یکشنبه, جون 30, 2024
Home+د مخ لکې او داغونه، کورني ماسکونه او درملنه

د مخ لکې او داغونه، کورني ماسکونه او درملنه

ژباړه: عایشه حیدري

روغتياپوهان وایي: “وقایه تر درملنې غوره ده” نو کوښښ وکړئ چې د مخ په پوستکي کې د لکو او داغونو د رامنځته‌کېدلو مخنیوی وکړئ. په دې هم باید پوه شئ چې په مخ کې د لکو پیدا کېدلو یو لامل انیمیا او یا هم د وينې کمښت دی، نو باید مخکې تر دې چې ستاسو مخ لکې او دانې پیدا کړي، د خوړو په واسطه د بدن وینه او نور اړین مواد پوره کړئ.

د مخ د پوستکي روښانتیا او شفاف‌والی د ښکلا مهمه برخه جوړوي، خو د مخ د پوستکي ښکلا کله کله د لکو او تورو داغونو د را برسېره کېدلو له امله له منځه ځي. دا منو چې د نننۍ نړۍ په روغتیايي برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی او کولای شي په ډېرې لږې موده کې د مخ د پوستکي لکې او داغونه له منځه یوسي.

نن سبا د مخ د پوستکي د ښکلا او لکو د له منځه وړلو لپاره له لیزر او یا هم له کیمیاوي درملو څخه ګټه واخلو، خو د لیزر او درملو ترڅنګ ځينې نورې لارې چارې هم شته چې پر مټ یې تاسو کولای شئ د مخ لکې او داغونه له منځه یوسئ.

په دې لیکنه کې به تاسو ته هغه کورني ماسکونه در وپېژنو چې کولای شي ستاسو د مخ لکې او داغونه، له جانبي عوارضو پرته ډېر ژر له منځه یوسي، د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ!

۱- د لیمو اوبه

د لیمو اوبه د مخ پوستکی له هر ډول لکو او داغونو څخه پاکولای شي او په راتلونکې کې هم په پوستکي کې د هر ډول لکو او داغونو د رامنځته‌کېدلو مخنیوی وکړي.

په لیمو کې شته اسید سیټریک د دې لامل کېږي چې د پوستکي غوړ له منځه لاړ شي. تاسو کولای شئ، په ډېرې اسانی سره د لیمو اوبه په خپل مخ وموښئ او د شلو دقيقو لپاره یې همداسې پرېږدئ. دا کړنه په دوامداره توګه د يوې مياشتې لپاره، هره ورځ تکرار کړئ.

همداراز د لیمو له اوبو سره شات هم یوځای کولای شئ او یو ګټور ماسک جوړ کړئ، خو پام مو وي چې دغه ماسک په يوه اونۍ کې یوازې دوه ځلې وکاروئ.

هېر مو نه شي چې د لیمو خوراک هم د انسان د پوستکي د لکو او داغونو له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي.

۲- رومي بانجان

رومي بانجان یا سره بانجان د ویټامین سي او انټي اکسیډېنټ لرلو له کبله د انسان د پوستکي د زړښت مخنیوی کوي او د مخ د پوستکي هر ډول لکې او داغونه له منځه وړي. د څو اونيو لپاره په دوامداره توګه هره ورځ په خپل مخ رومي بانجان وموښئ، او د پنځلس دقيقو لپاره یې په خپل مخ همداسې پرېږدئ، د لږې مودې له تېرېدلو وروسته به ستاسو د مخ ټولې لکې او دانې له منځه لاړې شي.

۳- کچالو

یو کچالی سپین کړئ، وروسته یې میده (ټوټه ټوټه کړئ) او یا یې په میکسر کې واچوئ. کله چې دا کچالی ښه میده شو، په یوه ټوکر کې یې واچوئ چې اوبه یې راووځي، د کچالو په اوبو کې لیمو ور زیات کړئ، دغه مخلوط د لسو دقیقو لپاره همداسې پرېږدئ چې ماسک ورڅخه جوړ شي، او وروسته له لسو دقیقو څخه یې په خپل مخ وموښئ، او شل دقیقې وروسته یې و وينځئ.

د لکو او داغونو د له منځه وړلو لپاره د يوې مياشتې لپاره هره ورځ دغه ماسک د خپل مخ پر پوستکي کېږدئ.

۴- ګلاب ګل

کېدای شي تاسو ته نه‌منونکي وي، خو د سور ګل ماسک کولای شي ستاسو د پوستکی له هر ډول لکو او داغونو څخه مخنیوی وکړي. د دغه ماسک کارونې لپاره په لږه اندازه ګلاب ګل پاڼې، د لیمو اوبه، د بادرنګ لږې اوبه او لږ شین چای یو بل سره یو ځای کړئ، او د دې لپاره چې ستاسو د مخ د پوستکي د لکو او دانو څخه مخنیوی وکړي په خپل مخ یې وموښئ او لږ وخت وروسته مو مخ و وینځئ.

۵- الوېرا

الوېرا د پوستکي هر ډول لکه او داغ له منځه وړي. که غواړئ د خپل مخ د پوستکي لکې او داغونه له منځه یوسئ، لږ الوېرا، یوه کاشوغه د لیمو اوبه او یوه کاشوغه شات یو بل سره یو ځای کړئ، او وروسته دغه ماسک په خپل مخ کېږدئ، کله چې دغه ماسک وچ شو، خپل مخ و وینځئ. تاسو کولای شئ په اونۍ کې دوه یا درې ځله دغه ماسک وکاروئ تر څو د مخ لکې او داغونه مو له منځه لاړ شي.

۶- د مڼې سرکه

د مڼې سرکه د الفا هیدروکسی اسید یوه ښه سرچینه ده، او ستاسو د پوستکي هر ډول لکې او داغونه له منځه وړي.

د مڼې سرکه د باکتریا او مېکروب ضد ځانګړنې لري، ځکه د پوستکي هر ډول لکې او داغونه له منځه وړلای شي.

د دغه ماسک‌جوړونې لپاره په يوه ګیلاس کې دوې کاشوغې د مڼې سرکه او د دغې سرکې دوه برابره اوبه په کې واچوئ، د پوستکي هره برخه مو چې لکه او یا کوم داغ لري په دغه ماسک یې وپوښوئ.

دغه ماسک د لسو دقیقو لپاره په خپل مخ پرېږدئ.

دا کړنه په اونۍ کې دوه او یا هم درې ځله ترسره کړئ، تر څو د دغه ماسک يوه ښه پایله ووينئ.

۷ – د هګۍ سپین

دغه ماسک ستاسو د مخ د داغونو او لکو د له منځه وړلو لپاره ډېر ګټور دی، د دغه ماسک لپاره لومړی د هګۍ ژېړ او سپین سره جلا کړئ، د هګۍ سپین مو چې جلا کړل، ښه یې په کاشوغه سره ګډ کړئ او بیا یې کاغذي څپوڼي (دستمال) په واسطه پر مخ وموښئ، انتظار وباسئ چې وچ شي، بیا یې ورو ورو له مخ څخه لرې کړئ او وروسته مو مخ په اوبو و اینځئ او مرطوب کوونکی کریم مو په مخ و وهئ.

۸ – نعناع

یوه کاشوغه وچه او میده شوې نعناع (د نعناع پوډر)، یوه کاشوغه مستې او یوه کاشوغه د سر اینځلو خاوره په یوې کاسه کې واچوئ او سره ګډ یې کړئ، دغه مخلوط د یوې ګړۍ لپاره همداسې پرېږدئ چې مواد ښه سره ګډ شي او بیا یې وروسته یو ځل بیا سره ښه ګډ کړئ چې د لامده شوو اوړو بڼه غوره کړي. وروسته یې یو په مخ وموښئ او کله چې په طبیعي ډول وچ شو بیا یې په ګرمو اوبو ووینځئ. یاد مو وي چې دغه ماسک په اونۍ کې یوځل وکاروئ.

۹ – غوزان

غوزان، مټاک یا چارمغز د انټي اکسیډېنټ غوره سرچینه ده، او د پوستکي د روښانتیا، روڼتیا او شفاف کېدو لامل کېږي. دوې کاشوغې د غوزانو پوډر له دوو کاشوغو مستو سره یو ځای کړئ او ښه یې سره ګډ کړئ تر څو ماسک جوړ شي. کله چې لږ کلک شو بیا یې پر مخ وموښئ او وروسته یې په ګرمو اوبو و اینځئ. دغه ماسک په اونۍ کې له یوه ځل څخه زیات مه کاروئ.

۱۰ – بادرنګ

بادرنګ مرطوب کوونکی او مخ د پوستکي د زیانمنو شوو حجراتو رغوونکی دی، او د مخ د پوستکي د روڼتیا او ځلا سبب کېږي. د مخ د ماسک په توګه د بادرنګ د کارولو لپاره بادرنګ لنډ لنډ غوڅ کړئ او ټوټه شوې برخه یې له ویده کېدو وړاندې پر مخ وموښئ او سهار خپل مخ په تړمو (نیمه ګرمو) اوبو ووینځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب