چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+ولې کمپیوټر ساینس د بریالیتوب کیلي ده؟

ولې کمپیوټر ساینس د بریالیتوب کیلي ده؟

یو قدم د ډیجیټل نړۍ تر پولې؛

قریب آرین

د کانکور آزموینې لپاره مې د کابل پوهنتون د تېرو دوو کالونو د لوړو او ټیټو نمرو لېست ته کتل، لۀ طب پوهنځي وروسته پۀ دوهمه درجه کې لوړې نمرې د کمپیوټر ساینس د سافټوېئر انجنیرېنګ ډېپارټمېنټ نمرې دي، ورپسې د معلوماتي ټېکنالوژي او پۀ درېیمه درجه کې د معلوماتي سیسټمونو څانګه تر بلې هرې یوې ډېرې نمرې د جذب لپاره غواړي. یوه رشته هغه وخت خپله نمره لوړوي، چې د زده کوونکو لۀ لورې ډېره انتخاب شي. د خوښۍ خبره ده چې خلکو نسبت نورو مسلکونو ته پر ټېکنالوژۍ د برترۍ درک پیدا کړی. د کانکور آزموینې پیلېدونکې دي، کۀ څۀ هم پۀ یاده آزموینه کې د زده کوونکو د خوښې وړ او علاقې رشتې باید لومړیتوب وي، خو توصیه کوم چې د کمپیوټر ساینس رشتې ته پخپلو انتخابونو کې حتماً ځای ورکړي. د ټېکنالوژي روانه پېړۍ دا ایجابوي چې خلک د دغې برخې پرمختګونه ومني او درک کړي. پاتې دې نۀ وي چې پۀ نړیوال مارکېټ کې هم د خلکو د خوښې او تقاضا وړ رشتې د ټېکنالوژیک مسلک مربوطې رشتې دي. 

ولې کمپیوټر ساینس؟

کمپیوټر ساینس د هغو خلکو لپاره ګټور مسلکي انتخاب دی، څوک چې د ټېکنالوژي او د کمپیوټر پر مټ لۀ نويو پرمختګونو او نوښتونو سره علاقمند وي. د نارمل ډېټا خوندي کول او د بېګ ډېټا یا لویو معلوماتو راټولول، زېرمه کول او د دې پر مټ د ډیجيټلي ننګونو لپاره غوره حل لارې چمتو کول؛ د دې مسلک پۀ روښانه راتلونکي دلالت کوي.

مصنوعي ځیرکتیا او روباټونه، لوی معلومات، د پوهې مدیریت، د کمپیوټر پرمټ زده کړې، سافټوېئر انجنیرېنګ، د سایبر نړۍ اتومات کارونه، د شبکو خوندیتوب، د نویو عصري سیستمونو پراختیا او ډېرې نورې ټېکنالوژۍ دي، چې د کمپیوټر ساینس د علم پۀ لوړ مقام دلالت لري. کمپیوټر ساینس د هر ډول پرمختګ اساس دی او پۀ راتلونکي کې به لا ډېر د ډیجیټل سیستمونو پۀ پراختیا کې خپل رغنده رول نندارې ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب