د سمون او رغون په هیله

1 COMMENT

  1. ستاسو دواړو ورونو د پښتو ژبې خدمتګارانو او مینانو لیکنې او د زړه بړاس مې ولوست. ښکلې موضوع ته مو پام کړی دی .
    زما په نظر هسې هم په پښتو ژبې کې توري او غږونه دومره زیات دي چې خپله پښتنو ته هم زیات او ستونزمن دي ، د کمپیوتر له لیک دړې او کیبورد خو پوښتنه مه کوئ . راځئ له نورو اضافي « ‌ء » نه تېر شو. همزه د پښتو ژبې درد نه دوا کوي . همزه په پښتوژبه کې د عربي په شان رول نه افاده کوي. که هر څومره ممکنه وي پښتو ژبه ساده او عام فهمه کړئ چې نه یواځې مونږ پښتانه هغه په آساني سره زده کړو ، بلکې نورو ګاونډیانو ته یې هم ور وښیو.
    بل داچې په پښتو کې دا اوږدې او سرچپه یاګانې ډېرې بدې ښکاري . خپله ژبه ښایسته ، خوږه او آسانه ، علمي اوساینسي کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب