یکشنبه, جولای 7, 2024
Home+  مرثیه | محمدنعمان دوست

  مرثیه | محمدنعمان دوست

(غزه) نه شم هیرولی او (رفحه) راته په یاد ده

په سکروټو کې ایسارې، ستا ناره راته په یاد ده

څه د اور په ډنډ کې لامبي دا له واورې سپینې بتې

د لمبو سیوري ته ناستې، دا دمه راته په یاد ده

سکور یې پورته کړ لاسو کې او څو ځلې ښکل را ښکل کړ

په سلګو یې وویل لورې: ستا څهره راته په یاد ده

د زانګو پړي را پرې شول، په سکروټو ماشوم ولوید

د بې روحه مور په خوا کې دا صحنه راته په یاد ده

د ګلدان ګلونه یې وسول، پیغلې غږ په میین وکړ:

تا راوړي ول په مینه، ستا تحفه راته په یاد ده

څو بې رحمه بدمعاشان دي، سوزوي کلي کورونه

ټول عالَم یې تماشا کړي، ننداره راته په یاد ده

ملګرتیا د ملتونو او دعوې د اُخوتونو

دا خالي خالي شعارونه، تجربه راته په یاد ده

د قیلون تر څنګه ناست دی، له سوږمو نه لوګي باسي

چلتاریه شیخه غرق شې، ستا نشه راته په یاد ده

دلته تمه له بل چا نه په غلبیل کې اوبه وړل دي

و (نعمانه) جل وهلیه، ستا کیسه راته په یاد ده

نعمان دوست

۱۴۰۳/ جوزا/ ۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب