سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغانستان بشري وضعیت « ماتیدونکی» دی

ملګري ملتونه: د افغانستان بشري وضعیت « ماتیدونکی» دی

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) اجراییوي مشرې ادم وسورنو د افغانستان بشري وضعیت« ماتیدونکی» اعلان کړ او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې بشري مرستو ته د اړو ۲۳ میلیونو کسانو شمېر په زیاتیدو دی.

د نوموړې په وینا، د ۲۰۱۹ کال په پرتله اوس بشري مرستو ته د افغان اړمنو شمېر ۵ چنده زیات شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښځې، نجونې او ماشومان د دغو اړمنو مرستو په لاسته راوړلو کې تر نورو زیات شمېر جوړوي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي، چې دغه بندیزونه مرستو ته د ښځو او نجونو د زیات مجبوریدو یو مهم دلیل او په ورته وخت کې د مرستې رسولو پر وړاندې خنډ دي.

طالبانو تر اوسه هیڅکله د بشري مرستو د اړمنو افغانانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو منلې یې ده چې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوال باید مرستې ورسره وکړي.

دوی وخت په وخت د افغانانو لپاره په ترسره کېدونکو نړیوالو بشري مرستو کې په لاسوهنو هم تورن شوي، خو دا ادعا یې رد کړې ده.

نړیوال مرسته رسوونکي بنسټونه وخت پر وخت دا شکایت هم کوي، چې د مرستې لپاره غوښتل شوې بودیجه ورته نه برابریږي او ورځ تربلې یې د کمښت ستونزې سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب