Homeخبرونهدرو اروپايي هیوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده

درو اروپايي هیوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده

تاند(سې شنبه، د جوزا ۸ مه) ایرلنډ، ناروې او هسپانیا نن (سې شنبې) په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده.

دا درې اروپايي هېوادونه هیله لري چې دغه سمبولیک اقدام به په منځني ختیځ کې د څو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو او د اسراییلو او فلسطینیانو لپاره د دوو دولتونو د حل د بیا پیلېدو اړتیا ته پام واړوي.

اسراییلو د دې اقدام په اړه په غوسه غبرګون وښود او درې واړه هېوادونه یې د “ترهګرۍ ته د انعام په ورکولو” تورن کړل.

اسراییل په عین حال کې له دغو دریو هیوادونو خپل سفیران وایستل او په اسراییل کې یې د دغو درو هیوادونو استازو ته په رسمي توګه خبرداری ورکړ.

خو حماس او فلسطیني ادارې د دې د ناروې، هسپانیااو ایرلنډ له لوري د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو ډیری غړي هیوادونه فلسطین د یو دولت په توګه په رسمیت پیژني خو د دوغو هیوادونو په منځ د اروپايي هیوادونو شمېر خورا لږ دی.له همدې کبله د ناروې، آیرلنډ او هسپانیا اقدام اهمیت لری.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...