Homeخبرونهد طالبانو د باندنیو چارو وزارت له جرمني وغوښتل افغانان درېم هیواد...

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له جرمني وغوښتل افغانان درېم هیواد ته ونه سپاري

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د طالبانو حکومت له جرمني څخه وغوښتل چې له خپلې خاورې درېیم هیواد ته افغانان ونه باسي، او په نورمال ډول دې د قونسلګرۍ له لارې مسله حل کړي.

د جرمني صدراعظمې اولاف شولز د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې جرمني به افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړي. ده دا خبره وروسته له هغو نادریو وکړه چې د یوه افغان کډوال له لوري په جرمني کې یو پولیس ووزل شو او ۵ تنه سیاسي فعالان ټپیان شول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې ویلي چې دغه وزارت له جرمني څخه د افغانانو د ایستلو پرېکړه څاري.

هغه هیله څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه د ډیپلوماټیکو چاینلونو له لارې د اتباعو د حقونو د ساتنې لپاره دا مسله په داسې ډول اداره کړي چې افغانان په یوه یا بله پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخامخ نه شي او یا د ټولو کنوانسیونونو خلاف درېیم هیواد ته ونه سپارل شي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت له آلماني چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دغه موضوع د قونسلګرۍ د عادي مصروفیت او د دوه اړخیزې موافقې پر بنسټ د یوه مناسب میکانیزم له لارې حل کړي.»

پرون صدراعظم شولز د خپل هیواد پارلمان ته وویل، د جرمني د کورنیو چارو وزارت داسې پلانونه جوړوي چې له مخې یې خپلو هیوادونو ته د بهرنیو هیوادونو د خطرناکو کسانو او جدي مجرمانو بیرته استول آسانه شي، حتی که هغوی د جګړې له سیمو او یا د افغانستان او سوریې په څیر هیوادونو څخه هم راغلي وي چې استبدادي رژیمونه پرې واکمن دي.  «دا ډول مجرمان باید وشړل شي.»

1 COMMENT

  1. د یوې سپږې له پاره ټول پوستین ته اور اچوي .
    جرم یوه شخصي موضوع ده ، په هېڅ صورت د هغه جزا نورو ته نه انتقالیږي .
    څوک چې مجرمین او جنایتکاران دي ، د جرم د اثبات په صورت کې مرتکبین د ترټولو سختې سزا مستحق دي .
    اما بې ګناه ، معصوم او مظلوم انسانان باید د هغوی په جرم ونه کړول شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...