پنجشنبه, جولای 4, 2024
Home+په فردوس کې دوزخي ټوپک | ولي الله ملکزی

په فردوس کې دوزخي ټوپک | ولي الله ملکزی

له نن څخه ټیک ۴۴ کاله وړاندې، موږ د فلپس یوه میرات مړې راډیو درلودله. کله به چې کوم غوړ خبر یا د استاد اول میر داسې فولکوریکه شانتې سندره وه،‌ نو غږ به یې هیسته جَړ پَړ شو. د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمې شپې بل رقم یخني وه؛ شین آسمان له ځلېدونکو ستورو ډک وو او په خوند خوند یې سترګکونه وهل. دغه مهال، زه تنکی ځوان او د دولسم ټولګي شاګرد وم. ناڅاپه یو ګاونډي مو د بام سر ته وخوت او د خپل شلخي پنځه ډزي ټوپک یو شاجور یې په هوا کې تش کړ. زموږ یو معلم صیب چې غوږونه یې په چترالي پکول کې پټ کړي وو، د نورو ګاونډیانو په څیر وارخطا راووت او هغه ځوان ته یې وویل: (احمق الله خانه! دا په کومې خوشحالۍ کې؟ که امین لاړ، دا دی شین ټاغي راغلل). نو ماته د ارواښاد کشاف صیب تکیه کلام رایاد شو چې چورت به یې سم وو، نو ویل به یې: (ته دومره جاهلات چې په دې نه پوهیدات)؟

د شورويانو وحشي یرغل، د شین آسمان تندر وو چې د هر ګناهکار او بیګناه په ککرۍ یوشان را پریوت. د سر سودا او د نفسي نفسي خبره شوه؛ نر هغه وو چې ځان یې ډډې ته کړ. موږ هم بسم الله کړه او په یوه ساه مو ځان پيښور ته ورسولو. دغه وخت، په پيښور کې یو جهادي تنظیم دومره ځواکمن وو چې د اطلاعاتو (استخباراتو) کمیټه یې د ځايي پولیسو څخه هم هیبت ناکه وه. د یو مهاجر لپاره سینما ته تګ که سور کوپر نه وو، نو له کبیرې ګناه څخه هم لوی جرم ګڼل کیده. خو ما او زما د ماما زوئ چې زما همزولی دی،‌ زړه مو له زمري قرض کړ ترڅو د (ټوپک زما قانون) فلم وګورو چې زموږ د والیبال ملګري یې په صفتونو نه مړیدل.

د پیښور په سینماګانو کې یوه ډیره نامي وه چې د جي ټي روډ په نوم سړک ته څیرمه پرته وه او ګرد چاپیره یې د دود پتي چای دوکانونه وو. د نندارې د لویې دروازې د پاسه، په انګریزۍ او اردو ژبو د « فردوس سینما هال » لیکل شوی وو،‌ خو شکر دی د جنت کلمه یې ورسره نه وه لیکلې. د فلم د پیل سره جوخت، له خال خال چوکیو څخه د چرسو لوګي او شنې لوخړې را پورته شوې چې نژدې وه وچې باقۍ (استفراق) وکړو. بدر منیر د فلم مرکزي کردار لوبولو او په هرې صحنې کې به یې په غصه ناکې لهجې سره د ټوپک زما قانون خبره کوله.

زه دلته د فلم په هنري بې کیفیتۍ او مبتذلې لهجې خبره نه کوم؛ ځکه دغه فلم په هیڅ ډول د پښتنو د حجرې او دیرې د دروند او حیاناک کلتور نماینده ګي نه کوله. د فلم د لیکوال، پروډوسر او ډایرکټر په ښه نیت هم شک نه لرم، خو نندارچیان یې په لوی لاس تشدد، بغاوت او ناغیړۍ ته هڅول. د قلم په ځای، د ټوپک او پخلاینې په ځای د انتقام خبره کیدله. وسله، کارتوس او ګردنۍ د یو شمله ور، توریالي او جنګیالي پښتون ګاڼه شمیرل کیږي. په دې هم ټول پوهیږو چې دا فلم یو تمثیل او مازې د پیسو ګټلو ذریعه وه، ولی په عین حال کې هغه د یو مهذب، سوله خوښي او بهادر قوم د باورونو او ارزښتونو ناسم انځور وو. ځکه ټوپک وژل کوي او قلم ولسونو ته د ژوند کولو هنر په ګوته کوي.

قلم یو رنګین خلقت دی، ستر خالق ورباندې لوړه کړې او د کَوْن او کائناتو تقدیر یې د هغه په نوکه لیکلی دی. الله تعالی پخپل کتاب کې داسې فرمايي: (ن. وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ). د هیڅ پیل، د قلم له هست سره پیل شوی، د ولسونو بدلون د ده له خوځښت سره ګینده شوی او د تیرو پرګنو د زوال او عروج کیسې قلم ثبت کړیدي. قلم د انسان په ذهن کې انقلاب راولي او په ټټر کې بندیوان زړه، له مینې او یا هم له کرکې څخه ډکوي. قلم نغمی لیکي، د مظلومانو له کړیکو توپانونه جوړوي او د ظالمانو فولادي برجونه ړنګوي. له همدې ځایه، تکړه لیکوال هغه نه دی چی د خپلې لیکنې لپاره یواځی جادوګر لفظونه او قالبي جملې انتخابوي، بلکې ښه قلموال او انځورګر هغه دی چې د خلکو په زړونو او فکرونو کې د زغم او حوصلې تخم کري او د پخلاینې روحیه مزبوتوي. اوس په نړۍ د هغه چا واکمني او باداري ده چې قلم یې رسا او له رنګه ډک دی.‌

نن د ډیورند په لر او بر کې د کارتوسو او باروتو راج دی او د پینځو لسیزو راهیسې د (ټوپک زما قانون) ببولالې زمزمه کیږي. یقینا، له عقیدې څخه دفاع جهاد دی او د ملي نوامیسو ساتنه فریضه ده. لکن د ډرون او ټکنالوژۍ په دې پیر کې د قلم د نوکې په ځای، د ټوپک په ماشې اصرار کول عقلانیت نه بریښي. دا دی یوځل بیا په دې شعار شخوند وهل کیږي چې افغانستان خو د امپراتوریو هدیره ده. که د پوهې او رڼا غلیمان د علم، عرفان او قلم خاوندان وژني او فکر کوي چې د جنت لار یې نیولې، نو دوئ د کعبې په ځای ترکستان ته روان دي. ځکه د یو بیګناه انسان د وژلو سزا، ابدي جهنم دی.

د فردوس په سینما کې د دوزخي ټوپک د نندارې او د شورويانو د یرغل دا دی ۱۶۲۱۳ ورځې پوره شوې، خو زموږ په سیمه کې د ټوپک شپیلۍ لا هم توده ده. د ټوپک قانون زموږ ولسونو ته یوازې غمونه، هجرتونه او بیوسي په میراث پریښوده. څومره مؤمن بنده ګان دهمدې کلچر نذرانه شول؟ څومره میندې بورې او خوېندې کونډې شوې؟ څومره ګلالۍ لوڼې د درویزې کچکول ګرځوي او د سړک په غاړه خیرات ټولوي؟‌ که چیرې د ټوپک خاوندانو په همدې مودې کې د کونداغونو ترڅنګ له قلمونو او رنګونو څخه هم کار اخیستی وای، نو نن به موږ د سیالانو، سیال او خبره به مو د ګاونډیانو په منځ کې میره وه. آیا اوس خو به ډیر ناوخته نه وي؟

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب