Homeخبرونهتهران به سبا د افغانستان د سیمه ییز تماس غونډې کوربه وي

تهران به سبا د افغانستان د سیمه ییز تماس غونډې کوربه وي

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د ایران مهر خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې غونډه د ایران، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو په ګډون سبا په تهران کې جوړیږی.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې عمومي ريیس رسول موسوي په یوه پیغام کې چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی، لیکلي چې تهران به د جون په اتمه نیټه د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې د غونډې کوربه وي.

ده زیاته کړې چې د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو سلا مشورې د تهران د غونډې د اجنډا په سر کې دی.

موسوي دا هم ویلي چې د تهران غونډه به د سیمه ییزو همکاریو او مشارکت په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وي.

دا غونډه له دوحې د درېیمې غونډې مخکې جوړیږي او ښايي هدف یې دا وي چې د دوحې د غونډې لپاره تهران له خپلو متحدانو سره دریځونه همږغي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...