Homeخبرونهطالبان وايي د یو میلیون ډالرو په ارزښت د الوتکو پُرزې او...

طالبان وايي د یو میلیون ډالرو په ارزښت د الوتکو پُرزې او مهمات یې کشف کړي

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مهماتو او الوتکو پُرزې نیولي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معینیت د استخباراتي ضد ریاست منسوبینو په کابل کې د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس، درې تنه له ګڼ شمېر پوځي مهماتو او د الوتکو له پرزو سره نیولي دي.

د خپرپاڼې له مخې، په نیول شويو مهماتو کې د الوتکو ۱۲۸بېلابېل ډوله پرزې، ۸ تومانچې، ۲۵ مخابرې، ۴ تختې باروت او یو شمېر نور توکي شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې ترلاسه شوي مهمات او تجهیزات شاوخوا یو میلون ډالر ارزښت لري.

د ملي دفاع وزارت په خپرپاڼه کې همداراز ویلي چې نیول شوي کسان اړوندو ادارو ته دنورو پلټنو لپاره سپارل شوي دي.

1 COMMENT

  1. په سترو قاچاقو، د مخدره موادو، تاریخی اثارو، اسلحو او داسی نورو کی حتمآ د طالب مشرانو لاس شته دی کنه نو ولی دا کسان خلکو ته نه ورښیی؟ یو بیچاره غل چی د مجبوری له وجی یی غلا کړی وی بیا د هغه غاړه کی چرګان ځولنډه وی خو د سترو غلاوو او قاچاق اشخاص د کمرو مخی ته نه راولی عجیب عمری عدالت دی چی نورو ته سزا ګانی ورکوی خو د پخوانی د پاسپورت د ریس ورور بیغمه په دوحی او دوبی کی چکرونه وهی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...