جمعه, جولای 5, 2024
Homeسپورتکریسټیانو رونالډو په فوټبال کې نوی ریکارډ جوړ کړ

کریسټیانو رونالډو په فوټبال کې نوی ریکارډ جوړ کړ

تاند (سې شنبه، د جوزا ۸مه) د النصر کلب لپاره د سیزن په وروستۍ لوبه کې د دوه ګولونو په وهلو سره، هغه د سعودي غوره لیګ (پریمیر لیګ) په یوه فصل کې د ډیرو ګولونو ریکارډ مات کړ.

د رونالډو ټول ګولونه، د هغو دوو ګولونو په ګډون چې هغه د دوشنبې په شپه د التحاد لوبډلې پر وړاندې ترسره کړل، په یوه فصل کې ۳۵ ګولونو ته ورسېدل.

دا بریا په دې معنا ده چې النصر په پرله پسې توګه د دوهم فصل لپاره د لیګ اتلولي وګټي، اوالهلال د جدول په دوهم ځای کې ودرېد.

دغه ۳۹ کلن لوبغاړی چې تېر کال له مانچسټر یونایټیډ څخه د سعودي له کلب سره یوځای شوی، په نړیوالو سیالیو کې د ډیرو ګولونو په شمول څو نور ریکارډونه هم لري.

نوموړي د خپل هېواد پرتګال ملي لوبډلې لپاره ۱۲۸ ګولونه وهلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب